لیکنه حفیظ الله رسولي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د رسول اکرم ﷺ کورنی ژوند
که تاسو د یوه کامل انسان په لټه کي یاست، هغسي کامل چي بشري کمالات ټول پکښي کامل وي، د عقل کمال، د فکر کمال، د اخلاقیاتو کمال، دا ټوله د نبي کریم علیه السلام په پاک وجود کي کامل پیداکولای سو.
بناً، راسئ، د رسول الله ﷺ و کورني ژوند ته نظر واړوو، وګورو چي رسول الله ﷺ په کورکي څنګه یو خاوند ؤ، تر څو موږ هم په خپلو کورنو کي هغسي ګفتار او رفتار وکړو لکه څنګه چي رسول الله ﷺ په خپل کور کي کاوه.
رسول الله ﷺ څنګه یو خاوند ؤ؟
یو. رسول الله ﷺ په خپل کورکي داسي یو خاوند وو، چي د خپلو مېرمنو ( اُمهات المؤمنین ) سره یې محبت کاوه.
حضرت عمر ابن العاص رضی الله تعالی عنهُ یو وخت ورته وایي: اې د الله رسول ﷺ! یو سوال د ډېره وخته راسره دی غواړم نن یې ستاسو په مخ کي مطرح کړم او پوښتنه ورڅخه کوي: اې د الله رسوله! په خلکو کي څوک زیات درته ګران دی؟
رسول الله ﷺ بېله کومي وقفې او بغیر له دې چي دا کم عیب وګڼي، ورته وایي: زوجتي عائشة (زما مېرمن عائشه رضی الله عنها)
نه یې ابوبکر یاد کړ، نه یې عمر یاد کړ، نه یې عثمان یاد کړ، نه یې علی رضی الله عنهم یاد کړل او نه یې هم کم بل صحابی مبارک یاد کړ، بلکي خپله مېرمن بي بي عائشه صدیقه رضی الله عنها یې یاده کړه.
دوهم. رسول الله ﷺ په خپله کورنۍ کي داسي یو خاوند ؤ، چي خپل د مېرمنو ( اُمهاتُ المؤمنین ) سره نرم خویه ؤ، خپل د مېرمنو سره یې شوخي کوونکی او د هغوی سره ساعتیري کوونکی طبیعت درلود، چي همدغه د یو مؤمن انسان اخلاق دي د خپلي کورنۍ سره.
درې. رسول الله ﷺ په خپل کور کي داسي یو خاوند ؤ، چي خپل د مېرمني سره به یې په کورني کارونو کي مرسته او همکاري کول، د الله رسول په خپل کور کي د خپلي مېرمني سره، کمک کوونکی ؤ .
څلور. رسول الله ﷺ په خپل کورکي وفاداره خاوند ؤ. کله چي حضرت خدیجه رضی الله عنها وفات کوي رسول الله هغه کال د ( عام الحزن ) د غم کال په نوم نوموي، دا د رسول الله پر وفاداری دلالت کوي، چي د خپلي مېرمني سره یې کول، د خدیجې رضی الله عنها د وفات وروسته چي به کله په کور کي کم خواړه اماده کېدل نو نبي کریم علیه السلام به ویل: دا خواړه وروړی فلانی ښځي ته، ځکه چي هغه فلانۍ ښځه د خدیجې دوسته او ملګرې وه.
او همداسي کله چي به د خدیجې رضی الله عنها د اقاربو څخه کم څوک راتله نو به یې د هغوی احترام کاوه، ځکه چي هغوی د خدیجې رضی الله عنها د اقاربو څخه وه.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، (۱۴۰۲) کال، اته ویشتمه ګڼه، ۲۰مخ.
www.taleemulislam.net