مختصر نبوي سیرت
(لسمه برخه)
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
په دارالندوة کي د قریشو غونډه
o د قریشو کفار په دار الندوه (د غونډو خونه) کي سره غونډ شول او یوه ډېره ظالمانه پرېکړه یې وکړه، ټول په دې سره سلا شول چي نبي صلی الله علیه وسلم به وژني؛ اعلان یې وکړ هر چا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وواژه هغه ته به د جائزې په توګه سل اوښان ورکوي.
o الله تعالی خپل نبي صلی الله علیه وسلم د قریشو له مکر او توطئې خوندي وساته، د دوی له شوم پلان یې خبر کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له ابوبکر صدیق سره یوځای له کوره ووت او د ثور غار ته یې پناه یووړه.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګري یې ابوبکر دری ورځي په غار کي تېري کړې او اسماء بنت ابي بکر به هره ورځ خواړه وروړل، د ابوبکر رضي الله عنه زوی عبدالله رضي الله عنه به هره شپه د قریشو خبرونه ورته راوړل، عامر بن فُهَیره رضي الله عنه به رمه د غار تر خولې وروستله څو د عبدالله بن ابي بکر رضي الله عنهما د پلونو نښي (خاپونه) ړنګي کړي.
o کفارو ډېرې پلټني وکړې، هري خوا ته لاړل، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ونه موند، د مشرکینو یوه ډله د ثور غار په خوا لاړل او ان د غار له خولې سره ودرېدل (خو رسول صلی الله علیه وسلم یې ونه لید).
o مشرکین دومره نژدې ولاړ وو که کوم یوه یې د غار د ننه ورکتلي وی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر به یې لیدل، خو الله تعالی یې زړونه بلي خوا ته واړول، او هیڅ یوه یې دا هڅه ونه کړه چي د غار د ننه وګوري.په همدې مهال ابوبکر رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:که کوم یو لاندي وګوري، حتما مو ویني! په ځواب کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:«مَا ظَنُّكَ يَا أَبَا بَكرٍ بِاثنَينِ الله ثَالِثُهُمَا». (متفق علیه)
o دا روایت چي وایي د غار پر خوله غڼي او کوتري ځاله جوړه کړې وه، امام احمد په خپل مسند کي راوړی، خو دا کمزوری او ضعیف روایت دی.
o بیا د مشرکینو هغه ډله د غار له خولې بېرته مکي ته ستنه شوه او الله تعالی خپل رسول صلی الله علیه وسلم د دوی له شره په امن وساته.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګری یې ابوبکر صدیق رضي الله عنه په غار کي له دریو ورځو اوسېدو وروسته راووتل او د مدینې پر لور روان شول.
o د ابوبکر صدیق خادم یا غلام عامر بن فُهَیْرَه هم د مدینې په سفر کي ورسره ملګری و او د لاري په اوږدو کي یې د دوی خدمت کاوه، د مدینې د لاري بلدي یا ښوونکی یې عبدالله بن أُریقِط و، چي هغه مهال لا مشرک و.
د لاري پېښې
o په دې توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر صدیق، عامر بن فُهیره، د لاري بَلدي عبدالله بن أُریقِط د مدینې په لور روان وو؛ د لاري په اوږدو کي له دې پېښو سره مخامخ شول:
- د سراقه بن مالک کیسه،
- د شپانه اسلام راوړل،
- د أم مَعْبَد خُزاعِیه کیسه،
- له زبیر او طلحه سره چي له شام راستانه شوي وو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملاقات.
o له هغو پېښو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت په دوران کي پېښې شوې، خو په صحیح اسناد نه دي ثابتې شوې؛ یوه سراقه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: «کیف بِکَ اذا لَبِستَ سِوارَيْ کِسْرَی» هغه مهال به څه احساس ولرې چي کله د کسری وښي (بنګړي) واغوندې!!
قباء ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسېدل
o رسول الله صلی الله علیه وسلم او د لاري ملګري یې د الله تعالی په کرم او رعایت سره د بعثت د څوارلسم کال د ربیع الاول میاشتې په ۱۲مه د دوشنبې په ورځ قُباء ته ورسېدل او همدا لومړی هجري کال دی.
o قُباء ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د لاري د ملګرو له رسېدو سره سم یې انصار مخي ته راووتل او تود هرکلی یې وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په قباء کي څوارلس شپې وکړې او په همدې موده کي یې د قباء جومات هم جوړ کړ.
o د جمعې په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خپله سپرلۍ (اوښه) سپور شو ابوبکر یې شاته ورسره سپور و، او د مدینې پر لور وخوځېدل.
په اسلام کي د جُمعې لومړنی لمونځ
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي د بني سالم بن عوف مېني ته ورسېد د جُمعې د لمانځه وخت شو، هملته یې د رانُونَاء په خوړ یا شېله کي د جُمعې لمونځ ادا کړ او همدا په اسلام کي لومړنی د جُمعې لمونځ دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ادا کړی دئ.
نور بیا...
www.taleemulislam.net