تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الجاثية لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 4, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الجاثية لنډه پېژندنه 


سورة الجاثية د مصحف او تلاوت په اعتبار ۴۵ سورة دئ، چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة الجاثية ۳۷ آية دئ او ۴ رکوع لري.


د دې سورة نوم د ۲۸ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: 


وَتَرَىٰ كُلَّ أُمَّةٍ جَاثِيَةً ۚ كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَىٰ إِلَىٰ كِتَابِهَا الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ.


ژباړه: او ته به (د قيامت په ورځ) ټول امتونه (او ډلي و فرقې) ووينې چي پر ګونډو به ئي (د بيري او خوف له وجي)، ټول امتونه به خپل و کتابونو ته راوغوښتل سي، نن هغه ورځ ده چي تاسو ته به د هغه څه جزا درکول سي چي تاسو کول.


جاثية يعني په ګونډو کېدل.


په سورة الجاثية کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي 


۱-  قرآن عظيم الشان د الله تعالی له خوا را استول سوی دئ.


۲-  په آسمانونو او مځکي کي او په ټولو ژوندي موجوداتو کي د الله (رب العزة) نښي نښانې سته.


۳-  افسوس دئ پر درواغ ويونکو ګناهکارانو باندي.


۴-  د الله تعالی په امر سره په اوبو کي کښتۍ روانه وي، تاسو د الله تعالی څخه فضل وغواړئ او شکر ئې اداء کئ. د انسان هر عمل خپله د هغه کس له پاره دئ.


۵-  الله (رب العزة) و بني اسرائيلو ته حکمت، نبوت او کتاب ورکئ، د ښو شيانو رزق ئې ورکئ او په ټوله عالم کي ئې دوی ته فضيلت ورکئ.


۶-  الله تعالی تاسو پيدا کړلاست، بيا به مو مړه کيي، بيا به مو په ورځ د قيامت را جمع کي او هر نفس ته به د کړي اعمالو بدله ورکي او د هيچا سره به ظلم نه کېږي.


۷-  ټول ثناء و صفت او لوړوالۍ يوازي الله (رب العلمين) لره دئ.


په سورة الجاثية کي الله تعالی د بني اسرائيلو قصې ته داسي اشاره کړې ده: يقيناً موږ بني اسرائيلو ته کتاب، نبوت او حکمت ورکړی وو، د پاکو او ښو خورکو رزق مو ورکړی وو او پر ټولو عالميانو مو دوی ته فضلت ورکړی وو.


د الله تعالی اوامر مو ور ته واضح کړي وه، ليکن خپل په منځو کي ئې اختلاف وکئ، نو د دوی په منځ کي به الله تعالی په ورځ د اخرت فيصله وکي.


اوس مو تاسو (يعني د محمد ﷺ امت) ته دغه شريعت درکئ، نو خپل د خواهشاتو پيروي او تابع داري مه کوئ. او الله (رب العزة) د پرهيزکارانو (متقيانو) ملګری او دوست دئ.


او دا (قرآن کريم) د انسانانو له پاره حکمت او بصيرت دئ. بالخصوص د مؤمينانو له پاره هدايت او رحمت دئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته