تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که د بدعت او سنت ترمنځ تردد راسي
  تعلیم الاسلام راډیو
  December 4, 2017
  0

لیکنه: عبدالحی حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د اسلامي فقهي په ډيرو کتابو کي یوه کلي قاعده بیانیږي چي که د سنت او بدعت ترمنځ تردد راسي او چا ته نه معلومیږي چي دا فعل سنت دی که بدعت، نو د هغه فعل پریښول ډير بهتر او راجح دی ځکه د سنتو حصول لازمي او فرض نه دی مګر د بدعت څخه ځان ساتل واجب دی نو ځکه باید هغه فعل ترک سي:

 

أَنَّ الْحُكْمَ إذَا تَرَدَّدَ بَيْنَ سُنَّةٍ وَبِدْعَةٍ كَانَ تَرْكُ الْبِدْعَةِ رَاجِحًا عَلَى فِعْلِ السُّنَّةِ. (البحر الرائق شرح کنزالدقائق)

وَمَا تَرَدَّدَ بَيْنَ الْبِدْعَةِ وَالسُّنَّةِ يَتْرُكُهُ ؛ لِأَنَّ تَرْكَ الْبِدْعَةِ لَازِمٌ وَأَدَاءُ السُّنَّةِ غَيْرُ لَازِمٍ . (المبسوط للسرخسي)

 

علامه صفدر حنفي رحمه الله لیکي:

 

که عوامو خلګو ته دانه معلومېدل چي دا عمل سنت دی که بدعت (د فریقینو دلایل نه ور معلومیده) نو د هغوی لپاره د عمل صحیح لار صرف دا ده چي هغوی دي دا ډول مشکوک کار ته نه نژدې کیږي. د علماوو په اتفاق د هغه عمل څخه ځان ساتل د هغوی لپاره د عمل صحیح لار ده. (د دارالعلوم دیوبند مشهور محقق عالم علامه سرفراز خان صفدر رحمه الله / راه سنت)

 

بدعت پریښول خپله په سنتو عمل کول دي! ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډير ټینګار سره امت ته امر کړی دی چي بدعت مه کوه! نو چي بدعت پرېښول سي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع دي وکړل!

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم په څومره واضح ډول امت ته حکم کوي:

فإنه من يعش منكم بعدى فسيرى اختلافا كثيرا فعليكم بسنتى وسنة الخلفاء المهديين الراشدين تمسكوا بها وعضوا عليها بالنواجذ وإياكم ومحدثات الأمور فإن كل محدثة بدعة وكل بدعة ضلالة. (ابوداود، ترمذي، ابن ماجه، احمد)

 

ژباړه: یقیناً زما وروسته چي څوک ژوند کوي هغه به ډیر زیات اختلاف وویني نو په داسي وخت کي پر تاسو لازم دی چي زما سنت (طریقې) او زما د هدایت یافته خلفاوو سنت لازم ونیسئ، هغه (خلفاء) چي هدایت کړل سوي دي، (دا سنت) ټینګ ونیسئ او په غاښو يې ټینګ کړئ او په دین کي د نوي نوي خبرو د پیدا کیدو څخه ځان وساتئ ځکه چي هره نوې خبره بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده.

 

د دیوبند مشهور عالم، د حدیثو شارح، د طریقت شیخ علامه خلیل احمد سهارنپوري رحمه الله لیکي:

هر عاقل پوهیږي که یو جاهل د شرعي قواعدو څخه دومره زده کړي چي د کوم کار په بدعتِ سیئه او حسنه کي اختلاف وي نو د هغه ترک کول احوط او د احتیاط لاره ده ځکه یو فعل هغه خو مستحب دی واجب خو نه دی نو د دینداره خلګو د پاره همدا کافي ده (چي په داسي اختلافي شي عمل کول پرېږدي). (براهین قاطعه: ۱۷۱-۱۷۲)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته