تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بریلویانو وړوکی انځور
 
  July 27, 2016
  0

  د حنفي مذهب لنډه پېژندنه ، د وهابيت ،سلفيت او بريلويت وړوکی انځور، د حق په مقابل کي شيطاني تکـتيک او د تعليم الاسلام راډيو د دعوت تګلاره.

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
خپروونکي اداره : تعليم الاسلام راډيو 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دریم فصل

د بریلویانو وړوکی انځور

په اوسني مهال کي د بریلویانو د زیاد اکثریت اعمال او عقاید د بریلویت حقیقت په درو ټکو کي انځوروي :

بریلویت د دیانت په نامه بې دیني
د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  سره د محبت په نامه جفا
د زهد او تقوا په نامه دنیا پرستي او نفس پرستي ده

بریلویت د دیانت په نامه بې دیني ده : 

ځکه هغه دیانت معتبر دی چي الله  جل جلاله په قران کي بیان کړی دی، او رسول اکرم   صلی الله علیه وسلم  په خپلو نبوي سنتو کي تشریح او واضح کړی دی، او صحابه کرامو ، تابعینو او تبع تابعینو رضي الله عنهم د قران او نبوي احادیثو څخه په سلیمو عقلونو او تیزو ذهنونو فهمولی دی، په لنډ ډول ویلای سو چي د اسلام د سپېڅلي دین اساس او استناد په عقیده، عمل او اخلاقو کي إلهي وحي او صحیح فهم ته دی او هر هغه عمل او عقیده چي استناد یې اسماني وحیو او د وحیو و صحیح فهم ته نه وي، بلکي د ناپوهي، نفسي غوښتونو او د اسلام دښمني پر بنسټ یې یو کس د خپله ځانه په دین کي را پیدا کوي هغه ته بدعت وایي، د بریلویانو عقیدې اوعملونه که په علمي ډول په ځیر مطالعه کړل سي نو بې شمیره بدعتونه به یې ورته ثابت سي، دغه ډول د هغوی د حالاتو څخه دا هم څرګندیږي چي په څونه اندازه چي دوی د خپلو بدعتونو څخه دفاع کوي، او یا یې هم د رواج لپاره هلي ځلي کوي په هغونه اندازه د نبوي سنتو څخه دفاع او د خپرولو لپاره یې هلي ځلي نه کوي، دا ځکه لکه څنګه چي د لمر وړانګې د شپې تیاره له منځه وړي، دغه ډول نبوي سنت بدعت له منځه وړي نو په همدې اساس ویلای سو چي بریلویت د دیانت په نامه بې دیني ده .

بریلویت د نبي کريم  سره د محبت په نامه جفا ده : 

محبت ځان ته طريقه او معیار لري، یهودانو او مسیحيانو هسي په خوله د الله جل جلاله  د محبت دعوه کوله خو د الله جل جلاله  پر رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  يې ایمان نه درلود، او نه یې د هغه په طریقه د الله جل جلاله  عبادت کاوه نو الله  جل جلاله د هغوی دا تش د خولې دعوه رد کړه:

 قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ (آل عمران:۳۱).
 ژباړه : ووایه ! که تاسو د الله جل جلاله  سره محبت لری نو زما متابعت وکړی الله جل جلاله  به تاسو محبوب وګرځوي او ګناهونه به مو در ته وبخښي، او الله جل جلاله  زیات بخښونکی او ډېر مهربان دی.

دا آیت کریمه د دې شاهد دی چي د الله  جل جلاله سره د محبت کولو طریقه او معیار د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  اتباع او پیروي ده، همدغه ډول د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  سره د ميني او محبت معیار هم د نبوي سنتو متابعت دی، ځکه نو کوم کسان چي نبوي سنت پایمالوي او پر ځای یې بدعتونه رواجوي، هغوی هيڅکله هم د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  په محبت کي رښتيني ګڼل کېدلای نسي .

عیسویان که څه هم ځانونه د عیسی علیه السلام پیروان ګڼي او د هغه سره د زیاتي مېني او محبت دعوه کوونکي دي، خو هر مسلمان ته معلومه ده چي هغوی په حقیقت کي د عیسی علیه السلام دښمنان دي، دا ځکه چي هغوی د عیسی علیه السلام په حق کي افراط کوي. حضرت عیسی علیه السلام د مریمي زوی دی او د زېږد څخه وروسته یې خپل قوم ته لومړنۍ وینا دا وه:

 إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا (مریم:۳۰ ). 
ژباړه : زه د الله جل جلاله  بنده یم ما ته یې کتاب راکړی او نبي یې ګرځولی یم.

یعني کتاب او نبوت راکوي خو مسیحيان د هغه لپاره د بند ګۍ او رسالت مقام ټیټ ګڼي په خپل باطل محبت هغه ته د الله جل جلاله  زوی وایي، او د الله جل جلاله  د بند ګۍ او رسالت د مقام څخه یې الوهیت ته لوړوي هغه ته ‌إلْـــه وایي، دغه ډول په بریلویانو کي هم یو شمېر افراطي کسان سته، چي هغوی نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  ته د الله د بند ګۍ او د رسالت سپېڅلی مقام لــــږ ګڼي، او پخپل باطل ګمان هغه ته یو شمېر داسي صفات ثابتوي، چي هغه بیله الله سبحانه و تعالی څخه بل چا ته نسي ثابتېدلای او د اولیاء الله رحمهم الله په حق کي هم یو شمېر افراطي عقیدې لري ، ځکه نو ویلای سو چي بریلویت په مجموع کي د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  سره د محبت په نامه جفا ده .

بریلویت د زهد او تقوا په نامه دنیا پرستي او نفس پرستي ده :
دیني پوهه امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله په معرفة النفس ما لها و ما علیها تعریف کړې ده، یعني دیني پوهه د هر هغه شی پېژندني ته وایي چي په دیني لحاظ انسان ته ګټمن یا تاواني وي، د دیني پوهي مصدر قران او نبوي احادیث دي، خو په تعلیمي او تربیوي ډګر کي علماء کرامو دیني پوهه پر درو بخشونو ویشلې ده:

(۱) عقاید (۲) اعمال (۳) اخلاق

 او د هر بخش قراني او نبوي دلایل او تفصیلي معلومات یې په ځانګړو کتابونو کي بیان کړي دي، د دیني پوهي هغه بخش چي په هغه کي صحیح عقیده او د صحیح عقیدې د حقانیت دلایل او باطلي عقیدې او د هغو د رد او بطلان دلایل بیانیږي، هغه ته علم العقاید یا علم الکلام یا اصول الدین وایي، او د دیني پوهي هغه بخش چي په هغه کي ژبني ، بدني او مالي عبادتونه او د عباداتو او معاملاتو د صحت او فساد او جایز او ناجایز او نور شرعي عملي احکام بیانیږي، هغه ته علم الفقه وایي او په کوم بخش کي چي ښه او بد سلوک او اخلاق بیانیږي، هغه ته علم السلوک یا علم الاخلاق وایي، په لنډ ډول ویلای سو چي په علم العقاید د عقیدې اصلاح، په علم الفقه د ظاهري اعمالو اصلاح او په علم السلوک د زړه اصلاح یعني د نفس تزکیه راځي.

نو په همدې اساس تصوفو ته د ښه سلوک او د ښو اخلاقو د خپلولو عملي تربیت ویلای سو، ځکه چي د تصوفو په مدرسه یا خانقا کي مرشد په خپلو اصلاحي بیانونو، سپیڅلي صورت او نیک سیرت مریدان:

د نفس د بندګۍ څخه د الله جل جلاله  و عبادت ته رابولي،
د الله سبحانه و تعالـْی د عظمت او کبریایي په بیانولو یې په زړونو کي د الله جل جلاله  خوف او بیره ور پیدا کوي،
د الله جل جلاله  د نعمتونو په ور یادولو یې شکر ته هڅوي،
د الله جل جلاله  د ستر قدرت په بیانولو یې پر الله جل جلاله  باندي توکل ته ترغیبوي ،
د الله جل جلاله  د قضاء او قدر په وړاندي یې سر ټیټولو او په مصیبت او ستړیاوو کي یې صبر ته تشویقوي ،
د مرګ او آخرت په یاد او فکر یې د ژر فنا کېدونکې دنیا د ښکلا څخه شوق او رغبت کموي،
د اخلاص په لرلو یې د ریا او سمعې څخه راګرځوي،
د تواضع په اوبو یې د کبر او غرور اور ور وژني او داسي نور ... 

خو د بریلویت په خانقاوو کي هر څه د دې خلاف دي هلته د فرعوني دربار په شان د رب العالمین جل جلاله  سره په ښکاره ډول مقابله کیږي، د دینه ناخبره مرشد یې مریدانو ته د الله جل جلاله  د عظمت ، کبريایي او قدرتونو پر ځای د خپل ځان لویي او قدرت بیانوي او د فرعون په شان ځان ته انا ربکم الاعلی وایي، نو مریدان یې ځکه په سجده ورته لویږي، او په غیاب کي پداسي مشکلاتو کي کومک ځني غواړي کوم چي د بنده ګانو د وس څخه وتلي وي، او آن تر دې چي کله ځیني جاهلان مریدانو ته لمونځ او روژه هم معافوي او داسي نور ... خو دا هر څه خرافات او بې دیني د خبیثي دنیا ، د نفس د چاغښت او عزت د پاره کیږي، نو ځکه وایو چي بریلویت د زهد او تقوا په نامه دنیا پرستي او نفس پرستي ده .

ماخذ: طلايي لړۍ، حنفي او غیر حنفي
لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
---------------------------------------------------------------
مخکنۍ لیکني:
د حنفي مذهب پېژندنه
د وهابیت او سلفیت وړوکی انځور
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته