نبوي سیرت (۷۵ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ښځو سره د قریشو ظلمونه او د ابوبکر رضی الله عنه د مظلومانو سره مرسته
بل هغه څوک چي ډير عذاب ورکول سوى دى: زِنِيره رضی الله عنها ده، دومره عذاب ورکول سو چي د سترګو ديد يې د لاسه ورکړی (يعني ړنده سوه) کفارو به ويل: لات او عُزْى ړنده کړه، څرنګه چي دې لات او عزْى پرېښوول او دا د هغو څخه منکره سوه عبادت يې نه کوي نو هغو ړنده کړه، مګر الله جل جلاله د دې د سترګو ليدل بيرته ورکړه، سترګي يې بينا سوې، چي دا هم يوه الْهي معجزه وه او کفار و شرمول سوه.
بل هغه څوک چي ډير عذابونه ورکول سوي دي يوه ښځه وه چي نوم يې نَهدِيه ؤ او يوه لور هم ور سره وه، دوى دواړو ايمان راوړى او د دوى مالِکه چي يوه ښځه وه و دوى ته عذابونه ورکول، ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه ورغلى ويل ولي عذاب ورکوې؟ ښځي ويل: والله دوى بل چا د لاري نه دي ايستلي بېله تا، قسم په الله هيڅکله به يې پرې نه ږدم، ابوبکر رضی الله عنه ويل: قسم مه يادوه، ښځي ويل: نو يې را څخه را نيسه، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه هم دواړي رانيولې او آزادي يې کړې او په مسلمانانو کي دغه طريقه شروع سوه چي قوي او غني مسلمانانو به مسلمان مريان او مسلماني مينځياني د هغو د مالکانو څخه رانيول او بيا به يې آزادول، خاصتاً د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه دغه کار سو، هر چيري چي به يې ضعيفه او مظلوم مسلمان مريئ يا مسلمانه مينځه وليدل هغه به يې رانيول او آزاد به يې کړه، څو چه اوه يا اته نفره يې آزاد کړل، د ابوبکر رضی الله عنه پلار ابوقحافه چي نوم يې عثمان ؤ ورته و ويل: زويه! ته پر دغه دين يې او مريان آزادوې، که قوي نفر آزاد کړې مرسته به دي وکړي، د ضعيفه د آزادولو څخه به څه فايده واخلې، دئ په خپله ضعيفه دى تا ته فايده نه سي در رسولاى، حضرتِ ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه ورته و ويل: پلاره! زه دوى د دې د پاره نه آزادوم چي زما مرسته وکړي، بلکه زه يې د الله جل جلاله د پاره آزادوم.
نو د حضرتِ ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه په باره کي د سورة الليل دغه آياتونه نازل سوه چي رب عزوجل فرمايي:
(الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّىٰ)
يعني: هغه څوک چي خپل مال د دې د پاره ورکوي او مصرفوي چي پاک سي،
(وَمَا لأَحَدٍ عِنْدَهُ مِنْ نِعْمَةٍ تُجْزَى)
او د ده سره يا پر ده باندي د هيچا هيڅ نعمت او هيڅ احسان نه وي چي دئ د هغه بدله او عوض ور کوي،
(إِلاَّ ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الأَعْلَى)
بېله د خپل لوړ او اعلْى رب د رضاء غوښتلو څخه بل مقصد نه لري، دغه د ده ورکړه فقط د خپل لوړ او لوى رب د رضاء د پاره وي،
(وَلَسَوْفَ يَرْضَى) او ژر ده چي خامخا به دئ د الله جل جلاله د طرفه راضي سي.
دغه آياتونه د حضرتِ ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه په باره کي نازل سوي دي، دا چي ده دغه ضعيفه مينځي او مريان فقط د هغو د ضعف او مظلوميت په سبب د الله جل جلاله د رضاء د پاره آزادول او خپل يې هيڅ مقصد او غرض نه درلودى، نو الله جل جلاله فرمايي: ډير ژر به دئ د الله جل جلاله د طرفه په جنت او د الله جل جلاله په لقاء راضي سي، خو د آياتو مضمون عام دى که نن ورځ هم يو څوک بيله خپل شخصي مقصده د الله جل جلاله د رضاء د پاره خپل مال د خير په کارو کي مصرفوي، هغه دي مطمئن اوسي چي الله جل جلاله خامخا هغه په جنت سره راضي کوي (وَلَسَوْفَ يَرْضَى) د دغه نيک عمل په مقابل کي چي دئ يې خاص د الله جل جلاله د رضاء د پاره کوي او د هغه تر شا يې خپله فايده نه وي سنجولې، الله جل جلاله به يې په آخرت کي راضي کړي.
وروڼو! د زړو مالک الله دى او د انسان د زړه په هر حال خبر دى، موږ بايد په خپلو عملو کي د صدق او اخلاص څخه کار واخلو، د دين په کارو کي بايد دنيوي ګټي او فايدې، رياء او ځان ښکاره کول په نظر کي و نه نيسو، دا د دې د پاره چي هغه ښه عمل مو ضائع او عبث نه سي، د خير هر کار مو بايد د الله جل جلاله د پاره وي، نه د نامه، سیالیو او ځان ښکاره کولو د پاره.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند