تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ژوند کي د ګناه اغېز
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 28, 2024
  0

لیکنه : محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په ژوند کي د ګناه اغېز


ګناه ( د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم نافرمانۍ) ته ویل کیږي، نو پر همدې اساس له الهي احکامو څخه سرغړونه چي په دنيا کي د بدبختيو او تيارو او په آخرت کي د الهي غضب او ذلت سبب کيږي د بې شمېره آفتونو سرچينه ده. 


که وغواړو په مفصله توګه د ګناه منفي اغېزې وشمېرو؛ نو نه سو کولای؛ مګر په لنډه توګه، د ګناه منفي اغیزې په لاندي ډول درسره شریکولای سو. 


۱ – ګناه په دٌنيا کي د ټولو مصيبتونو، غمونو او پرېشانیو لامل او سرچینه ده؛ 


۲ -  ګناه د انسان زړه خرابوي او د انسان څخه د انسانیت عالي جواهر غلا کوي؛


۳ - ګناه انسان د ناورین کندې ته غورځوي؛


۴ -  گناه د انسان ژوند تنگوي؛ 


۵ - ګناه د مصیبت سبب ګرځي؛ 


۶ - ګناه د انسان عمر کموي؛ 


۷ - گناه د زړه د زنګ او توروالي لامل ګرځي؛ 


 ۸ - ګناه انسان په چټکۍ سره د مرګ او د تباهۍ کندي ته اچوي؛

 
۹ - د گناه له امله د الله پاک او بنده تر منځ حجاب او پرده رامنځته کيږي؛ 


 ۱۰ – کناه د انسان د فلاح او بریا مخه نیسي؛ 


۱۱ - ګناه انسان د عبادت او بندګۍ له بریا څخه بې برخي کوي؛ 


۱۲ – گناه له حلالي روزۍ څخه د محرومتيا او د برکت د ختمېدلو سبب ګرځي؛ 


۱۳ - ګناه یو ډیر لوړ دېوال دی چې د خدای د ملګرو په صف کي د ګناهکارانو د ننوتلو مخه نیسي؛ 


۱۴ - ګناه انسان د رب العالمین له رحمت څخه نا امیده کوي؛ 


۱۵ -  ګناه انسان د ایمان له حلقې څخه بهر کوي؛


۱۶ - ګناه د خدای د غضب سبب ګرځي؛ 


 ۱۷ -  ګناه  د الهي عذاب سبب ګرځي؛ 


۱۸ - گناه د عبادت نورانيت ختموي او په ثواب کي کموالی راولي؛ 


۱۹ -  د گناه نو بدي اغېزې نورو خلگو، حيواناتو او مرغانو ته هم رسېږي؛ 


۲۰ – د ګناه له امله انسان په ټولنه کي خپل شخصیت له لاسه ورکوي. 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته