تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي امارت یوازي د طالبانو نه؛ بلکي دټولو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 4, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسلامي امارت یوازي د طالبانو نه؛ بلکي د ټولو افغانانو ګډ نظام دئ  


د افغانستان اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دئ، د تېرو شاوخوا دوو لسیزو تر قربانیو وروسته افغانان په دې وتوانېدل، چي د وخت زبر ځواک امریکا او متحدینو ته ئې ماته وکړي او په خپل هیواد کي د خپلي خوښي اسلامي نظام حاکم کړي.


د یوه اسلامي نظام رامنځته کول د ټولو افغانانو غوښتنه وه، چي الحمدلله نن ورځ د افغانانو دغه غوښتنه په الهي دربار کي قبوله سوې ده او افغانان د یوه خپلواک اسلامي نظام خاوندان سوي دي.


اوس د دې وخت دئ، چي ټول افغانان لاسونه سره ورکړي او د دا هیواد د آبادۍ له پاره په ګډه خپلي هڅي وکړي، ترڅو دا هیواد د نړۍ د هیوادونو سره سیال سي.


یوه بله مهمه او اساسي خبره دا ده، هغه افغانان چي په تیرو حکومتونو کي ئې دندي اجرا کړي وي، دوی زموږ سر او سترګي دي، خپل وروڼه مو دي او په خپل هیواد کي يې تر بل هرځای ښه عزت او درناوی کیږي، الحمدلله اسلامي امارت د دوی له پاره د ښه او مطمئن ژوند زمینه برابره کړې ده، عام افغانان دي هم د دوی زړونه وساتي، ځکه زموږ پرمختګ زموږ په یووالي کي نغښتی دئ.


د تېري ادارې کارکوونکو ته باید په هیڅ ډول پېغور ورنه کړل سي، ځکه د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له خوا د تیري ادارې ټولو کارکوونکو ته عمومي عفوه اعلان سوې ده، د اسلام په مبارک دین کي هم یو چا ته د هغه د کړنو له کبله پېغور ورکول ښه نه دي بلل سوي. 


 د تېري ادارې کار کوونکي ټول د دې هیواد اتباع دي، زموږ افغانان دي او اسلامي امارت د دوی خپل نظام دئ، نور په هیواد کي د بدبینۍ او کور په کور دښمنۍ وخت پای ته رسېدلی. 


افغانستان نن ورځ د یوه سوچه اسلامي نظام څښتن سوی دئ، تر بل هر وخت نور افغانستان د پرمختګ لوري ته برابر سوی دئ، اوس د تعلیم یافته او مستعدو ځوانانو مسئولیت ګرځي، چي د اسلامي امارت سره اوږه پر اوږه ودریږي او د دې هیواد د پرمختګ له پاره لستوڼي را ټول کړي. 


که موږ وګورو په نړۍ کي ټول پرمختللي هیوادونه د خپلو اتباعو په مرسته تر دې حالت پوري رسېدلي دي، یعني افغانستان هم د نورو هیوادونو په خیراتونو او د هغوی په فرمایشي نظامونو سره نه جوړیږي، دلته اړتیا ده، چي خپله افغانان لاس په کار سي، سره یو موټي سي، دیني او عصري علوم زده کړي او دا فکر پرېږدي چي بهرنیان به ئې هوسا کړي. 


بهرنیو هیوادونو تل د افغانانو سره جفا کړې ده، هیڅکله ئې نه دي غوښتي، چي افغانان پر یوه دسترخوان سره را ټول سي، تل ئې دا پالیسي مخته وړې ده، چي (تفرقه واچوه، حکومت وکړه) یعني بهرنیان غواړي افغانان تل په خپلو منځو کي بې اتفاقه وي، ترڅو بیا دوی په آسانۍ ور باندي حکومت وکولای سي. 

 

www.taleemulislam.net

 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته