رالېږونکی: جاوید احمد
هغه ځانګړتياوي او فضيلتونه چي د انبياؤ عليهم السلام په دعوت کي نغښتي دي په لاندي ټکو کي يې را خلاصه کوم :
لومړئ: د انبياؤ عليهم السلام دعوت الهي و يعني د وحي په وسيله منځته راغلى و.
دوهم : د انبياؤ عليهم السلام پر خپل دعوت د خلګو څخه پيسې او مزدوري نه اخيسته بلکي يوازي يې د الله جل جلاله څخه د مزدورۍ او اجرت هيله درلوده.
دريم : د انبياؤ عليهم السلام د دعوت څخه موخه د يوه الله جل جلاله عبادت او بندګي کول وه.
څلورم : په دعوت او د دوى مبارکانو په بلنه کي د اسانۍ شتون او نه تکليف وو.
پنځم: د انبياؤ عليهم السلام د دعوت هدف او موخه څرګنده اوروښانه وه يعني د يوه تاريک هدف لپاره يې کار نه کاوه چي خلګ په شک کي لوېدلي واى.
شپږم : په دنيا کي سپېڅلتيا او د دنيا په پرتله واخرت ته زياته پاملرنه کول.
اوم : د توحيد عقيدې ته زياته توجه او په غيبو سره د ايمان راوړلو پر موضوع ټینګار.
پورتني شيان چي بيان سوه د انبياؤ عليهم السلام د دعوت مهم فضائل وه چي هر يو به يې ډېر ژر تفصيل واره تربحث لاندي ونيسو.
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ