تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درې نجات ورکوونکي او درې هلاکوونکي شيان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 1, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


درې نجات ورکوونکي او درې هلاکوونکي شيان


عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ثَلَاثٌ مُنْجِيَاتٌ، وَثَلَاثٌ مُهْلِكَاتٌ، فَأَمَّا الْمُنْجِيَاتُ: فَتَقْوَى اللهِ فِي السِّرِّ وَالْعَلَانِيَةِ، وَالْقَوْلُ بِالْحَقِّ فِي الرِّضَا وَالسُّخْطِ، وَالْقَصْدُ فِي الْغِنَى وَالْفَقْرِ، وَأَمَّا الْمُهْلِكَاتِ: فَهَوًى مُتَّبِعٌ، وَشُحٌّ مُطَاعٌ، وَإِعْجَابُ الْمَرْءِ بِنَفْسِهِ، وَهِيَ أَشَدُّهُنَّ. [شعب الايمان<۶۸۶۵]

ژباړه: د ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: درې شيان نجات ورکوونکي دي او درې شيان هلاکوونکي دي.


هغه درې شيان چي نجات ورکوونکي دي: په ښکاره او په پټه کي تقوی ده، په خوښۍ او په خښم کي د حق خبره کول دي او په سرمايه دارۍ او فقر کي اعتدال دی.

 
هغه شيان چي هلاکوونکي دي: هغه نفسي غوښتني چي انسان پسې ځي، هغه بخالت چي انسان يې اطاعت کوي او په خپل ځان باندي د انسان تکبر او دغه تر ټولو په بدۍ کي سخت دی.


يعني ۱ - په پټه او ښکاره کي تقوی. ۲ - په خوشالۍ او په خښم کي حقه خبره. ۳ - په غنی او په فقر کي اعتدال او ميانه روي انسان ته نجات ورکوي.


او ۱ – د نفسي غوښتنو پسې تلل. ۲ – بخالت کول. ۳ – په ځان باندي مغروره کيدل انسان بربادوي او هلاکت ته يې رسوي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته