تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام (۱) برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 1, 2024
  0

لیکوال: مفتي سید خالد بخاري 

ژباړن: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د فېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام

(لومړۍ برخه) 

اړتیا او ارزښت

 

نن په نړۍ کي د ټولنیزو رسنیو استعمال تر شوق هاخوا د ډېرو خلګو داړتیا ځای نیولئ دئ. په ځانګړې توګه د ۲۰۰۴م کال راهيسي چي کله فېسبوک منځته راغئ نو دا حالت نور هم په ډېره تيزۍ سره بدل سوی دئ. اوږدې فاصلې لنډي، په یو ليپ ټاپ کمپیوټر یا موبایل کي ځای پرځای سوي دي .

 

د ټولنیزو شبکو دومره تېز پرمختګ او مقبولیت که د یوې خوا انسانانو ډېري فایدې تري پورته کړې، بل اړخته ډېري ستونزي ئې هم را زېږولي دي که ټولنیزي اړيکي ډېري سوي دي؛ نو اخلاقي بدۍ هم ډېري سوي دي.

 

هيڅ ټکنالوژي په خپل ذات کي نه بده او نه ښه ده دهغې ښه والی او بدوالی د استعمال سره تړلئ دئ. یو پوه او عقلمند انسان تل ايجادات د مثبت مقصد لپاره استعمالوي او د منفي استعمال څخه ئې ډډه کوي، په ځانګړې توګه د يوه مسلمان کوښښ دا وي چي د نوي هر سهولت او اسانۍ استعمالولو پر وخت هغه د الله جل جلاله نعمت وبولي او په صحیح او د مثبتو اهدافو په لاره کي ئې د استعمال بڼه د الله جل جلاله په دربارکي عملي شکر وړاندي کوي. د ټولنیزو شبکو پرمختګ او ترقي تر ټولو زیاته متأثره طبقه ځوانان دي، په ځوانانو کي د بيلاريتوب او بيباکۍ یو ډېر ستر سبب فيسبوک یا دې ته ورته نوري ټولنيزي شبکې وبولو، نو مبالغه به مو نه وي کړې.

 

لهذا، ددې اړتيا په محسوسولو سره د خيرخواهۍ په نيت مي د خپلو ځوانانو وروڼو او خويندو لپاره دفېسبوک د استعمال یو څه اسلامي احکام او اداب سره راټول کړه، هيله لرم چي په توجه سره یې ولولئ او که چيري عمل په وکړئ نو د الله جل جلاله ذات ته پوره اميد دئ چي د فېسبوک د روحاني او ټولنيزو نقصاناتو څخه تر ډېره بريده محفوظ سي.

 

که چيري دا اپليکيشن ګټور بولی نوخپلو ملګرو او دکورنۍ غړو سره ئې خامخا شريک کئ تر څو ددې څخه ډېر خلګ فایده ترلاسه کي تاسو خپل رایه او وړانديزونه پر لاندي جمیل([email protected])ادرس لېږلای سی یا یې پرلاندي واټساب (0703809700)رالېږلای سی.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته