لیکنه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هیڅ څوک دي په درد نه خوري
هیڅ څوک دي په درد نه خوري کله چي د توبې دروازه دي بنده سي.
هیڅ څوک دي په درد نه خوري کله چي د ابد لپاره ددې دنیا څخه ولاړ سې.
هیڅ څوک دي په درد نه خوري کله چي په قبر کي کښیښول سې.
هیڅ څوک دي په درد نه خوري کله چي د هر څه لرلو سره سره خالي لاس د دنیا څخه ولاړ سې.
هیڅ څوک دي په درد نه خوري کله چي د حساب او کتاب لپاره ملایکي درته راسي.
هیڅ څوک دي په درد نه خوري کله چي دي سترګي پټي سي او اواز دي ورک سي.
هیڅ څوک دي په درد نه خوري.
هیڅ څوک دي په درد نه خوري.
ددې دنیا ډیري چاري په اسانۍ ترسره کیږي او زیاتره انسانان داغه فکر کوي چي د اخرت حساب او کتاب هم داغسي اسانه دئ خو یا.
انسان که غور وکړي نو پوه به سي چي څنګه لوی سفر او سخت امتحان ورته انتظار دئ.
د هر څه څخه خلاصون سته مګر د خپل کړنو او اعمالو د حساب څخه خلاصون امکان نه لري.
ددې مخکي چي د نورو انسانانو د دعاوو محتاج سې خپله دي داسي اعمال وکړه چي د الله په حضور کي د شرمنده ګۍ احساس ونه کړې.
ژوند واقعا ډیر لنډ دئ او په دې نه ارځي چي په غفلت کي تیر کړل سي ځکه چي هر څومره ګناهونه ډیریږي په هغه اندازه زړه توریږي او چي هر څومره زړه توریږي په هغه اندازه د الله سبحانه وتعالی سره تعلق او محبت کمیږي او چي هر څومره د الله سبحانه وتعالی سره تعلق او محبت کمیږي نو انسان د ګمراهي لور ته ور درومي.
هیڅ څوک او هیڅ شی مو په درد نه خوري ځکه ډیر داسي انسانان سته چي مال یې تر شا پریښی دئ خو بغیر ددې چي ده ته ګټه ور ورسوي وارثان یې میلې او مزې پرې کوي.
ډیر داسي انسانان سته چي اهل او عیال یې تر شا پریښي دي خو یوه دعا او صدقه به نه پسي کوي.
ډیر داسي انسانان سته چي نوم او نښان یې تر شا پریښئ دئ؛ خو دده د ښخیدلو سره سم هر څه یې ورک سي.
ډیر داسي انسانان سته چي جایدادونه یې تر شا پریښي دي خو دده تر مرګ وروسته یې وارثانو سترګي ورته پټي کړلې او د ډیر جایداد اخیستلو لپاره یې جنګونه شروع کړل.
نو اې انسانه!
دا اوس چي ته د کومو اولادونو لپاره مال ټولوې؛
د کومو انسانانو لپاره چي وخت دي ضایع کوې؛
د کومو انسانانو د راضي کولو لپاره چي الله تعالی ناراضه کوې؛
د کومو انسانانو لپاره چي شپه او ورځ دي پر ځان یوه کړې ده او کار کوې؛
د کومو انسانانو لپاره چي غفلت او بې پروایي کوې؛
د کومو انسانانو لپاره چي د الله طاعت او عبادت درڅخه پاته دئ؛
او....
ټول به مو په لږ وخت کي هیر کړي بیا به ورته په کلونو کلونو هم نه پیادیږئ او ستا ټوله کړني چي د دوی لپاره دي کولې, بې معنا به وګرځي.
سر له ننه دغه کوښښ چي په دنیا کي دي کوئ, د اخرت لپاره یې شروع که, د اخرت لپاره توښه برابره که, د اخرت لپاره ځان ستړئ کړه او د دنیا محبت دي د زړه څخه وباسه، د ټوله دنیا د خلګو د راضي کولو پر ځای یوازي الله عزوجل د ځان څخه راضي کړه, کامیابي او خوشبختي د الله په رضا کي ده.
www.taleemulislam.net