رالېږونکې خورکۍ: ت، حمیدي
عاقبت به یې سیلاب د اوښکو یوسي
چي خواران او غـریبان چا ژړولي
نن سبـا به د اقبال له نیلي کوز شـي
چا چي سـتړي او ستومانه زغلولي
زمانــه به یې د نورو خنــــدنی کــا
چي یې هر وخت په خوارانو دي خندلي
شنه چمن کي به په گلو خزان راشي
بلبلان یې چي په بـاغ کـــي کــرولي