تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
انحصاري تجارت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 24, 2023
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


انحصاري تجارت؛

 سږکال انار زیات دي خو بازار يې نسته 


انار یوه ډېره مشهوره مېوه ده، په تېره بیا د کندهار انار د نړۍوال شهرت درلودونکي دي او ډېر ښه نوم لري.


د کندهاري انارو نړۍوال شهرت خو دا تقاضا لري، چي دغه مېوه باید په ډېره ښه طریقه سره نړۍوالو بازارونو ته وړاندي سي، په دې برخه کي د مختلفو هیوادونو توجه جذب سي او هر کال بېلابېلو هیوادونو ته د انارو صادرات ولرو، خو له بده مرغه زموږ د کندهاریو انارو اکثریت محصولات ګاونډي هیواد پاکستان ته صادریږي، بیا له هماغه ځایه پر دوهم لاس او د پاکستان په نامه نورو هیوادونو ته صادریږي. 


په کار خو دا ده، چي د کندهار د انارو له پاره د سیمي او نړۍ په هیوادونو کي منظم مارکېټونه موجود وای، ترڅو له دغه ارزښتناکي مېوې څخه افغان تجارانو، کروندګرو او بزګرانو ته ډېر عاید په لاس ورتلی، خو لاهم د دې ستونزي د حل له پاره لکه څنګه چي ښايي هماغسي څه نه دي ترسره سوي. 


د کندهار انار، انګور، انځر او ځیني نور محصولات د انحصاري تجارت قرباني دي، یعني د خرڅ یوازنی بازار يې پاکستان دئ، په داسي حال کي چي د دغه هیواد اقتصادي پالیسي او د افغان سوداګرو سره چال چلند يې په هیڅ صورت د باور وړ نه دئ. 

 

هر کال چي افغاني مېوې حاصل ته رسیږي، د پاکستاني حکومت د چارواکو له خوا په بېلابېلو پلمو افغاني سوداګرو ته ستونزي جوړیږي، ځیني وخت د افغاني محصولاتو پر مخ دروازه بندوي او کله بیا د ټیکس او نورو موضوعاتو په نوم ستونزي ایجادوي، چي هر کال د پاکستاني حکومت د دغه ناکام سیاست له امله ګڼ افغان سوداګر تاواني کیږي. 


سږکال د کندهار په انارو دغسي چم وسو، په پاکستان کي انار د تېرو کلونو په څېر بازار نه لري، هلته پاکستاني سوداګر يې یا نه غواړي او یا يې په ډېره کمه بیه رانیسي، چي تاوان يې افغاني سوداګرو ته متوجه دئ. 


د افغاني محصولاتو له پاره دي پر یوه هیواد تکیه نه کیږي، بلکي لا ډېر نړۍوالو بازارونه دي ورته پیدا کړل سي، ترڅو د دغسي ستونزي په وخت کي نوري بدیلي لاري موجودي وي. 


افغاني سوداګر دي د اسلامي امارت د اقتصادي معاونیت د مسئولینو سره د دغه ستونزي د حل له پاره په ګډه لاس په کار سي، ترڅو په آینده کي د دغه ډول ستونزو د تکرار مخه نیول سوې وي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته