تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په خپل لاس د ډوډۍ پيدا کولو ارزښت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 4, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په خپل لاس د ډوډۍ پيدا کولو ارزښت


عَنْ الْمِقْدَامِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ :عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَا أَكَلَ أَحَدٌ طَعَامًا قَطُّ خَيْرًا مِنْ أَنْ يَأْكُلَ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ وَإِنَّ نَبِيَّ اللَّهِ دَاوُدَ عَلَيْهِ السَّلَام كَانَ يَأْكُلُ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ. [البخاري]


ژباړه: مقدام رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تر هغه خوړو چي انسان يې په خپل لاس پيدا کوي ګرسره ښه خواړه نسته او د الله نبي داود عليه السلام د خپل لاس څخه خواړه خوړل.


يعني تر ټولو غوره روزي او مال هغه دی چي انسان يې په خپل لاس باندي پيدا کوي؛ يعني کار کوي او په بدل کي يې مال لاس ته راوړي او په خپل لاس د کار کولو فضيلت دومره ډېر دی چي د الله پيغمبر داود عليه السلام کار کوی او په خپل لاس يې خپله روزي پيدا کوله.


نو موږ هم بايد کوښښ وکړو چي خپله روزي په خپل لاس پيدا کړو او د سوال او ګدايۍ څخه ځانونه وساتو.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته