تازه سرليکونه
د (مفسرين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په صحابه وو کي مشهور مفسرين
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 11, 2023
  0

ژباړه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په صحابه وو کي مشهور مفسرين


څلور راشده خلفاء ( ابوبکر صديق، عمر فاروق، عثمان ذي النورين او حضرت علي)، عبدالله بن مسعود، عبدالله بن عباس، أُبَيُّ بن كعب، زيد بن ثابت، أبو موسى الأشعري او عبد الله بن الزبير رضي الله عنهم.


په مکه مکرمه کي د قران کريم د تفسير اړوند د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما مشهور شاګردان 


سعيد بن جبير، مجاهد بن جبر، د عبدالله بن عباس ازاد کړل سوی مريی عِكرمة، طاوس بن كيسان اليماني، او عطاء بن أبي رباح رحمهم الله.


په مدينه منوره کي د قران کريم د تفسير اړوند د أُبَيِّ بن كعب رضي الله عنه مشهور شاګردان


زيد بن أسلم، أبو العالية او محمد بن كعب القرظي رحمهم الله تعالی.


په عراق کي د قران کريم د تفسير اړوند د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه شاګردان


علقمة بن قيس، مسروق، الأسود بن يزيد، عامر الشعبي، الحسن البصري او قتادة بن دعامة السدوسي رحمهم الله تعالی.


د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم څخه وروسته صحابه وو رضي الله عنهم د قران کريم تفسير کړی دی، تر هغو وروسته تابعينو رحمهم الله قران کريم تفسير کړی دی.


د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د احاديثو هغه امامان او محدثين، چي د قران کريم د تفسير لپاره ئې هم بابونه جمع کړي وه، خو متاسفانه موږ ته د دوی د تفسير اړوند ليکلې څه ندي را پاته:


۱) يزيد بن هارون السلمي المتوفى سنة 117 هجري قمري،


۲)شُعْبَة بن الحجاج المتوفى سنة 160 هجري قمري، 


۳) وكيع بن الجراح المتوفى سنة 197 هجري قمري،


۴) سفيان بن عُيينة المتوفى سنة 198 هجري قمري،


۵) عبد الرزاق بن همام المتوفى سنة 211 هجري قمري.


يوازي د عبد الرزاق بن همام رحمه الله ليکلی څه تفسير سته.


ماخذ: مباحث في علوم القران

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته