تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که چیري قیامت کي ستاسو کړه وړه خلکو ته وښودل سي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 19, 2021
  0

که چیري قیامت کي ستاسو کړه، وړه خلکو ته وښودل سي؟ 


ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 حضرت ډاکټر عبدالحي عارفي رحمه الله فرمایي: که د قیامت په ورځ الله تعالی تاته ووایي، چي تا د دوزخ څخه ژغورم او جنت ته دي داخلوم، مګر په یوه شرط هغه دا چي تا په دنیا کي څه اعمال کړي وي هغه که نېک کړه، وړه وي که بد ستا مور و پلار، وروڼو، خویندو او ملګرو  ته ښکاره کوم، نو آیا دغه کس به دې شرط منلو ته غاړه کښېږدي؟ 


حضرت ډاکټر صاحب وویل: کېدای سي چي دغه کس د دوزخ اور غوره کړي او دا خوښ نه کړي چي دده د دنیايي ژوند کړه، وړه خلکو ته وښودل سي. 

 

نو ای انسانه! کله چي ته دا نه غواړې چي خپل هغه کړه، وړه چي دنیا کي دي کړي دي ستا خپلوانو او ملګرو ته وښودل سي، نو بیا څنګه د خپل لوی او مهربان څښتن عزوجل نافرماني کوې؟ 


هغه مهربان څښتن چي دنیا کي یې په ډول، ډول نعمتونو نازولې یې؛ بیا هم ته ترې سرغړونه  کوې؟ 


نو وروره او خوري! راځئ چي نور د الله تعالی د نافرمانۍ څخه لاس واخلو، د الله تعالی او د هغه د رسول حضرت محمد صلي الله علیه وسلم په ارشاداتو قدم واخلو. 


الله تعالی دي موږ او ټول امت مسلمه د خپلي نافرمانۍ څخه وساتي. 


آمین

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته