لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسان فقهي اصطلاحات
(دوهمه برخه)
(ب)
بائن: بائن طلاق هغه طلاق ته ویل کېږی چي دعدې په منځ کي درجوع ځای نه وی لکه په کنایي الفاظو سره طلاقه سوی ښځه.
باطل: کوم کار چي دسره مشروع نه وی شرعا بې اعتباره وی او هیڅ حکم نه افاده کوی لکه دمحرم سره نکاح کول یا آزاد سړی خرڅول.
بدعت: په دین کي یو داسي کاره اضافه کول چي دنبي کریم صلي الله علیه وسلم، صحابوو کرامو او تابعینو په زمانه کي هیڅ اصل ونه لری لکه قبرپرستي ، پر قبرونو باندي نذر ونیاز ایښودل او پر قبرونو باندي څادر غوړول.
بسملة: دا لفظ د بسم الله الرحمن الرحیم جعلي مصدر دئ.
بیع: د دوو اړخو په رضا یو شي رانیول او خرڅول.
بینة: حجت او دلیل، شاهدي.
www.taleemulislam.net