تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ګرمي کي خپل ځان وساتئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 1, 2024
  0

لیکنه: محب الله ذاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په ګرمي کي خپل ځان وساتئ


اوس د ګرمۍ د حرارت درجه ۳۹/ ۴۰ / ۴۱ ده دا تر ۴۸ ډګري ځي مخته ورځو کي شاید زیاته ګرمي سي، نو په همدې خاطر یوڅه عرض کوم.
د انسان د جسم د حرارت درجه تر ۴۱ ډګري پوري ځان رسوي د مرګ پروخت تر ۹۰ فیصده پوري پورته کیږي؛(موسمي درجه حرارت نه د انسان د جسم حرارت درجه) په همدې خاطر د ډېر عمر لرونکي ډېر زیات خلک ددې شدیدي ګرمۍ څخه متاثره کیږي؛ نو بهتره داده چي انتهائي له احتیاط کار واخستل وسي.


احتیاط


غوښي، هګۍ، اچار، کوک، پېپسي ډیري ترخې مصالحې او داسي نورو ګرمو شیانو څخه اجتناب (پرهېز)  وسي.


تور، شین، سرې، جامي او تیزو رنګ لرونکو جامو اغستلو څخه ډډه وکړل سي.


د ډیري ګرمۍ پر وخت د سهار له ۱۱ بجو څخه بیا تر ۵ بجو پوري بېله ضرورته سفر مه کوئ.


مالګه لږ څه استعمالوئ.


تور رنګ چمپل او بند بوټونه لږ استعمالوئ.


خوراک


کډو، ټینډۍ، بېنډۍ، توری، محدبه (یو قسم سبزي ده لکه ژړ کډو په رنګ سپین دئ، مولۍ، بادرنګ، شیدې، کورني غوړي، شربت بزوري، تخم ملنګیان او د بادام شربت په مېوو کي هندواڼه، کیله، خوباڼي او خټکي استمعال کړئ.


سپین او  خام رنګونو لرونکي ټوکر کالي استمعال کړئ.


د کوره څخه د وتولو پر وخت ټوال ضرور له ځانه سره ولرئ که ممکن وي سر او غاړه په یوه ټوکر (دسمال) کي حتمي پټ کړئ او د عینکو استعمال هم وکړئ.


د خوږو ولنیو او هیلو قهوه (چای) د ګرمي ماتونکي دي د املي او الو بخارا شربت څښل د تندي شدت انتهائې کموي.


اوبه څومره اندازه چي وي وې څښی تر یخو اوبو د منګي اوبه استعمال کړی د تندی شدت کنترولوي. 


که ممکن وي څو واري په ورځ کي غسل کوئ.


هوا لرونکي چمپل په پښوکړی، چي د تور رنګ لرونکي نه وي.


درختي شنې کړی چي نه صرف موجوده ګرمي کمه کړي، بلکه په یخ کي د بادونه هم ماتوي . 


الله تعالی، دي پر موږ او تاسو خپل خاص رحمتونه نازل کړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته