ژباړونکی : محمد اسماعیل "مخلص" /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اشرف علي تهانوی رحمه الله فرمايلي دي، چي کله الله جل جلاله شیطان د الهي دربارڅخه وشړي، نو شیطان قسم وکړ چی یاالله! جل جلاله تا خو زه دخپلي درګاه څخه وشړلم، زه به انسان ته د هغه دخطا ایستلو دپاره د راسته طرفه راځم دچپه طرفه به راځم، د مخ او شا څخه به راځم ، شیطان دا څلور طرفونه یادکړل، لاکن دوه طرفونه ئې هېر کړل، چي هغه یو لاندي طرف دی بل لوړ طرف دی، نو ددې دا مطلب سو چي لوړ او لاندي طرفونه دشیطان د پنجې څخه محفوظ دي.