تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مدرسه او مکتب څنګه سره يو ځای سول؟/ وروستۍ برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 19, 2024
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مدرسه او مکتب څنګه سره يو ځای سول؟
(څلرمه برخه )


په غونډه کي وروستۍ پريکړي داوسوې:


۱) دواړه مرکزونه به د صحابه وو په نومونو سره نومول کيږي.


۲) د ذکورو مدرسې (ښوونځي)  مهتمم د مدرسې له استادانو څخه سو او ناظم ئې د متقاعد معلم صاحب مشر زوی چي د ښوونځي استاد وو تعين سو. د ښځينه وو ښوونځي (مدرسې ) مهتممه او ناظمه د ښځينه وو استادانو څخه وټاکل سوې او پرېکړه دا وسوه، چي د ښځينه وو په مدرسه کي به ټول مضامين د ښځينه وو استادانو لخوا تدريسيږي. د اړتيا پر وخت به د رسمي مکتوبونو په ذريعه د همکاريو او استهداوو غوښتني کيږي.


۳) د غونډي ټول جريان او راپور به د برکلي اولسوالۍ د معارف آمريت او د ولايت د معارف رياست ته ليږل کيږي، تر څو د دوی پرېکړو ته درناوی سوی وي او په رسمياتو کي همکاري اسانه وي.


۴) راتلونکې چهارشنبه دواړه علمي مرکزونه پداسي حال کي افتتاح کيږي، چي په مجلس کي د ټاکل سوي هيئت لخوا به لوحې جوړي او نصب سوي وي او د اولسوالۍ د مسئولينو تر څنګ به د ولايت مسئولين هم په افتتاحيه مراسمو کي ګډون کوي.


۵) د نصاب کمېټه به د مدرسې په تعمير کي په يوه مخصوص او مجهز اطاق کي خپل کار پيلوي او د دوو هفتو په جريان کي به د مفرداتو لست او جدولونه اداري غونډي ته راوړي، ترڅو نهايي سي او د رسمي مکتوب له لاري د اولسوالۍ او معارف رياست سره شريک سي.


غونډه د دعائيې په ويلو سره پای ته ورسيده او تر غونډي وروسته د برکلي د مشرانو لخوا د غونډي دګډونوالو استادانو او مسئولينو اکرام وسو او تر غذا او ميوو نوشجان کولو وروسته، ټول پدې طمع رخصت سول، چي په چهارشنبه د افتتاح په مراسمو کي سره ويني.


د يادوني وړ ده، چي د بر کلي دغه نوښت د اولسوالۍ، ولايت او حتی ټول هيواد د ويښو علمي اشخاصو له هرکلي سره مخ سو. 


د معارف وزارت ته د بر کلي د نوښت او پريکړو مکتوب ورسيد او وزير صاحب د  وزيرانو شورا په غونډه کي د بر کلي موضوع ياده کړه. د وزيرانو شورا دا نوښت وستايه او د بر کلي لپاره ئې د يوې پراخي مسجد جامع او يو مجهز تفريحي پارک حکم وکړ او بله دا چي د وزيرانو شورا پر دې باندي بحث وکړ، چي د عالي تحصيلاتو وزارت او معارف وزارت هم بايد مدغم سي، تر څو تشکيلاتي تورم له منځه ولاړ سي او بله دا چي د يادو وزارتونو تر منځ د ممکن يا احتمالي تقابلي چلند مخنيوی به سوی وي او بله دا چي په دغو وزارتونو کي پاشلي استعدادونه به په يوه وزارت کي سره مسنجم سي.


د بر کلي کړاوونه دداسي يوه نوښت سبب سول، چي اوس يوازي بر کلی نه، بلکي د هغه هيواد هر کلی په ديني او عصري علومو سمبال نارينه او ښځينه ځوانان لري. نه په ديني علومو کي څوک سيالي ورسره کولای سي او نه هم په عصري علومو کي څوک د هغوی سيالۍ ته راوځي. له تاجر، ډاکټر، انجنير او متشبث څخه نيولې، تر پوليس، دکاندار او کارګره پوري ټول په ديني او عصري علومو سمبال دي او خپلي چاري د اسلامي شريعت مطابق د عصري وسائلو په ذريعه په مسلکي او تخنیکي ډول مخته وړي. هلته اوس د اداري ثبات تر څنګ سياسي، اقتصادي، اجتماعي، علمي، فاميلي او نظامي ثبات سته او هر څوک په آرامه خپل ژوند کوي، هيڅوک هم د هيڅ خطر څخه وهم نلري، د زراعت او صنعت داسي توليدات لري، چي د سيميزو هيوادونو تر څنګ پرمختللو او مخ پر وده هيوادونو ته هم صادريږي.


هغه هيواد ته د نوري نړۍ خلک د تحصيل، تحقيق، تخصص او سياحت لپاره ورتګ افتخار ګڼي.


د هغه هيواد خلکو د اسلام ښه نمايندګي وکړه، هر څوک چي د اسلام د کوم حکم په اړه اعتراض لري يا د ابهام سره مخ وي، نو هلته د ورتګ سره سم ئې سوالونه د حال يا قال په ژبه ځوابيږي.


نوټ: دا چي د افغان او مجاهد اولس د لسيزو قوي، منظمو، عظيمو او مسلسلو قربانيو په نتيجه کي له ګران هيواد څخه د نړيوال کفري او فرهنګي اشغال او نورو بدمرغيو ټغر ټول سو او هيوادوال د امن او خوښۍ په فضا کي د اسلامي نظام په سيوري او سلطه کي خپل ژوند کوي، نو ډير د خوښۍ ځای دی.


د نورو کوچنيو ستونزو تر څنګ د تعليم اړوند هم څه ستونزي سته، چي حل ئې د اولس او نظام شرعي مسئوليت او صلاحيت دی. 


د نورو مختلفو هڅو په سلسله کي مي دغه طنزيه سناريو هم وليکله، تر څو د ستونزي حل او هواري ته زمينه مساعده سي او موږ هم له خپلو کړاوونو څخه داسي نتيجه ترلاسه کړو، چي موجودي ستونزي او کړاوونه مو حل او محو سي. د علمي شعبو اړوند داسي تصميمونه ونيسو، چي د علمي برخو تر څنګ د نورو برخو ترقۍ هم تر لاسه کړو؛ ځکه د ټولو بدمرغيو مور جهالت او سوء تفاهم او د ټولو نيکمرغيو مور علم او مفاهمه ده.


د ليکني پای: ۹/شوال/ ۱۴۴۵، مطابق ۳۰/حمل/۱۴۰۳، مطابق ۱۸/اپريل/ ۲۰۲۴ پنجشنبه.


د هيواد او اسلامي امت د ارتقاء په هيله 
پای

www.taleemulislam.net 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته