تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو شعر څو خبري/ پنځمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 27, 2024
  0

 لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو شعر څو خبري

 (پنځمه برخه)

شېراحمد مشکور

 

د شاعر لنډه پېژندنه:  شېراحمد مشکور د ښاغلي عبدالغني زوی او د ښاغلی عبدالباقي چي د اوسیدو اصلي ځای يې د پنجوائی ولسوالي او اوس د کندهار ښار په شپږمه ناحیه ده. د عمر څلرویشت خزانه یې تېر کړي دي او و پنځویشتم پسرلي ته ور اوړي.


زده کړه یې ترلسم صنفه کړې ده او اوس د خیاطۍ په شغل اخته دئ. 


په (۱۳۹۸ هـ ش) یې د شعر شاپیرۍ پر زړه کښېناستلې ده چاپي اثار نه لري.


شیر احمد مشکور د کندهاري ادب په غېږ کي نوی راټوکېدلی ګل دئ، چي د زیاتي خوشبویی تمه ورته کیږي نوموړی د لوی کندهار ادبي بهیر په مشاعرو او غونډو کي هم ګډون کوي د شعر د ښه ویلو انداز یې هم ښه زده دی او د ویاندویې په چارو کي ښه غښتلی دی. مشکور په خپل شعر کي ښه مضامین رانغاړي او ډیرو ښو نقطو ته یې فکر کیږي، کله د خپل هیواد سره د میني اظهار کوي، کله بیا د نورو شاعرانو په رقم له تنهایی څخه سر ټکوي او کله بیا د یار په راتګ دونه خوشحاله کیږي چي د اوښکو په ډکو سترګو خاندي، کله بیا خپل باور ړوند او ځان اشتبا بولي.

 

چي ګل هیواد ته مي دعا  وکړله
لس سره ګوتومي رڼا وکړله


(حب الوطن من الایمان) ځیني علماء یې حدیث بولي او ځیني یې مقوله بولي په هر صورت د وطن او هیواد سره د لیونۍ او زیاتي میني پیغام پکښې دی، ځیني عرفاني او تصوفي علماء ددې جملې څخه اخرت مرادوي چي زموږ اصلي وطن هغه دئ، نو د اخرت سره مینه کول د ایمان د نخښو څخه ده، دلته دواړه مراد ځني اخلو شاعر دلته د وطن سره د ميني و اظهار ته لوستونکي رابولي دا که حقیقي وطن چي اخرت کي جنت دی او که مجازي وطن وي چي هیواد دی، شاعر وایی چي ما د هیواد د سمسورتیا دعاء وکړه؛ نو ځکه مي ګوتي لکه د حضرت موسی علیه السلام لاس یا ید بیضا روښنایی وکړه هدف دا دئ چي د هیواد سره د زیاتي میني په اساس کامیابي او نیکمرغي راځي. دا که په ډېره کوچنۍ بهانه موږ خپل هیواد پرېږدو نه به موږ جوړ سو او نه به هیواد، دلته شاعر خپل ستر مسولیت چي د هیواد میني ته رابلل وو په پوره میړانه او صداقت سره اداء کړی دئ. 


اوښکي مي پاکي کړې درومي خندل

په پرهرونو مي سودا وکړله


مشکور بیا هم د هیواد په مینه کي غرق داسي وایي چي کله مي هیواده،  تاته سوله ارامي او سوکالي راوستل دا مي په پرهرونو سودا وکړه  نو ځکه  اوس خاندم که دا سودا مي نه وای کړي نو اوس به هم د غمونو په دریاب لاهو وای، موږ افغانان عجبه یو همېشه موځانته خندا د غمو په ګاللو اود هغوي په پاللو ځانته حاصله کړې ده، خونور ملتونه داسي نه دي.


په سور کي نه ومه سګرېټ مي بل کړ

په ځان مي څه ستره بلا وکړله


په پورته بیت کي شاعر د یوې بلا څخه د خلاصون په خاطر بلي بلا ته پناء ور وړې ده؛ خو وروسته پوهیږي چي دا دي څه مصیبت ځانته جوړ کړ دا بلا خو تر هغه بلي بلا زیاته ده چي مخکي په مبتلا وم داخو د معتادۍ جریان له ځانه سره لري چي دا بیا بل مصیبت او خلګو ته ښیی چي د داسي عمل څخه ځان ژغوره چي له ځانه سره اعتیاد لري ریښتیا هم هره معتادي چي وي له ځا نه سره سل او زر نور مصیبه راوړي. 

 

تر ناڅاپي راتګ دي وڅرخېږم
زړګي مي بل رنګه درزا وکړله


کله، کله ریښتیا هم څوک د یو چا په راتګ دونه بل ډول سي چي ناست مجلس ټول په پوهه سي چي پر ده باندي ددغه راغلي کس راتګ تر نورو زیات اثر وکړ اوشاید ځینو د راز ملګرو ته د زړه د درزا هم ووایی لکه یو بل شاعر چي وایی:


چي ته محفل ته راسې خلګ ماته په کتو سي 
دا ټول په ما پوهیږي چي پر تا باندي شیدا یم 


شاعر غواړي چي د یار سره د میني د اظهار لپاره خلګ پوهه کړي او کوښښ کوي یو هیجاني حالت را مابین ته کړي.

 

زه دکوټې په کونج کي غلی ناست وم
تنهایي ښه مسته نڅا وکړله


شعر په ډېرو ځایو کي د حقیقت په ژبه خبري نه کوي؛ بلکي د مجاز ژبه یې ځانته اختیار کړې وي لکه په پورته بیت کي خاموشي او نڅا دواړه متضاد لغاتونه دي چي خاموشي وي هلته نڅا کله پاتیدای سي او چي نڅا وي هلته بیا خاموشي کله موجود وي دلته د ارواښاد ګل پاچا الفت صاحب خبره را یاده سوله: هغه وایی چي تاسو له شاعره حقیقونه مه غواړی هغه دغسي ځایونه یادوي نه داچي شاعر باید درواغ ووایې او خلګ دوکه کړي، نو دلته هم دغه دوو متضادو لغاتو د شعر په ښکلا او رنګینۍ کي زیاتوب را وستلی دی. 


پر خپل ړانده باور پښېمانه ښکاري
مشکور درېیم ځل اشتباء وکړله


مشکور پر خپل یوه کړي باور اعتراف کوي او وایي چي دا باور مي ړوند وو او ما اشتباه کړې ده ریښتیا هم کله، کله یو څوک د یو چا په وړاندي دا باور لري چي دا به زما غم خور وي خوهغه ده غم جوړ و اوسي او یا ده هغه د غم جوړ فکر کړي وي هغه دده غمخور جوړ سي یا کله، کله د یو چا له بل چا څخه ناحقه بد کیږي او د ځان لپاره یې سر دردی بولي خو چي کله یې ورسره شناخت سي هغه دونه په ژبه پوهه او دده په ګټه تمام سي چي نوموړی پر هغه تېر فکر کولو پښېمان سي او یا برعکس د یو چا سره دي په لمړي لیدو دونه مینه سي چي ته وا ځان مي تر قربان کړی واي چي کله دي ورسره رابطه زیاته سي بیا پر هغه لمړۍ میني کولو پښېمانه سې او د یاری تناب دونه ورسست کړي چي په کال څه چي حتي په ټول عمر یې بیا پوښتنه نه کوي نو مشکور هم له دغسي تجریبې سره مخ سوی دی او دا یې د شعر په ژبه اعتراف کړی دی.


د شیراحمد مشکور په شعر کي تر ډیره ځایه ټولنیز موضوعات په شاعرانه ژبه بیان سوي دي چي زما خاص فرمایش دی. 

 

 

نوربيا... 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته