تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لږ فکر وکړئ! موږ د یوه غریب ملک اوسېدونکي یو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 8, 2024
  0

لیکنه: حشمت الله مجددي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


لږ فکر وکړئ! موږ د یوه غریب ملک اوسېدونکي یو

 

زموږ د خلګو هغه د بې ځایه مصرفونو زور اوس راوختی. نن چي پر موږ قحطي راغله د هر شي راباندي ګراني سوه. د کار و روزګار درک نسته، پیسې نسته هر یو په ځان پوري حیران دئ. په تېرو ۲۰ کلنو کي څوني بې ځایه مصارف وسول او څوني پیسې بیا بیرته خارج ته پسي ولاړې. د یوه واده مصرف به مو ۲۰ و ۳۰ زره ډالر ؤ او شوقي ته به د ۵۰۰۰۰ زرو افغانیو سربېره په بخششي کي په لکاوو نوري ورټولېدې. 


هغو چي په هفته کي بې د ریګو د مېلې له پاره ۴ څلور ویلۍ/ پور رنر سرپ موټر رانیوئ او بیا بې هلته په ډرۍ و مسخرو کي پسي ټکر کئ وروسته بې د اوبو په بیه خرڅ کئ هغوئ اوس د ماښام ګوله نلري. هغو چي په ودونو کي رقابتونه سره کوله او پر یوې شایستې ښځي بې په ولور کي په لکاوو ډالر ورکول اوس پوښتنه ځیني وکړئ د بېبان پوروړی به لا وي. موږ د فرصت څخه عظیمه ګټه پورته نه کړل او نه دا مهارت په موږ کي سته. یو څو د ګوتو په شمېر افغانان به نه یادو چي دوی د ځان، کورنۍ او ملک له پاره کار وکړ. 


زموږ او د عربو په ژوند او خوراک کي هیڅ توپیر نه ؤ. دوئ پیسې لري څیښي یې، خوري يې او عشقونه کوي. عرب خو زړه په دې پوړه دئ چي د تېلو پراخي ذخیرې لري او د غرب ټوله بانکونه د عربو په پیسو ډک دي. موږ افغانانو چي د بل څخه ګټلي څه درلودې، هغه مو ټولي خاوري کړې، په پورونو کي مو هم ښه ځانونه پسي غرق و ترک کړه. د عربو مفکوره چلول چي خوره یې، څیښه يې او عشقونه کوه. کاش! ملک په دغه رقم جوړ سوی وای! عرب چي اوس کومه پایلوچي کوي، هغه موږ سلو کلونه وروسته هم نسو کولای. افغانان د یوه بډای ملک اوسېدونکي دي خو خلګ یې تر اوسه غریبان دي، او دا ملک دوني کار غواړي، چي شپه و ورځ یوه کړو، شاید دا ملک په ډېر وخت یو ځای ته ورسیږي. په دې به موږ باور او ایمان لرو چي د ټولو کایناتو چلوونکی او کنترولونکی یوازي الله جل جلاله دی. په دې هم باید باور ولرو چي د پرمختللي ملک ترشا قوي اقتصادي او پر عدالت ولاړ نظام غواړي.


 په کافي شاپونو کي د بې ځایه ناستي پر ځای، که؛ دغسي ناستي د وطن ابادۍ له پاره سوي وای نو وطن به وطن وای! د وطن د بربادۍ اصلي لامل موږ یو او دا دروند بار به نوي نسل ته ډېر ستونزمن وي. اوسنی نسل خو ۲۰ شل کاله د اور په لمبو کي وسوځل سو او اوس د تحریک یا انقلاب بل پړاو ته داخل سوؤ. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته