تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
الفباء زده کړه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 26, 2024
  0

لیکوال: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

الفباء زده کړه

 

د ځان ستر کولو له پاره د ژوند الفباء زده کول اړینه ده. که تاسو د ژوند په هر عمر کي یاست توپير نه لري، څومره چي ژر کېدای سي، هغونه ژر مو د ژوند الفباء زده کړئ؛ ځان جوړ کړئ؛ مخ ته ګامونه واخلئ؛ هیلي او خوبونه مو په حقیقت بدل کړئ. 


د ډارن هارډي دا خبره مي زیاته خوښیږي: تر څو چي ځان جوړ نه کړې؛ ځان یوې منظمي لاري ته سیخ نه کړې، تر هغو بریا یوازي یوه هیله ده. 


د ژوند دا الفباء سوسن موریم په 101 Tips for Graduates  کتاب کي لیکلې او په اړه ئې وایي: 


" و حقیقي نړۍ ته ښه راغلاست! په حقیقي نړۍ کي بریالیتوب د ښوونځي او پوهنتون په څېر په نمرو نه اندازه کېږي؛ دلته د نوي ژوند ABC الفباء زده کول او بیا پر هغه باندي ژوند کول، بریالیتوب دئ" 


A د Adult له پاره یعني” ځوان “: ته د خپل راتلونکي ژوند له پاره یو بالغ ځوان يې. ته د یو ځوان په توګه، خلک ستا څخه د وړ او مسلکي ښکارېدو، عملي کار کولو او ځلېدو هیله کوي. پر دې ډېر تمرکز وکړه، چي خلک ستا په اړه څه فکر کوي. خپل شخصیت ته پاملرنه کول غوره چاره ده- پوهېږم ته دې ته لیواله يې.


B د Better له پاره یعني” غوره “: څومره چي ئې اړتیا ده، تر هغه هم غوره سه. ته د پرمختګ په حال کي يې- د ژوند زده کولو” زده کونکی“ سه. داسي یو څوک سه، چي په ” ښه “ بسنه نه کوي، بلکي د غوره والي په لټه وي.


داسي یو څوک سه، چي د کارونو له پاره نوي لاري لټوي او د بدلونونو څخه نه بېریږي. هره ورځ د ځان د غوره جوړولو هلي ځلي وکړه. 


C د Control له پاره یعني” واک “: د خپل ژوند واک په لاس کي واخله، برعکس د ځان واک و ژوند ته په لاس مه ورکوه. له ځانه سره پرېکړه وکړه! ته څه غواړې، په کاشکي-کاشکي د ژوند کاروان تر منزله نه رسيږي. ژوند د کالو اغوستلو غوندي بیا بیا غاړي ته نه سې اچولای؛ د ژوند هره پرېکړه به تا و خپلي موخي ته رسوي او یا به دي و موخي ته د رسېدو څخه راګرځوي، نو ښه پرېکړي وکړه. مشهور مسخراچي ټېیم آلن وایي: ”  که ته په ژوند کي پرېکړه و نه کړې، نو ژوند به ستا په اړه پرېکړه وکړي“ 


D د Dream له پاره یعني”خوب او هیله “: هیلو ته مو د حقیقت جامې ور واغوندئ؛ ناممکنه خوبونو ته مو حقیقي بڼه ورکړئ. تاسي ئې کولای سئ. هغه خلک چي ستاسي خوبونه او ارمانونه له منځه وړي، غوږ مه ورته نیسئ. که تاسو دا فکر کوئ، چي د خوبونو رښتیا کېدل ممکن نه دي، نو له داسي چا و پوښتئ، چي د هغوی خوبونه په حقیقت بدل سوي وي. دوی به تاسو ته وښيي، چي خوبونه څنګه حقیقي بڼه غوره کوي.


E د Enthusiasm له پاره یعني”لیوالتیا او ذوق“: لیوالتیا درلودل خورا لویه خبره ده. لیوالتیا ساري او خپرېدونکې ده، هغو خلکو باندي چي ته کار ورسره کوې، هم اغېز کوي؛ د خوشحاله او ښه کار کولو چاپېریال جوړ کړه. که ته د یو کار د کولو لیوالتیا نه لرې، نو هغه پرېږده، د کوم بل کار په هکله فکر وکړه. ژوند دونه نه دئ، چي موږ دي د خپل ذوق خلاف کارونه پکښي وکړو.


F د Failure له پاره یعني”ناکامي“: ناکامي لنډمهاله ده، په ناکامي شرمېدل نه دي په کار. په نړۍ کي ستري کامیابۍ د خطرناکو ناکامیو زېږنده ده. هر څوک د مبارزې، ناکامیو او حقیقي شېبو سره مخ کېږي. د خپلو ناکامیو زده کوونکی جوړ سه. شرم په ناکامي کي نه دئ؛ شرم په کوښښ نه کولو کي دئ.


G د Give له پاره یعني” ورکړه “: طمع کونکی او اخیستونکی مه جوړېږه، ورکونکی سه. د نورو خلکو ژوند بدل کړه؛ ستاینه ئې وکړه، یو څه ښه  او کومک ورسره وکړه. که تاسو ساده او لږ څه ورکړئ، نو له خلکو به ډېر څه ووینئ. دا امتحان کړئ او بیا ئې د ځان له پاره وګورئ. 
H د Happy له پاره یعني” خوشحاله “: که هر سهار په داسي حال کي له خوبه راپورته سې، چي له ځان، اړیکو او دندي څخه خوشحاله يې، نو دا غوره ژوند دئ. 


پوهېږم، دا اسانه نه ده؛ هر وخت داسي یو څه یا ستونزه وي، چي موږ تنګوي. ابراهم لینکلن وایي: ”څومره چي خلک فکر کوي، خلک په اصل کي تر هغه ډېر خوشحاله دي. شکایت مه کوئ؛ ستونزي مو له ذهن څخه و باسئ. دماغ مو خوشحالۍ ته جوړ کړئ.“


I   د Invest له پاره یعني” پانګه اچونه “: اوس لا پر خپل راتلونکي باندي پانګه اچونه وکړه. ځکه په ژوند کي د پیسو ګټل په دې معنی نه دي، چي ټولي دي بیرته مصرف سي. د هغه میلیونونو خلکو څخه ئې زده کړه، چي اوس دا ارامان کوي، چي کشکي ئې خپلي پیسې د بې ځایه مصرفولو پر ځای، په پانګه اچونه لګولي وای. تر ګټلو زیاتي مه مصرفوئ؛ لږ مصرف کړئ. له پورونو ځان خلاص کړئ او په ځان پانګونه وکړئ.
J د Joyfulness له پاره یعني” ښادي او خوښي “: خوښي و مومه او هر هغه کار چي ته کوې، هغه کي موخه ولټوه. د داسي خوښۍ په لټه سه، چي نور خلک هم په خوشحاله کړې؛ خپله ورځ دي د نورو خلکو د ورځي په جوړولو او خوشحاله کولو جوړه کړه.


تر ځان کښته خلکو؛ موټروان، څارونکي او کاریګر ته د هغه په نوم ور ږغ کړه او د هغوی د ورځي او حالاتو پوښتنه وکړه. له هغوی څخه د هغوی جواب واوره. همداسي له نورو خلکو سره اړیکه کي اوسه؛ په داسي کولو سره غوره احساس وکړه او له ژونده خوند واخله.


K د Knowledge له پاره یعني” پوهه “: کېدای سي تاسو خپل مروج او رسمي تعلیم بشپړ کړی وي، خو بیا هم کېدای سي ځیني مهم درسونه لا تر اوسه پاته وي. د ژوند تر پایه زده کوونکی پاته سه؛ د ژوند د چارو زده کونکی پاته سه. ما کلونه وړاندي اورېدلي: ”څومره چي ستا پوهه ډېریږي، هغونه به ته په دې پوهېږې، چي نه پوهېږم.“ زده کړه وکړه او د زده کولو موقع هیڅکله له لاسه مه ورکوه. 


L د Listen له پاره یعني” غوږنیول “: د دوو غوږونو او یوې خولې په درلودلو کي یو راز پټ دئ؛ تناسب وکاروه. غوږنیول تر اورېدلو غوره دي. ته باید د خلکو له خبرو څخه یو څه واخلې؛ په ښه پاملرني سره غوږ ونیسه.


 M د Mistake له پاره یعني” تېروتنه “: تېروتني وکړه؛ ډېري نوي تېروتني وکړه. دا د زده کړي ښه لار ده. بېرېږه مه – هر څوک تېروتني کوي. پرېږده! ستا تېروتني تا خواشینی کړي، یو څه وخت خواشینی سه، خو دا مه هېروه، چي تا د دې تېروتني څخه څه زده کړي دي. بیا ځان اماده کړه او کوښښ وکړه، چي بیا دا تېروتنه در څخه تکرار نه سي. 


N د No له پاره یعني”یا، نه“: دا زده کړه، چي” نه، یا“څنګه ووایې. و ډېرو کارو  ته ” نه “ ووایه، و خطرناکه سلوک ته ” نه “، و بدو عادتونو ته ” نه“ ووایه او د زهرجنو خلکو و مجلسونو ته ” نه “ ووایه. په دې پوه سه، چي کله او چاته ” نه “ ووایې.


O د Opportunity له پاره یعني” موقع “: موقع او فرصت ځیني وخت دروازه ډېره اهسته ټکوي. که تاسو غوږ ونیسئ، نو تاسو به واورئ، چي موقع ستاسو دروازه کله ټکوي. و هغو ټولو شیانو ته پام وکړئ، چي تاسو ئې اوری او وینی. خطر پر غاړه واخلئ، موقع په لاس راوړئ  او خپل قسمت جوړ کړئ.


P د Patience له پاره یعني” زغم و صبر“: هر څه وخت ته اړتیا لري، ستاسو مسلک په یوه ورځ نه سي جوړېدای. هر څوک یو څه له یوځایه شروع کوي. رښتیا هم اوس د دې منل سخت دي، خو که تاسو د مسلک جوړولو له پاره کار وکړی، نو هم به خوند ځني واخلی او هم به د خپلو کارونو ستاینه وکړئ. زغم وکړئ، په ژوند کي ډېر ښه پېښېدونکي دي.


Q د Quality له پاره” کیفیت “: هر څه چي ته کوې، کیفیت ورکړه. ځانګړي اړیکي ولره، ځانګړي کالي واغونده، ځانګړي خواړه وخوره، ځانګړی کار وکړه او ځانګړی فکر وکړه. دا یاد وساته، ډېروالی مه غواړه؛ کیفیت او ځانګړنه وغواړه. یو ځانګړی ژوند وکړه. 


R د Reputation له پاره یعني” اعتبار“: ستا د پاته ټول ژوند دایمي ریکارډ او پېژندنه، همدا اوس شروع کېږي. فکر وکړه، ته غواړې په خپل مسلکي او شخصي ژوند کي په څه شي مشهور سې. اوازه اچونکی؟ غیبت کونکی؟ یا داسي یو څوک، چي پر نورو خلکو پښه ږدي او خپلو غوښتنو ته ځان رسول غواړي؟ خپل اعتبار داسي وګڼه لکه ستا سیوری چي وي، ځکه هغه هر وخت له تا سره دئ. داسي اعتبار او حیثیت جوړ کړه، چي پاته ژوند ښه ورسره تېر کړې.


S د Success له پاره یعني” بریا “: بریا ستا په اوسني لقب، دنده، پیسو ګټلو، شتمنی او ملکیت نه اندازه کېږي. بریالیتوب هغه څه دئ، چي تاسو ئې د خپل ژوند څخه جوړوی. 


که ته ځان له نورو سره پرتله کوې، نو هر وخت به د کمۍ او ناکامۍ احساس کوې. خپل ځان د خپلو موخو او غوښتنو سره پرتله کړه؛ ته په ژوند کي د بریالي کېدو له پاره هر څه لرې.


T د Thankful له پاره یعني” ممنون “: شاکره او ممنون اوسه. د دندي په کېسه کي مه کېږه، بس ښه کار وکړه. کار او د کار وخت دي وستایه. هره دنده تر تاسو کمه ده. هره قانوني دنده عزت او ښه والی دئ او کېدای سي تاسو په یوه میاشت کي دومره تنخوا تر لاسه کوی، چي د نړۍ په نورو برخو کي ئې خلک په کال هم نه ترلاسه کوي. د روغ صحت، کورنۍ او نورو ښیګڼو څخه ممنون سه.


U د Understanding people له پاره یعني” د خلکو پېژندل “: پوه سه، خلک اړین دي؛ ټول خلک اړین دي. هغه خلک تل یاد وساته، چي ستاسره ئې مرسته کړې ده. همېشه د نورو خلکو مرسته وکړه. د خلکو حالت او موقف ته مه ګوره، له ټولو سره په احترام مخ سه. 


V د Value له پاره یعني” ارزښت “: د ځان ارزښت وپېژنه؛ په دې پوه سه، چي په ژوند کي څه اړین دي او کوم شیان، چي تاته ارزښت لري تر هغو مه تېرېږه. داسي دريځ غوره کړه، چي ته باور په لرې. که دریځ و نه لرې، نو په هر څه کي به ماته و خورې.


W د Willing له پاره یعني” چمتو “: تر ناوخته پاته کېدو وختي کار ته راسه، کله کله د غرمې ډوډۍ ته هم مه وځه او ټول هغه کارونه وکړه، چي ستا د دندي په سرته رسولو کي مرسته درسره کوي.


X د “X”traordinary له پاره یعني”فوق العاده“: کله کله کارونه بغیر له کوم لامل څخه رامنځ ته کېږي؛ بغیر له کوم خبر او وضاحت څخه. دومره هم په ځان مه مغروره کېږه، چي ځان پر هر څه قادر او توانا درته ښکاره سي. دومره تکړه نه یې. کله کله ته داسي فکر کوې، چي نړۍ ستا په لاسو کي ده، مګر ناببره یو بد څه پېښ سي، بیا نو ته پوه سې، چي له ما سره هیڅ هم نسته. خپل ژوند وکړه، خپل هدف پسې ولاړ سه، خو هيڅ کله روغتیا، کورنۍ، هیواد، دنده او نور څه له لاسه مه ورکوه. 


Y د You له پاره یعني” ته “: ته ښه او کافي یې. هغه خلک چي تر تا پورته او ستر دي، هغوی ته مه ګوره؛ له هغو خلکو سره مرسته وکړه، چي تر تاسو کم دي. کوم څه چي تر لاسه نه کړې، نو مه خوابدی کېږه؛ کوم څه چي دي تر لاسه کړي، په هغه خوشحاله سه. ژوند په افسوس او کاشکي-کاشکي مه تېروه. ښه او روښانه راتلونکی پلان کړه. 


Z د Zoom له پاره یعني” چټک پرمختګ “: اماده سه، د ژوند له سفر څخه خوند واخله. اوس ستا ژوند ستا په مخ کي د اوږدې-پراخي لاري په څېر پروت دئ؛ خپلي موخي ته تللې لار تعقیب کړه.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته