تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لوی اختر فلسفه، ارزښت او لمانځل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 15, 2024
  0
لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
د لوی اختر فلسفه، ارزښت او لمانځل 
 
د اختر د ورځي فلسفه
 
د اختر ورځ هغه ورځ ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ او خوشبختۍ ورځ نومولې ده لکه څنګه چي د ابو داود شريف په حديث کي راځي: کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی خلکو دوې ورځي چي ورځ د نوروز او اوله ورځ د ميزان وه په اختريزو ځانګړيو مراسمو باندي لمانځلې رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چي دا کومي ورځي دي چي تاسو يې لمانځی؟ هغوی وويل: موږ په جاهليت کي لمانځلې نو اوس يې هم لمانځو. 
 
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته د دغو ورځو په بدل کي تر هغو غوره دوې نوري ورځو درکړيدي چي تاسو يې د ځان لپاره اختر ونيسئ او په اختريزو مراسمو يې و لمانځئ چي ورځ د کوچني او ورځ د لوی اختر ده.
 
نو له هماغه ورځي څخه په اسلام کي د اخترونو په صفت همدغه دوې ورځي پېژندل کيږي او په اختريزو مراسمو يې لمانځل مسلمان ته روا کيږي نوري ورځي چي ځيني نور خلک ورته اختر وايي او په اختريزو مراسمو يې لمانځي په اسلام کي کوم ثبوت او ارزښت نه لري او مسلمان يې بايد د لمانځلو څخه په کلکه ډډه وکړي په خاصه توګه د نوروز ورځ چي مسلمان ته يې په هيڅ صورت لمانځل نه دی روا.
 
په خلاف د هغو خلکو چي عقيدې يې ضعيفي وي، د اسلام د دين په کامله کيدلو يې سر نه خلاصيږي او د ژوند په ټولو برخو کي د اسلام د دين بسيا او خود کفايي ورته نه معلوميږي دوی هغه ورځي لمانځي کومي چي په اسلام کي نه تنها دا چي ثبوت نه لري بلکي د ځينو د لمانځلو څخه خو صراحتا ممانعت راغلی وي او اسلام و هيڅ مسلمان ته د دې اجازه نه ورکوي چي هغه ورځي دي په ځانګړيو اختريزو مراسمو باندي و لمانځي آن تر دې چي د دې اجازه لا نسته چي د اختر په نامه يې ونوموي.
 
د اخترونو ورځي د هغو ورځو بدیل راغلي دي چي مخکي تر اسلام خلکو لمانځلې او د دې لپاره چي مسلمانان د خوشالۍ کولو لپاره ځانګړي ورځي ولري او د عبادت په کولو باندي یې مرتبې لوړي شي الله پاک ورته دغه مبارکي ورځي ورکړیدي.
 
 
د لوی اختر د ورځي فضايل
 
۱ – د لوی اختر ورځ د هغو لسو ورځو څخه يوه ورځ ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د کال بهترينه ورځي بللي دي.
 
۲ – د لوی اختر ورځ د مسلمانانو لپاره شرعي اختر دی، مسلمانان هر کال و دغه ورځي ته انتظار باسي او چي کله دا مبارکه ورځ را رسیږي پدې ورځي کي مسلمانان يو بل ته مبارکي ورکوي، او د نيکو اعمالو په کولو باندي الله جل جلاله ته ځانونه نژدې کوي ځکه پدې ورځ کي مسلمانان پر يوبل باندي پوښتنه کوي، صله رحمي مراعات کوي، اختريان حلالوي، د مسکينانو سره مرسته کوي، په اجتماع باندي د اختر لمونځ آداء کوي، د تشريق تکبيرونه وايي، پر ځان او اولاد باندي پيراخي د روزۍ کوي او داسي ډېر نور ښه کارونه سر ته رسوي، چي دا ټوله د دې ورځي پر ارزښت او فضيلت باندي دلالت کوي.
 
۳ – د لوی اختر ورځ د لوی حج ورځ ده په دې ورځو کي حجاج کرام د حج ډېر افعال او مناسک سر ته رسوي لکه طواف کول، د صفا او مروا تر منځ تګ کول، شکريه حلالول، د سر د ورېښتيانو خريل يا لنډول او د جمرة العقبة ويشتل، دا ټوله هغه کارونه دي چي د دې ورځي پر فضيلت او ارزښت باندي دلالت کوي.
 
۴ – د اختر ورځي فضيلت په يوې ورځي کي نه خلاصيږي بلکي څو ورځي نور هم دوام کوي ځکه درې ورځي د اختر وروسته هم ډېري معززي ورځي دي چي مسلمانان پکي ډېر ښه اعمال سر ته رسوي.
 
نو موږ مسلمانان بايد ودې مبارکي ورځي ته د ډېر عزت او احترام په سترګه و ګورو او په ډېرو ښو مراسمو يې و لمانځو.
 
د منکراتو څخه د ځان ساتنه
 
کله چي الله پاک پر انسان خپل خاص رحمت وکړ او داسي ورځ يې ورکړه لکه ورځ د اختر نو د انسان لپاره هم دا لازمه ده چي د الله پاک شکر پرځای کړي چي يقينا د شکر په آداء کولو د انسان لپاره د الله پاک رحمتونه او نعمتونه ډېريږي لکه د آيت مفهوم چي همداسي دی: چي ای بندګانو که چيري تاسو زما شکر آداء کړ نو زه به خپل نعمتونه نور هم  درباندي ډېر کړم او که مو کفران د نعمت وکړ بيا نو پوه سئ چي زما عذاب ډېر سخت دی.
 
د الله پاک د شکر آداء کول په لاندي شيانو کولای شو 
 
• د اختر په ورځو کي بايد د اسراف څخه ځان وساتو، د شيرينۍ او ځينو خوراکي توکو په رانیولو او استعمالولوکي اعتدال مراعات کړو، که څوک د ځان او خپل کور لپاره شيريني رانيسي نو د بل مسکين غم هم بايد ورسره وي، ددې پر ځای چي پر شيرينۍ او خوراکي شيانو ډېري روپۍ لګوي هغه دي و يو مسکين ته ورکړي تر څو مسکين هم ورڅخه خوشاله سي، الله پاک هم ورڅخه خوشاله سي، او ځان د الله پاک د رحمت مستحق هم وګرځوي.
 
• د اختر په مبارکو ورځو کي بايد انسان ځان د بې فايدې او عبثو کارونو څخه وساتي لکه د سپيو، خروسانو، هګيو او نورو حيواناتو د جنګولو څخه، ځکه متقي انسان دا ندی چي نفلي عبادات ډېر کوي؛ بلکي متقي او پرهيزګار انسان هغه دی چي د عباداتو د کولو ترڅنګ د محرماتو څخه هم ځان ساتي.
 
• د اختر په ورځو کي دي د غير شرعي او ناروا رواجونو څخه  ځان وساتي، ځيني داسي مراسم شته چي نه تنها دا چي جايز نه دي او فايده نه لري بلکي شرعا حرام او ناروا دي لکه د موسيقۍ محفل جوړول، د شراب څښلو او ورقو کولو مجلس جوړول او دېته ورته نور محافل چي ځيني د دين څخه ناخبره خلګ يې په دې مبارکو ورځو کي جوړوي.
 
همدا راز په دې ورځو کي ځيني خلګ فاتحه نيسي چي داکار هم شرعا نه دی روا ځکه دا ورځي د مصيبت لپاره نه بلکي د خوشالۍ لپاره دي.
 
• لکه په نورو ورځو کي چي مسلمان لمونځ په جماعت سره کوي د اختر په ورځو کي هم بايد مسلمان لمونځ په جماعت سره وکړي او په دې پلمه چي ورځ د اختر ده او زما مصروفیتونه ډېر دي د جماعت پرېښودل ورته نه رواکيږي.
 
• په ځينو سيمو کي داسي رواج دی چي د اختر مخکي د هر چا مړی سوی وي هغه دغه اختر نه لمانځي، نوي کالي نه اغوندي، ځان نه پاکوي او هیڅ ډول اختریز مراسم نه ترسره کوي چی دا غلط کار او غلط رواج دی موږ باید د دې رواج څخه ځان وساتو.
 
• همداسي کور ته چي د اختر مخکي یې مړی سوی وي په ځینو ځایونو کي د کلي خلګ او امام ټوله په یووار د فاتحې لپاره ورځي سره د دې چي د هغه شرعي درې ورځي فاتحه خو مخکي خلاصه سوې وي دوی هم مخکی تسلیت ورکړی وي خو د اختر په ورځ بیا ورځي دا رواج هم هیڅ شرعي دی هیڅ ثبوت نه لري او موږ باید ورڅخه ډډه وکړو ځکه شرعا تر درو ورځو اضافه مصیبت په اسلام کي نسته دا چي څو میاشتي یا هفتې وروسته دوی ورځي بیرته یې مصیبت را تازه کوي دا خپله یو غیر شرعي عمل دی.
 
د اختر د ورځي آداب
 
د دې مبارکي ورځي د آدابو د پرځای کولو لپاره بايد مسلمان مخکي تر دې چي د لمانځه لپاره عيدګاه ته ولاړ سي غسل وکړي، ښه کالي واغوندي، عطر وکاروي او د اختري تر حلالولو پوري دي ځان د خوراک څخه وساتي.
 
په دې ورځي کي بايد مسلمان خپل اړ او ناداره ګاونډيان هېر نکړي ځکه چي په دې ورځي کي نفلي صدقات ډېر ثواب لري.
 
کله چي عيدګاه ته ځي تکبيرونه دي نه هېروي، پر يوې لاري دي ولاړ سي او پر بلي لاري دي بيرته خپل کورته راسي، په لوی اختر کي دي مخکي تر تللو و عيدګاه هیڅ شی نه خوري بلکي د خپل اختري تر حلالولو پوري دي صبر وکړي کله چي یې اختری حلال کړ خپل امساک دي د اختري په غوښو باندي مات کړي.
 
د عیدګاه د لمانځه وروسته چي کله د خپل مسلمان ورور سره مخامخ کيږي د ځان او د خپل مسلمان ورور د عباداتو د قبوليت دعاء دي وکړي ځکه په صحابه وو کي دا رواج وو چي د اختر په ورځ به  دوی سره مخامخ کيدل نو يو بل ته به يې ويل: تقبل الله منا ومنکم صالح اعمالنا. يعني الله پاک دي زموږ او ستاسو نيک اعمال قبول کړي.
 
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو پراساس بايد هر مسلمان نور مسلمانان د خير کارونو ته تشويق کړي او د بدو کارونو څخه يې را وګرځوي. 
 
کله چي د عیدګاه څخه کور ته راسي خپل اختری دي حلال کړي، د اختري په حلالولو کي ښه خبره دا ده چي خپله یې حلال کړي که یې خپله نشو حلالولای بل څوک دي ورته حلال کړي خو خپله دي ورته ودریږي.
 
د اختري په غوښو کي سنت طریقه دا ده چي غوښي یې درې برخي سي یوه برخه یې خپله وخوري بله برخه یې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او درېیمه برخه دي بېګانه مسکینانو ته ورکړي.
 
اختر د چا لپاره دی؟
 
يو څوک د اختر په ورځ د حضرت علي رضي الله عنه کور ته ځي که ګوري چي مخته يې ارزان قيمته او عادي خواړه ايښي دي دا سړی ورته وايي: ای علي(رضي الله عنه) د اختر ورځ ده خو ته د ارزان قيمته خوړو څخه استفاده کوې؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته فرمايي: «ليس العيد لمن لبس الجديد، إنما العيد لمن طاعته تزيد». يعني اختر د هغه چا لپاره نه دی چي نوي کالي واغوندي بلکي اختر د هغه چا لپاره دی چي ډير طاعت او بندګي وکړي.
 
«ليس العيد لمن حاز الدرهم والدينار... إنما العيد لمن أطاع العزيز الغفار». اختر د هغه چا لپاره نه دی چي ډېر دراهم او دنانير لاسته راوړي بلکي اختر د هغه چا لپاره دی چي د عزيز اوغفار الله پاک اطاعت وکړي.
 
نو د هغو خلکو لپاره دي خوشالي او مبارکي وي چي د ذوالحجې په نورو ورځو کي یې عبادت کړی وي، د مساکينو او فقيرانو سره يې مرسته کړې وي او پوره تقوی يې لاسته راوړې وي ځکه اصلي اختر هم د دوی لپاره دی.
 
 
د اختر د ورځي پيغام
 
د اختر ورځ د مسلمانانو لپاره د يووالي او اتحاد د ثابتوالي ورځ ده، د اختر ورځ د توبې او مغفرت ورځ ده، د اختر ورځ د نورو اړو مسلمانانو د حاجت پوره کولو ورځ ده.
 
دېته بايد تل ډېره پاملرنه ولرو چي مسلمانان بايد هميشه د دښمنانو په مقابل کي خپل يووالی او اتفاق په ثبوت ورسوي په ځانګړې توګه پداسي ورځي کي چي د اجرت او مزدورۍ ورځ ياديږي، هغه ورځ چي مسلمانان په يو ځای کي په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کوي چي دا خپله پر فکري، عقيدتي او عملي وحدت او يووالي دلالت کوي او د دې ښکارندويي کوي چي مسلمانان د ځايونو، قومونو، رنګونو او ژبو د توپير سره سره د يوې کورنۍ پشان دي او دا بايد موږ مسلمانان د ځان وظيفه وبولو چي ټوله اوږه پر اوږه په عيدګاه کي په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کړو او بيرته په ډېري خوښۍ او خوشالۍ سره خپلو کورونو ته  ستانه سو.
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته