لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم اسلام ویب پاڼه
د ژوند په اړه غوره خبري
• د هغه څه لپاره د لوی څښتن شکر اداکړی، چي درکړي ئې دي.
• د سترو – سترو خوښیو پر ځای چي لاسرسی مو نه ورته کيږي، له کوچنیو خوښیو خوند واخلئ.
• سخت او مقید مه جوړېږئ، ځکه چي سختي ستاسي او نورو شاوخوا خلکو لپاره ژوند ستونزمن کوي.
• خپل ژوند د مادي شیانو په راټولولو مه لګوئ؛ تاسي نه پوهیږئ چي تاسي به څومره ژوند کوئ؛ د هغه فرصت څخه ګټه پورته کړئ چي لری ئې.
• په ځان باور ولرئ، ځکه دا باور کولای سي تاسي د نه منلو وړ لوړوالی ته ورسوي.
• خپل ځان، کورنۍ او د شاوخوا خلکو ته مو بخښنه وکړئ.
• ځان له هیچا سره مه پرتله کوئ؛ ځکه پرتله کول مو له خپل ژوند څخه ناراضه کوي.
• خپل ځان ته د هغه څه د ماتم فرصت مه ورکوی، چي له لاسه مو ورکړي.
• تل مثبت فکر ولرئ، ځکه مثبت فکر لروونکی کولای سي هرڅه سمبال کړي.
• د نوو کسانو سره دلیدلو او د نوو شیانو د لیدلو لیوالتیا ولرئ، ځکه چي پوهه او علم، هنر او ادب او ... ورڅخه زده کولای سي.
• هوسا اوسئ او له ژوند څخه خوند واخلئ. د هغو شیانو په اړه اندیښنه مه کوئ چي تراوسه ندي پیښ سوي.
• په هر ډګر کي د زده کړو لپاره لیواله اوسئ؛ ځکه لیوالتیا ژوند په زړه پوري او خوشحاله کوي.