لیکوال: محسن حنیف د تدریب ائمه انستیتوت استاد
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اوبو ګټي او په اړه يې زموږ مسؤولیتونه
(لومړۍ برخه)
قرآن، عقل او انساني تجربه ټول دا خبره ثابتوي چي د هر مخلوق ژوند له اوبو پيل شوی، پر اوبو ولاړ او د ځمکي هر ډول سمسورتیا، ښکلا او پرمختګ له اوبو سره تړلي دي. دغه او نور دلائل د اوبو ستر ارزښت په ګوته کوي. نو د دې لپاره چي د دغه ستر الهي نعمت قدر وپېژنو دغه مقاله ستاسو درانه حضور ته وړاندي کېږي او د بحث ټکي يې دا دي: اوبه په قرآن کي څو ځله یادي شوي؟ اوبه څومره ستر نعمت دی؟ په اړه يې موږ کوم مسؤولیتونه لرو؟
اوبه په قرآن کریم کي د بېلابېلو موخو لپاره په بېلابېلو تعبیرونو یو سل یو نوي (۱۹۱) ځله ذکر شوي:
دري شپېته ځله د « ماء» په لفظ. اته څلوېښت ځله د نهر یا يې د جمع «انهار» په لفظ یادي شوي دي چي د ویالې او سیند معنی لري. یو څلوېښت ځله د « بحر» یا يې د جمع «بِحار» او «اَبْحُر» په لفظ یادي شوي چي د «سمندر» معنی لري. دیارلس ځله د اوبو چینې یادي شوي: دوه ځله د «عین»، نه ځله يې د جمع «عیون»، یو ځل د «یَنْبُوع» او یو ځل يې هم د جمع «یَنابیع» په لفظ یادي شوي. درې ځله يې د اوبو کوهي «څاه» یاد کړی، دوه ځله د «الجُب» په لفظ په سورة یوسف: 1۰ و1۵ کي او یو ځل د «بِئْر» په لفظ په سورة الحج: ۴۵ کي. اوبه یو ځل د «بَرَد» په لفظ په سورة النور: ۴۳ کي یادي شوي چي د ږلۍ او کنګل (یخي) معنی لري. دوه ځله د « سیل » په لفظ یادي شوي دي. دوه ځله د طوفان په لفظ یادي شوي. شل ځله په داسي تورو یادي شوي چي د باران معنی ورکوي: لکه: «غیث» څلور ځله «وَدْق» دوه ځله. «سماء» درې ځله «وابل» درې ځله. «طَلّ» یو ځل. «صَیِّب» یو ځل «وابل» توند باران او «طل» چدرو یا شبنم باران. رحمت پنځه ځله (د آیتونو متن يې وروسته ذکر کېږي).
«مَطَر» د باران په معنی یو ځل. د مطر لفظ په قرآن کي نور ځایونه هم کارول شوی خو د اوبو د باران په معنی نه، بلکي د ډبرو د باران یا د عذاب په معنی دئ.
مطلق اورښت په قرآن کریم کي ډېر یاد شوی او د هغه لپاره د «مَطَر» لفظ پر ځای داسي توري کارول شوي چي په عمومي ډول د اوبو اورولو معنی ورکوي؛ لکه: {وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً} . يعني د پاسه يې اوبه اورولي دي. د داسي تورو راوړلو وجه دا کېدای شي چي د اوبو اورول عام دی هم باران رانغاړي او هم واوره او نورو اورښتونه چي د قرآن د اولو مخاطبینو له سیمي پرته په نورو سیمو کي ورېږي لکه طائف یا د نړۍ نوري سړې سیمي.
اوبه څومره ستر نعمت دی؟
د اوبو د ارزښت په اړه دلائل بېخي ډېر دي، دلته يې یو څو بېلګي دا دي:
اول دلیل دا چي اوبه د مخلوقاتو د پیدایښت بنسټ او هر ژوی له اوبو پیدا شوی دی؛ قرآن کریم وايي: وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا.
ژباړه: الله هغه څوک دی چي آسمانونه او ځمکه يې په شپږو ورځو ( پړاونو ) کي پیدا کړل او د ده عرش پر اوبو وو (دا مخلوقات يې پیدا کړل) د دې لپاره چي تاسو وازمايي چي کوم یو ډېر ښه عمل لرئ؟
دلته دغه آیت ښيي چي اوبو تر آسمانونو او ځمکي مخکي هم شتون درلود. اما دا چي هر ژوی له اوبو پیدا شوی، په دې اړه قرآن کریم په نورو ځایونو کي لا زیاته تشریح کوي وايي:
وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِنْ مَاءٍ فَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ .
ژباړه: الله تعالی د ځمکي پر مخ هر ګرځېدونکی (ژوی ) له اوبو پیدا کړی دی: نو ځیني يې هغه دي چي پر خپله خېټه روان وي، ځیني يې هغه دي چي پر دوو پښو روان وي او ځیني يې هغه دي چي پر څلورو پښو روان وي. الله هغه څه پیدا کوي چي د ده خوښه وي؛ بې شکه الله تعالی پر هر څه پوره واکمن دی.
دغه آیت شریف اول د دې خبري تصریح کړې چي الله تعالی د ځمکي د مخ هر ژوندی مخلوق له اوبو پیدا کړی دی. ور پسې يې بیا د دغو مخلوقاتو ډولونه یاد کړي دي:
یو هغه چي پر خپله خېټه روان وي. دویم هغه چي پر دوو پښو روان وي. درېیم هغه چي پر څلورو پښو روان وي، څلورم هغه چي تر څلورو هم ډېري پښې ولري؛ لکه چنګاښ، زنځه او داسي نور. په پای کي اشاره کوي چي الله تعالی داسي مخلوقات لري چي خلکو ته نه دي معلوم. خو په ټولو کي ګډ او مشترک ټکی دا دی چي دوی ټول الله تعالی د اوبو څخه پیدا کړي دي. دغه مطلب قرآن کریم بل ځای خلاصه کوي وايي: وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ .
ژباړه: هر ژوندی شی مي د اوبو څخه پیدا کړی دی. نو آیا دا خلک ایمان نه راوړي؟
نو هرشی هم له اوبو پیدا شوی او هم په خپله بقا کي اوبو ته اړتیا لري؛ لکه را تلونکي عنوانونه چي دا خبره ثابتوي.
دویم دلیل دا چي اوبه رزق دی؛ الله تعالی ویلي: هُوَ الَّذِي يُرِيكُمْ آيَاتِهِ وَيُنَزِّلُ لَكُمْ مِنَ السَّمَاءِ رِزْقًا وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَنْ يُنِيبُ.
ژباړه: الله تعالی هغه څوک دی چي دخپل قدرت نښي درته ښيي او له پاسه روزي درته را کښته کوي، خو یوازي هغه څوک پند اخلي چي حق ته رجوع لري.
دلته له پاسه را اورېدونکو اوبو ته په ژوندۍ بڼه رزق ویل شوی لکه دا بل آیت چي وايي: وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ رِزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ آيَاتٌ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ.
ژباړه: د شپې او ورځي په اختلاف او هغه رزق کي چي الله له پاسه نازل کړی بیا يې ځمکه له مړیني وروسته په ژوندۍ کړې ده او د بادونو په اړولو کي د الله د قدرت نښي دي د داسي قوم لپاره چي عقل کاروي.
دلته له پاسه نازل شوي رزق څخه اوبه مراد دي لکه بل ځای په همداسي آیت کي قرآن کریم دغه رزق په اوبو تفسیر کړی . نو دا ښيي چي اوبه هم خپله رزق دی او هم د بل هر ډول رزق سرچینه ده؛ لکه دا آیتونه چي وايي:
فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ إِلَى طَعَامِهِ أَنَّا صَبَبْنَا الْمَاءَ صَبًّا ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا فَأَنْبَتْنَا فِيهَا حَبًّا وَعِنَبًا وَقَضْبًا وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا وَحَدَائِقَ غُلْبًا وَفَاكِهَةً وَأَبًّا مَتَاعًا لَكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ .
ژباړه: نو انسان دي خپلو خواړو ته وګوري، دې ته(دي وګوري) چي ما اوبه په پراخه کچه اورولي، بیا مي ځمکه ورته څيرلې ده، دانې، انګور، سبزي، زیتون، خرماوي، سره نښتي باغونه، مېوې او واښه (دا ټول مي) د دې لپاره شنه کړي چي تاسو او ستاسو څارویو ته د ګټي ذریعه وي.
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الْأَرْضِ ثُمَّ يُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَجْعَلُهُ حُطَامًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِأُولِي الْأَلْبَابِ.
ژباړه: آیا دې ته نه ګورې چي الله تعالی له پاسه اوبه را اورولي دي، بیا يې هغه د ځمکي په چینو کي داخل کړي دي، بیا په همدې اوبو د مختلف رنګونو والا کښتونه را باسي. بیا هغه مړاوی کېږي، نو تګ زیړ يې وینې، بیا هغه پَوتل/ میده میده خشپل وګرځوي؟ بې شکه په دې کي د عقل خاوندانو ته د پند او نصیحت خبري دي.
دغه آیتونه واضح کوي چي له آسمانه روزي را کښته کول دا مطلب لري چي د آسمان د اوبو په ذریعه روزي درته را پیدا کوي؛ آن تر دې چي د آسمان اوبه نه وي، نو د ځمکي د اوبو زېرمي هم ختمېږي. نو د انسان رزق: خوړل او څښل د آسمان د اوبو سره تړلي دي.
درېیم دلیل دا چي اوبه د وطن او ځمکي ښکلا ده؛ الله تعالی وايی: وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنْبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ.
ژباړه: ته ځمکه مړه وینې، نو چي کله اوبه ورباندي و اوروم حرکت وکړي، پورته شي او هر ډول ښایسته بوټي زرغونه کړي.
وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ رِزْقًا لِلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ .
ترجمه: له پاسه مي ډېر برکت والا (ګټوري) اوبه را کښته کړي، باغونه، رېبل کېدونکي دانې او د خرما جګي وني مي په زرغونې کړي چي منظم وډل شوي وږي (واښکي) لري (دا ټول) د بندګانو لپاره د رزق په توګه او په همدې اوبو مي مړ وطن ژوندی کړی. بیاځلي ژوند همداسي کېږي.
په دې وجه قرآن کریم د جنتونو په صفت کي څلور دېرش (۳۴) ځله ویلي: { تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ} ) (ویالې ترلاندي بهېږي). دا په مشاهده او تجربه ثابته ده چي بهاندي اوبه د انسان روح تازه کوي.
نوربیا...