لیکنه: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پانه
د هالیوډ او بالیوډ سینمايي کمپنیو حقیقت
( دوهمه برخه)
د مسلمان د ژوند لپاره یو اساسي الهي قانون شتون لري، هغه په دې توګه چي الله جل جلاله د هغه کسانو سره چي ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې ترسره کړي، دا وعده کړي چي دوي به په ځمکه کي ځای ناستي یا خلیفه ګان ټاکي، نو که چیرته موږ د قران دغه حکم د ژوند په عملي برخه کي وګورو، مثلاً ایمان + نیک عمل = بریالیتوب؛ نو ایمان هغه معنوي ځواک دئ که چیرته یې مسلمانان له نیک عمل سره جمعه کړي په ځمکه کي به یې نیتجه خامخا بریالیتوب او د ځمکي پر سر د خلیفه توب واک الله جل جلاله مسلمانانو ته ور په برخه کوي، نو دلته دا سوال پیدا کیږي چي نیک او بد اعمال څنګه په خلګو اغیز کوئ؟
که چیرته لږ ځیر شو ډیر وخت یو کوچنی ماشوم یا ځوان چي په فلم کي یو کرکټر ډیر ګورئ، نو له وجي یې ذهن د هغه څخه اغیزمن کیږی، تر څو هغه د ماشوم په ذهن کي یو اتل شي، او د ماشوم هدف همدغه کس وګرځي، ډیره د افسوس خبره ده چي په اکثریت فلمونو کي د فلم کرکټر د ټولني د تباهۍ کارونه ترسره کوي، لکه د بانک څخه غلا، یا د خلګو وژل ، یا د ښځو سره د میني او عشق تعلق ساتل، یا د انسانیت په اندامونو باندي د خپلي ګټي په خاطر تجارت کول، یا د یو فوځي په جامه کي د یو چا وژنه او دې ته ورته نور غلط حرکتونه ترسره کوئ، نو په نیتجه کي د همدغه اعمالو څخه ماشومان او ځوانان تر اغیز لاندي راځي، او نن ګوری چي په ټولنه کي د ماشومانو او ځوانانو له خوا د غلا، قتل، فحشا، بد اخلاقي، او نورو ناوړو کارونو شاهدان یو، له یو نیک سړي څخه بد سړی جوړ شي، ځکه یو بد کار چي د خلګو په وړاندي ډیر تکرار شي، نو داسي وګرځي، چي خلګ دا ګمان کوي، که ګویا دا ښه کار دئ، لکه د یو کلي ملک / یا مشر چي د خلګو مالونه او پیسې راجمعه کوي او بیا مزدورانو ته لږ پیسې ورکوي، تر څو چي د ده غلامان شي، که څه هم دا غلط کار دئ، لیکن خلک د ده څخه راضي وي، له بدمرغه چي نن د ټولني حالات همداسي ګرځیدلی دی.
همدارنګه د مسلمان ځوانانو په ذهنونو کي د بدو عادتونو ایجادول. پخوا به مسلمان ځوان خپل وخت په کار کولو، د قران په تلاوت او ذکر تیرولو، لیکن دا کار د شیطان د پلویانو نه خوښیدلو، نو په فلمونو کي یې داسي څه ورته وړاندي کړل، چي په راتلونکي کي مسلمان ځوان خپل ډیر وخت په موسیقي، د شپې په کلپ، یا د شرابو په پلورنځیو کي تیر کړي او دا د دې لامل شو، چي په اسلامي هیوادونو کي ځوان په همدې مرض اخته شول، تر داسي اندازې پوري چي د هغه مور او پلار خپل اولاد سندري ویلو او موسیقي ته هڅه وي، نو مسلمان ځوان خپل برم له لاسه ورکړي، ښه یو مشهور کس به ګورې چي شیطاني رسومات به ترسره کوئ، شاید موږ به موجود وو یا نه خو نور حقائق به هم څرګند شي.
د شیطاني وړاندیزونو او نښو په خپرولو سره د خلګو ذهنونه کنټرولول. الله تعالي انسان ته داسي ذهن ورکړی چي په هغه کي ډیر رازونه ساتلای شي، د انسان ذهن معلوماتو د انځورنو په شکل ذخیره کوي، بیا یې افکارو ته تحلیل کوي او د عمل لپاره یې ژباړي، نو په همدې اساس شیطاني قوتونه کوشش کوي، چي د مشهورو شیطاني شخصیتونو څیرې او صحني په فلم او تلویزیون، کنسرټ او مرکو کي د ځوانانو لپاره خپرې کړي، تر څو د هغوي په فکرونو کي نفوذ وکړي، کله چي د دوی په ذهنونو کي دا څهرې او صحنې ډیرې خپرې شي ، نو ورځني چارو کي یو عادي شی ورته وګرځي او ورسره عادت شي.
او تر ټولو جالبه داده چي دا نښي نښانې ډیري معناوي لري، چي د ټولو موخه د شیطان خدمت کول، او له دین سره جګړه کول دي، د بیلګي په توګه چي یو مشهور کس خپل لاس په ښۍ سترګه کیږدي او سترګه پټه کړي، دا نښه ډیري معناوي لري، له دې څخه موخه داده چي زه ټول شیان یوازي له یوه لید څخه وینم کوم چي د چپ / کیڼ سترکي لید دی، په دې معني چي زه شیان په چپه سترګه وینم لکه چي وایي زه له پیسو پرته بل څه نه وینم زه له شهرت پرته بل څه نه وینم نو کيڼ لید د شیطان د اولاد نښه ده، یا مثلاً دغه د دوو ګوتو علامه چي یوه شیطاني علامه ده او ( ۱۱ ) عدد دي ، یعني له ۱ سره بل ۱ یو ځای کیدل چي دا دې شرک نښه ده او شیطان او د شیطان پلویان ورباندي خوښي څرګندوي او کله چي په رسول الله صلي الله علیه وسلم باندې جادو / سحر وشو په ( ۱۱ ) غوټو دم شوی وو، نو په همدې سبب سورت الفلق او سورت الناس (۱۱ ) آیتونه لري، چي موږ د سحر او جادو له شر څخه محفوظ ساتي.
ذكر السهيلي: أن عقد السحر كانت إحدى عشرة عقدة، فناسب أن يكون عدد المعوذتين إحدى عشرة آية، فانحلت بكل آية عقدة أخرج البيهقي في "الدلائل" ( أن النبي صلى الله عليه وسلم سحر... وفي آخر الحديث: ( أنهم وجدوا وترا فيه إحدى عشرة عقدة، وأنزلت سورة الفلق والناس فجعل كلما قرأ آية انحلت عقدة )
وعند ابن سعد بسند منقطع عن ابن عباس: "أن النبي صلى الله عليه وسلم بعث عليا وعمارا ، فوجدا طلعة فيها إحدى عشرة عقدة"، فذكر نحوه " انتهى من"التلخيص الحبير . (۶/ ۲۶۸۹ – ۲۶۹۰)
نو دا نښې په ځوانانو کي داسي خپروي چي ځوانان ورسره عادت شي او د انسان ژوند د شیطان په کنټرول کي راشي او نن اکثره مسلمان ځوانان د دې ښکار ګرځیدلي دي او دا شیطاني عادت ترسره کوي او د دې په معناوو ځان هم نه پوه کوي، نو د ځوانانو لپاره مناسب داده چي هر هغه نښه چي د غرب له طرفه په هر شي لیکل شوي وی، په اړه یې تحقیق وکړي، تر څو د شیطان او دجال د لښکر ښکار ونه ګرځي.
www.taleemulislam.net