تياره افق او لمريني وړانګي
لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ته که نن دلته هرڅومره ښکلي سندري و بولې، د دې وخت په زړونو کي ځاى نه نسي او نه د غوږونو په پردو کي ورته ځاى ورکوي.
دوى ستا سندرو ته د شک په سترګه ګوري. له دې امله ستا په ملګرتيا هم باور نه کوي. دوى د نن ورځي خلک دي. د دوى فکر د پرون او سبا سره کومه اړيکه نه لري. ماضي او مستقبل ورته بې معنى ښکاري. دوى خپلي ټولي اړيکي او غوښتني د نن سره تړي.
نن د ژوند پيل او پاى بولي. دوى وايي: پرون تېرسوى دى. تېرسوى ساعت بيا نه راګرځي.
تېر ساعت په مثال مړى د لحد دى
مړى چادى ژوندى کړى په ژړا
په توى سوو شيدو پسي ژړا مه کوئ او د سبا له پاره بيا وايي: د نن کار سبا ته مه پرېږدئ. سبا هغه تصور دئ، چي حقيقت نه لري. مګر ته که څه هم له دوى سره د نن په غېږه کي لوبي کوې. د نن ورځي له غوړېدلي سترخانه خواړه خورې؛ خوبيا هم نن د ژوند پيل او پاى نه ګڼې. پرون د نن، نن د سبا مور ګڼې. ته وايې:زه پرون وزېږېدم. نن ژوند کوم. سبا مرم او يا وايي: پرون مي ورسره ډېرڅه ومنل. نن يې په عمل بوخت يم او سبايې حساب ورکوم. ته غواړې چي له تا سره نور هم دغه حقيقت و مني له هغه تياره افق څخه راووزي چيري، چي نن هلته دوي ستړي او لا لهانده ګرځي. د هغه لمرينو وړانګو په لټه کي سي کومي چي له دوى څخه څوګامه وړاندي خورې دي او د دوى خمير يې اغښلى دئ.
www.taleemulislam.net