تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پل صراط حقیقت څه شي دی؟
 
  January 7, 2017
  0
لیکنه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په دنیا کي صراط المستقیم لار هغه سیده لار ده چې یوې او بلي خوا ته یې تجاوز کول انسان هلاکت ته غورځوي چي په آخرت کي به دا په حقیقي بڼه او شکل خلګو ته وښودل شي چې هغه پل صراط دی چې دا ډیره باریکه لاره ده چي د هغې څخه اخوا دیخوا کیدل او تجاوز کول په حقیقت کې په جهنم کې غوځیدل دي چي ټولو خلګو ته به په حقیقې ډول په نظر ورشي.

که په دنیا کي په مستقیمه لار تللی وي ، تر حد یې تجاوز نه وي کړی نو په پل صراط به هم سیده تیر شي او که په دنیا کي په سیده لار نه وي تللی او کوږ وږ شوی وي ، تر حد یې تجاوز کړی وی نو پر پُل صراط به هم تر حد تجاوز وکړي او په دې پُل به نه شي تللی  ځکه دغه لاره په حقیقت کي د دنیا د روحاني لاري یوه نمونه ده.

د پُل صراط په باره کې راغلي دي چي هغه به د ویښته څخه باریکه او نرۍ وي او د تورې څخه به تیره وي نو همداسي په دنیا کي د علمِ شریعت حال دی . پس په دنیا کي د شریعت  احکام د توري څخه تیره او د ویښته څخه باریکه دي. 

مأخذ : د اسلام احکام د عقل په رڼا کې / تالیف: حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله
 
-------------------------
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته