تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بې عذره ګدائي ګناه ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 10, 2024
  0

لیکنه: مرحوم عبدالحميد ارغندابی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


بې عذره ګدائي ګناه ده


ميړني خلک د ژوند څخه تل راضي وي داځکه دوی د برياليتوب تر پړاوه پوري د ژوندانه دربړونو او ناخوالو سره په ميړانه او مقابله مبارزه کوي د هغوی ټولي ستونزي د دوى دهڅو او زيار په نتيجه کي بدلون مومي او ديوه نيکمرغه ژوند په هيله په متانت او هوښيارۍ پرمخ ځي، د ميړنو ټولي هيلي دقناعت په جامه کي نغښتي وي، دوي حريصان نه دي چي يو ارمان ئي لا د پوره کيدو په حال کي وي بل ئي سمدستي د زړونو په تل کي ځاي ونيسي، ميړني هرڅه ته دخپل نصيب او قسمت په سترګو ګوري.


 خيرد دوي دا فکر او خيال بايد په دي تعبيرنه شي چي ګواکي هغه نولاس ترزني ناست دي او د هر ډول خوځيدو او هڅو توان ئي له لاسه ورکړی دى، دوی پوهيږي چي ژوند دکار او فعاليت نوم دى هغوي په دې هم پوه دي څوک چي له دغه اصل څخه انکار وکړي کيدای شي د ژوندانه په ډګرکي دلويو ستونزو سره لاس په ګريوان وي هرو مرو به نورو ته د مرستي لاس غځوي او په دې کار به خپل حيثيت ته ډير تاوان رسوي خپله حيا وژني او د حيا د قتل په تور پرې مجازات لازميږي؛ ځکه په اسلام کي بيله شرعي عذره فقر او ګدائي جوازنه لري او د حيا قاتل مجرم باله شي: لکه استاد عبدالقادر بيدل چي وايي: 


 ګردن اهل طمع بود قصاص ګرد
به قصدکشتن حيا روايت 


د ژوند په رازونو پوه انسانان د مشکلاتو په وړاندي مقاومت، ثبات او استقامت له لاسه نه ورکوي؛ هغوی د خداى په نصرت د ژوندانه پرټولو ستونزو بريالي کيږي د خپل زياراو کار په نتيجه کي حلاله نفقه پيداکوي دوي دبې عذره ګدايانوغوندي د خپلي ټولني دوګړو پراوږو دروند پټۍ نه ګرځي هغوي ميړني دهمت خاوندان دي، د حرفه وي ګدايانو په څير خپله حيا نه وژني دا احساس ورسره شته چي بې عذره ګدائي ګناه ده خو زموږ د ټولني غريبانو، خوارانواو معذوره خلکو باندي ترحم او زړه سوی په کاردئ داځکه چي هغوی د بې عذره ګدايانوسره توپيرلري، دداسي کسانوسره مرسته کول د خداى درضا موجب ګرځي او الله پاک به ورته آجرعظيم ورپه برخه کړي. 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته