د يوې لاري انتها هم بېله تانه وه
لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ومي غوښتل چي له دې جهانه بل جهان ته ګډه وکړم. هغه ځاى ته ولاړ سم هلته چي ته نه يې. بل جهان وي. بله مځکه بل اسمان وي. په هغه کي نور مخلوق وي.
هرڅو که مي نظر پر يو او بل لور واړاوه هلته به ته وې، يولورى هم بېله تا نه و ودان. سترګي مي پټي کړې. ماويل له دې لاري به هغه ځاى ته ورسېږم، چي ته نه يې؛ خو هغه په دغه لاره کي هم ته وې، دغه لاره هم تر تاپوري غځېدلې وه.
هغه پټ شيطان چي له ډېره وخته يې زما په رګونو کي ځاى نيولى و، هم پر ډيرو لارو سر کړم خو بياهم بريالى نه سوم. که هرڅو وګرځېدم د يوې لاري انتها هم بېله تا نه وه. د هري لاري پيل به له تا څخه وواو انتهابه يې هم پر تا ختمه وه. په هر لوري کي ته وې. د هر چا ږغ تر تا پوري وو. ستا منکرينو به هم د وروستۍ مايوسۍ په وخت کي د مايوسۍ ډکي سترګي ستا پر لور در اړولې. د کائيناتو هري ذرې ته يادولې. له کائيناتو څه بهر هم ستا سلطاني وه. زموږ مغرور او سرکښه نفس به هم چي وږى سو له تا به يې څه غوښتل. يوه غوښتنه هم بېله تا نه پوره کېده. يوه لاره هم بېله تا پر بل لوري تللې نه وه.
د هري لاري په پاى کي به موږ، يا ستا د قهر او غضب له سپرو سره مخ سوو، چي د اورنو توري به يې په لاسونو کي وې او يابه ستا د ميني اورحمت له فرشتو سره مخ سوو، چي ستا د ميني په ږغ به يې و بللو. د غه ټولي لاري په دغه دوو سرحدونو پاى ته رسېدلي وې. موږ به د ټولو لارو په پاى کي له دغو دوو ډلو سره مخ کېدو.
www.taleemulislam.net