تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قران په ایتونو کي د والدینو ذکر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 5, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د قران په ایتونو کي د والدینو ذکر


الله تعالى د عظيم الشان قران په دولسو مبارکو ايتونو کي د مور او پلار د عزت، خدمت، درناوي او ادب کولو په هکله امر او لارښودني کړي دي.


د توحيد او عبادت سره يوځاى د موراوپلار سره د احسان کولو امر


الله تعالى د پاک قران په څلورو مبارکو  ايتونو  کي د خپل توحيد او عبادت د امر سره يو ځاى د مور او  پلار سره د احسان کولو امر هم فرمايلي دئ، چي د هغو د جملې څخه يو يې دغه مبارک ايت دئ.


وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا.


او د الله تعالى عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شى مه شريکوئ او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ.


د مور او پلار څخه د شکر کولو امر


الله تعالى په لاندني مباک ايت کي د خپلو نعمتونو په  مقابل کي د  شکرکولو د امرسره يو ځاى د موراو پلار څخه د شکر کولو امرهم کړی فرمايلي يې دي .


أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ.


انسان ته مو وصيت کړی، په دې چي ماته او خپل مور او پلارته شکر وکړه [ستاسو]بيرته راتګ ماته دی.


پر جهاد باندي د مور او پلار د خدمت او  نيکۍ لومړيتوب


که څه هم د الله تعالى په لار کي جهاد کول د اسلام د سپيڅلي دين د ډېرو مهمو احکامو څخه دئ خو تر څو چي د عيني فرضيت مرتبې ته نه وي رسېدلى د مور او پلار خدمت کول پرې د لومړيتوب حق لري لکه چي حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمایي:


سئلت النبي صلی الله علیه وسلم  اي العمل احب الى الله تعالى ؟قال الصلواة على وقتهاقلت ثم اى ؟قال برالوالدين قلت ثم اي ؟قال الجهاد فى سبيل الله.


د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  څخه مې پوښتنه وکړه چي کوم عمل الله تعالى ته ډېر ګران دی؟ وې فرمايل: په خپل وخت لمونځ. ما وويل چي بيا کوم عمل ؟وې فرمايل د مور او پلارسره نيکي کول. ماوويل: چي بيا کوم عمل [ورته ډېرګران دی؟] وې فرمايل: د الله تعالى په لار کي جهاد. 
همدغه راز يوسړي د الله تعالى د سپيڅلي استازي څخه د جهاد د کولو هدايت وغوښت هغه ورته په ځواب کي وفرمايل :الک ابوان ؟ قال نعم قال ففيهمافجاهد.


ايا ته مور او پلار لري؟هغه سړي وويل: هو! ورته وي فرمايل ته يوازي د همدوی خدمت د جهاد فريضه پرځاى کړه د خپل مور او پلار خدمت وکړه ستا لپاه همدا يو مهم  جهاد دی.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته