تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ د حق په لاره کي باید ناهیلي نشو!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 21, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(یويشتمه برخه)


د حق په لاره کي باید ناهیلي نشو!


شپه وه سر مي پر بالښت کښېښاوه،  خو بیده نه سولم، حیران وم چي څه وکړم، په داسي حال کي چي هغه ښځه د فاجر له خوا اسیره سوې وه، په فکر کي ډوب سولم، چي منار ته ولاړ سم او په دې شپه کي د سهار د لمانځه له پاره آذان وکړم، ترڅو دا ظالم فکر وکړي، چي سهار دی او ښځه پرېږدي، سمدلاسه منار ته پورته سولم او په لوړ ږغ مي آذان پیل کړ، په همدې حال کي مي د هغه ظالم د کور دروازې ته وکتل، خو څوک را و نه وتل، آذان مي پای ته ورساوه، خو ښځه د هغه فاجر له کوره را و نه وتله، ما پرېکړه وکړه چي د لمانځه له پاره اقامت په لوړ ږغ سره ووایم، ترڅو هغه ظالم وبېرېږي، چي سهار دی، په همدې وخت کي مي غوښتل له منار څخه را کښته سم، ګورم ناڅاپه چي لاري د ترکي مشر د ساتونکو څخه ډکي دي او ویل یې چیري دئ هغه سړی چي په دې وخت کي یې آذان وکړ؟ او په برګو سترګو یې منار ته کتل.


ما وویل: ما آذان وکړ او ما د هغه ظالم په وړاندي مرسته وغوښتله. دوی وویل: کښته راسه!  زه کښته سولم. هغوی راته وویل: چي باید پاچا ته ورسم، زه وبېرېدلم، ما له هغوی وغوښتل چي د خدای له پاره زما کیسې ته غوږ سئ! مګر دوی غوږ و نه نیوی او زه یې له ځان سره بوتلم، ترڅو چي پاچا ته ورسېدلو، کله چي مي پاچا د پاچهۍ پر چوکۍ ولیدی، نو زه بېري واخیستلم او ولړزېدلم. هغه راته وویل: نژدې راسه او بیا یې وویل: چي مه بېرېږه، د آرامۍ ساه واخله!


هغه زما سره داسي یو چلند وکړ، چي زه آرام سولم او بېره را څخه ولاړه. ماته یې وویل: آیا تا د شپې په دې وخت کي آذان وکړ!؟ ما وویل: هو! اې د مؤمنانو امیره! ويې ويل: څه وسول، چي د شپې په دې وخت کي دي آذان وکړ!؟ په داسي حال کي چي د شپې ډېره برخه لا پاته ده، په دې کار سره دي روژه نیوونکي او عبادت کوونکي په تکلیف کړل او د خلکو لمونځونه فاسد سول.


ومي ويل: اې د مؤمنانو امیره! اجازه راکړئ، چي خپله کيسه وکړم؟ هغه وویل: اجازه ده.


کیسه مي ورته وکړه، پاچا ډېر په غوسه سو او امر یې وکړ، چي سمدستي هغه سړی او ښځه ده ته حاضر کړي.


هغه ښځه او سړی یې حاضر کړل، بیا یې هغه ښځه د خپل مېړه کور ته ولېږله.


ظالم ته یې وویل: څومره شتمني لرې!؟ څو ښځي او مینځي لرې!؟ هغه په ډېر زیات شمېر سره ذکر کړل.


بیا یې ورته وویل: افسوس پر تا! آیا ټول هغه نعمتونه چي خدای تاته درکړي دي، تا یې څه قدر وکړ! د الله جل جلاله حرمت دي تر پښو لاندي کړ او د هغه حدودو څخه دي تېری وکړ او دومره هم ستا له پاره کافي نه وه، هغه سړي چي ته یې له بدو څخه منع کولې، بیا هم تا هغه واهه او سپکاوی دي ورته کاوه. هغه ظالم شخص جواب ور نه کړ.


پاچا نور هم په غوسه سو، امر یې وکړ چي لاسونه او پښې یې په ځنځیرونو وتړئ او په غاړه کي یې رسۍ ور واچوئ.


هغه چیغي وهلې او ویل یې توبه مي ده، خو پاچا هیڅ پام ورته و نه کړ.


بیا یې امر وکړ چي هغه ته شکنجه ورکړئ او دومره یې ووهئ، چي هغه مړ سو، بیا یې امر وکړ چي هغه د دجلې په سیند کي وغورځوئ او دا د ظالم د کار پای وو.


بیا پاچا ماته مخ را واړاوه او ویې ویل: که چیري مو کوم غټ او یا کوچنی ظلم ولیدی او یا چا ظلم کاوه، ما ته به حتمي خبر راکوئ.


هغه وویل: که ته ماته ځان را ورسوې یا را نه سې! زما او ستا ترمنځ نښه به آذان وي، هر وخت او هر ځای چي دي آذان وکړ، زما ساتونکي به تا ته ځان در رسوي او موږ به هرومرو ستا مرسته کوو.


ما وویل: خدای دي تا ته اجر درکړي او نور زه دباندي را ووتلم.


له همدې امله چي زه هر ظالم ته امر وکړم، هغه مي اطاعت کوي، زه هغوی چي د څه څخه منع کوم، هغوی د پاچا څخه د بېري له امله زما خبره مني او تر اوسه بیا اړتیا نه ده پیدا سوې، چي د لمانځه د وخت څخه بل وخت آذان وکړم، زه له خدای څخه ‌ډېر شکر ګذار یم.


اوس راسئ! چیري دي هغه کسان چي منکر وویني، هیڅ منع نه کوي او ځیني بیا داسي وي، چي یو یا دوه واره یو بد کار وویني، که بریالی نه سو، نو ناهیلي سي او بیا هیڅکله چاته نه وایي، چي دا بد کار مه تر سره کوه، خو مسلمان باید حوصله له لاسه ور نه کړي او تل کوښښ وکړي، چي خلک د بدو عملونو څخه منع او ښو ته بلنه ورکړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته