لیکنه: اصل زارع/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د بریا لنډ سفر
د کامیابۍ او شخصیت تعمیر کولو په سفر کي یو مهم رکن د غوره عاداتو جوړول دي. د شخصیت د لا ښه تعمیرولو لپاره موږ اړ یو تر څو ځیني عاداتو سره مخه ښه او ځیني عادات راخپل کړو.
دا چي زموږ سلوک، کړه وړه، وضعه، روش یا رویه د عاداتو پر مټ جوړیږي، نو رویه د انسان په شخصیت باندي یو د مهمو عواملو څخه ده. هغه کړني ، سلوک یا رویه چي موږ یې د ټولني د افرادو، ملګرو، دوستانو او کورنۍ سره کوو، چي د هغوی د ناخوښۍ، زموږ دشخصیت څخه اغېزمن کېدو، یا هم زموږ د شخصیت منفي نکته شمېرل کیږي؛ عبارت زموږ د ناوړه عاداتو څخه دي، لکه: سهار ناوخته ويښېدل، د علم په ډګر کي کوښښ نه کول، کار په ځنډ سره کول، تر حد زیاته تفریح کول، زیات خوب کول، مطالعه نه کول، شیان بې ارزښته ګڼل، د مشرانو عزت نه کول، نشې کول، خلکو، دوستانو، ملګرو او کورنۍ سره سمه رویه نه کول، لټي کول، وخت پر ناچیزو، عبث او بې ګټو شیانو ضایع کول او یا هم هره هغه کړنه چي یو بل کس ته روحي یا جسمي ضرر رسوي، یا هم ټولنه ورڅخه متضرره کیږي، عبارت زموږ د ناوړه عاداتو څخه دي. ښه عادات که څه هم د شمېر له مخي زیات دي، خو هر هغه کړنه، سلوک یا رویه، چي د خلکو پر اذهانو او ستاسو پر شخصیت مثبت اغېز کوي، ښه عادت بلل کیږي. دا چي ښه عادات په زیات شمېر دي، خو ځیني عادات داسي دي ، چي په خپلولو سره خپل ترڅنګ نور غوره عادات زېږوي؛ په دې ډول دي:
ایمان داري: د غوره عاداتو لیست کي لومړی درجه غوره عادت ایمانداري ده. ایمانداري یعني خپل د خالق سره راست اوسېدل، دینداري کول، صادقه اوسېدل، دوکه نه کول او خلک نه خطایستل، د الله او د الله په رسول باندي پوره ایمان درلودل،داسي چي د الله تعالی او د هغه د رسول هر حکم ته غاړه کښېږدو.
عاجزي: دویم غوره عادت چي باید خپل ئې کړو عاجزي ده. غرور نه کول، همدري کول، د خلکو مرسته کول، ځان لوی نه بلل او د خلکو احترام کول عاجزي ده.
صبر: درېيم عادت چي پر خپلولو ئې اسلام تأکید کړی، هغه صبر کول دي. صبر یعنی د سختۍ، پرېشانی او دردونو په وړاندي مقاومت کول. قران کریم کي په تکرار سره خالق تعالی صبر کوونکي ته په بېلا بېلو الفاظو زیری ورکړی: (...إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِینَ). ژباړه: الله تعالي د صبر کوونکو سره دی.
شکر کښل: شکر کښل یعني د خدای تعالی د لوري پر راکول سوي هر نعمت باندي قناعت او په بدل کي د الله تعالی ثنا او صفت کول.
سخاوت: سخاوت یعني زموږ د موجوده شتمنۍ څخه نورو افرادو ته یو څه اندازه مفت د الله د رضا لپاره ورکول، چي اسلام کي ورته صدقه ویل کیږي.
باور: باور یعني نورو ته خپل د ژوند په یوه ډګر کي برخه ورکول. که څه هم د ټولني د ځینو افرادو په دید د ژوند په جریان کي پر نورو باور کول، راته سخت تمام کېدای سي، خو که لږ ژور ولاړسو او فکر وکړو، هغه څوک چي موږ ته دوکه راکوي، تر موږ لوی تاوان کوي. ځکه هغه کس زموږ او ټولني دواړو په وړاندي خپل باور د لاسه ورکوي او د ژوند تر پایه بې باوره پاتېږي.
زړه ورتیا: د ژوند په اوږدو کي ځیني وختونه موږ د سختو حالاتو او شرایطو سره مخامخ کیږو؛ موږ باید د دې سختو حالاتو او شرایطو په وړاندي زړه ور واوسو.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، اته ویشتمه ګڼه، ۱۱ مخ، ۱۴۰۲ کال.
www.taleemulislam.net