تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عادتونه مو بدل کړئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 30, 2024
  0

لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عادتونه مو بدل کړئ

 

د ناکامه او بریالي تر منځ لوی توپیر یوازي په عادتونو کي دئ؛ بریالي خلک هوښیار او ځیرک نه دي، بلکي د دوی غوره او قوي عادتونو له دوی څخه بریالي خلک جوړ کړي دي. 


کله چي یو کړنه زموږ عادت جوړیږي، بیا ئې په ترسره کولو کي ستونزه نه وي؛ بغیر له کوم تکلیف څخه موږ هغه چاره سرته رسوو. دوې میاشتي هره ورځ ورزش وکړئ، دوې هفتې هره ورځ مطالعه وکړئ، یوه میاشت په دوامداره توګه ټوله لمونځونه په جماعت سره اداء کړئ، وروسته به ددې چارو تر سره کولو کي هیڅ ستونزه و نه وینئ. په اتومات ډول به ئې سرته رسوی. همدا د عادت تعریف هم دئ.


ډارن هارډي په The Compound Effect کتاب کي لیکي: 


د ځغاستي بوټونو رانیولو سره د ځغاستي په سیالي کي اول کېدای نه سو، بلکي د هغه له پاره منظمو عادتونو خپلولو او سختو تمرینو ته اړتیا ده.


کومي لویي پرېکړي، چي پایله و نه لري هغه بې ارزښته دي. د بېلګي په ډول، زه وایم، چي زه به هره ورځ دوه ساعته ورزش کوم، مګر که زه دا کار و نه کړم، نو دغه لویه پرېکړه هیڅ ارزښت نه لري. په حقیقت کي، هغه پرېکړي چي عملي نه سي، پر ځان د باور کمېدو لامل ګرځي. 


خلک د ځان بدلولو هڅه کوي. لوړي ارزوګاني هم لري، مګر هغه  عادتونه، چي د کارونو د سرته رسولو له پاره باید بدل سي، هغه عادتونه نه بدلوي. غواړي د ورځي ډېر کار وکړي، خو سهار د ناوخته را کښېنستو عادت نه پرېږدي، غواړي تندروست و اوسي، خو د غوړو او خوږو غذاګانو خوړل نه پرېږدي او نه ورزش ته ملا تړي، غواړي ستر انسان و اوسي، خو حرکت نه کوي، ناست وي.


موږ خپل ځانونه د پرمختګ نه کولو په خاطر ژر ملامتوو، خو خپلي تګلاري او بد عادتونه نه ملامتوو او هغه ناکامه سوي تګلاري بیا بیا ځلي عملي کوو، ترڅو کار وکړي. اصلي خبره داده، که موږ په څو واره د یوې ځانګړي تګلاري په عملي کولو کي ناکام سو، دا وار ئې باید بدله کړو. که څه هم هغه تګلاره و نورو خلکو ته ګټوره تمامه سوې وي.


د رهبری تکړه لیکوال جان سي ماکزویل وایي: 


ترڅو چي د ژوند ورځنۍ چاري او عادتونه بدل نه کړی، تر هغو ستر او بریالي کېدای نه سی. ونیسه له نن څخه ئې شروع کړه. 


په عادتونو کي د بدلون له پاره مایکل میکالکو په خپل کتاب Thinkertoys  کي یو نادره تخلیقي فکر وړاندي کوي. و دې ته  د "مخالفو اړخونو" نوم ورکوي. 


ته چي د کومو شیانو په اړه همدا اوس فکر کوې په ”مخالفو اړخونو“ کي د هغه و ضد او مخالف اړخ ته فکر وکړه، بیا به و ګورې، چي څومره نوښتګري نظریې پیدا کوې او عادتونه ورسره بدلوې.


یو بې خونده بېلګه به دلته راوړو: د ځمکي پر سر، که د یو لوی تعمیر د جوړولو پر ځای، موږ د ځمکي په داخلي ژوره برخه کي یو لوی تعمیر جوړ کړو، نو څه به وسي؟ دغسي فکر کول زموږ دماغ هڅوي، تر څو نوښتګر فکر وکړي او ددې کار د امکان له پاره د افکارو یو لړۍ جوړیږي. 


که ستا و ورزش ته زړه نه کېږي؛ عادت ئې نه سې نیولای، نو د نیم ساعت ورزش کولو مخالف اړخونه و سنجوه. که ته ورزش و نه کړې، نو څومره زیان در رسیږي؟ دا زیان په یوه ورځ مه محاسبه کوه، بلکي دوامداره ئې محاسبه کړه. که میاشت او کال ورزش و نه کړې، نو څومره زیان به دي لیدلی وي؟ تر زیان ورسته ئې یو ځل ګټي هم و سنجوه.


ددې له پاره چي بدل سوي عادتونه دوامداره کړی، نو شروع په لږ څه وکړی. نوي عادتونه به په کراره ژوري ريښې و غځوي او ستاسو په محکمو، مثبتو او دایمي عادتو به بدل سي. که تاسو ښه عادتونه په ځان کي پیدا کړل، نو بدو عادتونو ته به هیڅکله موقع ور نه کول سي. 


هغه خلک، چي د خپلو بدو عادتونو په خاطر په توره تیاره کي دي، هغوی د روښانه ژوندانه له پاره رڼا ته اړتیا لري. که ستاسو ژوند په بشپړه توګه بدو عادتونو در ګډوډ کړی وي، نو د یو څو ښه عادتونو په زیاتولو سره تاسو خپل ځان بدلولای سی.اصل کي تاریکي هیڅ شتون نه لري؛ د رڼا نشتوالي ته تاریکي ویل کېږي. ښایي ځیني خلکو د ښو عادتونو رڼا په خپل ژوند کي نه وي ځلولې، نو په بدو عادتونو اخته دي او د ښو عادتونو د رڼا نشتوالی په ژوند کي و بدو عادتونو ته ځای ورکوي. که تاسو په خپل ژوند کي مثبت عادتونه زیات کړی، دا مثبت عادتونه و نورو مثبتو عادتونو ته لار سموي. دا د یو ځلانده بنیاد په توګه د جوړولو له پاره هم کار کوي.


معلومات، د ژوند د فلسفې په توګه دا واضح کوي، څرګندوي او مني، چي لومړۍ ګام د تل له پاره تر ټولو اړین ګام وي. یا په بل عبارت، دغه ستاسو سره د مثبتو عادتونو ترڅنګ په نورو برخو کي هم مرسته کوي. 


سټيفن ګېز په Mini Habits کتاب کي د کوچني عادتونو پر ارزښت ږغېدلی، لیکي: 


حیرانونکي لوی تغیرات او پرمختګونه د ”کوچني عادتونو“د تعقیبولو څخه تر لاسه کېږي، کوچني عادتونه زیاتي ګټي لري: 


 اوله ګټه: تاسو به د ټاکلي اندازې تر پوره کولو وروسته نور هم ادامه ورکړی، ځکه موږ د مثبت چلند غوښتونکي یو او ددې شروع کول داخلي کمزوری کموي.


دوهمه ګټه: د کوچني عادتونو پلي کول ستا روزمره عادت ګرځي. له همدا اوس څخه خپلو عادتونو کي زیاتوب راوله.


بله ګټه: دوامداره بریا. کوچني عادتونه مو دوامداره بریا ته رسوي.


عادتونه په دماغ کي ځای نیسي، دا ډېره جالبه خبره ده، زه غواړم ښه ئې واضح کړم. 


عصبي لاري په دماغ کي د اړیکو چینلونه دي او دا لاري هغه عادتونه دي، چي په فزیکي او حقیقي نړۍ کي ورته والۍ سره لري. دا څنګه کار کوي؟ 


دا داسي کار کوي: کله چي د عادت په مټ د یوه فکر یا بهرنۍ هڅوني څخه عصبي لار را منځته سي، نو ستاسو د دماغ په غځېدلو لارو کي یو بریښنایی حرکت پیدا سي او بیا د هغه کړني د عادت ګرځولو ټینګار او فکر کوي. د بېلګي په توګه: که تاسو له خوب څخه تر را پورته کېدلو وروسته سمدستي هره ورځ حمام کوی، نو تاسو به ودې کړني ته ورته یوه عصبي لار ولری. کله چي تاسو له خوب څخه را پورته سی د ”حمام کولو عصبي حجرې“  به مو حرکت وکړي او تاسو به بغیر له فکر کولو د حمام و خواته خپل قدمونه واخلی. دا د ښه یا بدو عادتونو جادو دئ. څومره چي یو عادت په تاسو کي ډېر وي، هغونه به ئې عصبي لاري زیاتي او قوي وي.

 

یوه بله بېلګه هم ږدم: وختي بیدېدل، سهار وختي را کښېنستل، اودس، لمونځ، تلاوت او ورزش کول د یو چا عادت وي. دا عادت دده په دماغ کي عصبي لاري جوړي کړي وي؛ دا عادت ئې په ځان کي پوخ کړی وي. ماخستن د خوب د وخت په را رسېدو سره ئې اتومات عصاب سیګنلونه ورکوي، چي ستا د خوب وخت سو، حتی سهار په بیده حالت کي د راويښېدو عصبي حجرې پر حرکت راځي او دی هڅوي، چي را پورته سي، همداسي د لمانځه، تلاوت او ورزش حجرې هم.


سګرېټ څکونکي به مو لیدلي وي، سګرېټ ئې عادت جوړ سوی وي، هغوی هم د همدې خبري یو ښه بېلګه ده. 


په دغه معلوماتو پوهېدل زموږ هدف روښانه او اسانه کوي. موږ غواړو، چي د بیا-بیا تکرار په مرسته عصبي لاري جوړي او قوي کړو. دا کار اسانه بریښي، خو د عملي کولو پر وخت به د طبعي انساني محدودیتونو سره مخ سی. لکه ”دا کار سخت دئ؛ دا کار نه کېږي او ...“  خو موږ به ئې نه پرېږدو، کوچني ګامونه به اخلو، کوچني کوچني عادتونه به خپلوو او په مټ به ئې له ځانه ستر انسان جوړوو.


نن، نړۍ تر بل هر وخت خورا چټکه روانه ده او پایله کي ئې موږ تر فشار لاندي یو. ژوند هم بشپړ نه دئ، بغیر له فشارونو هیڅ نه تېريږي. 


ذهني فشار په عادتي کړنو کي زیاتوالی راولي- هغه که ښه وي او که بد. د UCLA  په دوو او د ډاک پوهنتون په یوه تجربه کي موندل سوي، چي ذهني فشار د خلکو جاذبه د عادتي کړنو پر لور زیاتوي. پروفیسوره وینډي ووډ د Journal of Personality and Social Psychology  په څېړنه کي وایي: ”هغه خلک په اسانۍ سره پرېکړه نه سي کولای، چي تر ذهني فشار لاندي وي، کلک هوډ نه لري او یا جذباتي  وي. کله چي تاسو د پرېکړي پر وخت زیات ستړي یاست، نو تاسو پرېکړه د هغه عادتونو له مخي کوی، چي تاسو ئې عموماً په تکراري ډول سرته رسوی.“  دا خبره د ښو او بدو عادتونو دواړو له پاره ده او دا زموږ په ژوند کي د دوی د اهمیت له پاره خورا مهم نظر دی.


دا خبره به لږ نوره هم ساده کړم. کله چي زموږ دماغ ستړی یا د ذهني فشاو بوج وي، نو موږ پرېکړه د خپلو عادتونو له مخي کوو، مثلا: ستړي یو، اوس د ورزش وخت دئ. وې کړم او که نه؟ دې وخت کي د ذهن پرځای زموږ عادتونه پرېکړه کوي. که ورزش زموږ عادت جوړ سوي وي، نو بغیر له کومي هڅوني او تشویق څخه به ورزش شروع کړو او که ورزش زموږ عادت نه وي جوړ سوی، نو پاته به وي. ایا ورته متوجه سوي یاست، کله کله موږ ټوله ورځ په کار کولو سره دماغي او بدني ستړي سو، خو بیرته د هوسایي لپاره و ورزش ته ولاړ سو، دا ولي؟ دا ځکه چي ورزش زموږ هغه عادت جوړ سوی وي، چي موږ ته د ستړیا پر ځای هوسایي راکوي.


و منفي فکر ته د جواب موندلو له پاره یو ښه نسخه ده: ته د یو ګړي له پاره فکر وکړه، څه به پېښ سي که چیري ستا بد عادتونه تا تر زیات ذهني فشار لاندي راولي؟ ستا ذهني فشار بد عادتونه را منځته کوي، له کوم څخه چي تېروتنه، داخلي خواشیني او نور ذهني فشار زېږي او بیا له دې څخه بد عادتونه رامنځته کېږي. اوس فکر وکړه، څه به وسي که ستا عادتونه په طبعي ډول د ذهني فشار ختمونکي وي لکه ورزش کول. که داسي وي، نو بیا خو ستا ذهني فشار خپله تا و ورزش ته مجبوروي او ورزش تا له ټولو خواشینیو څخه ژغوري. ستا پر ژوند باندي د مثبتو او بدو عادتونو اغېز خورا عجبه دئ؛ سره له دې چي مثبت اړخونه سخت دي، خو تا د بریالیتوب لور ته کشوي او هغه بل اړخ دي په دوامداره توګه و منفي لور ته ور ټېله کوي. 

 

د یو عادت جوړول څومره وخت نیسي؟ دا پوښتنه سټیفن ګېز په خپل کتاب کي ښه څېړلې ده:


د عادتونو بدلول د ۲۱ یا ۳۰ ورځو خبره نه ده. په ۲۱ ورځو کي د عادت بدلولو خبره د پلاستیکي جراح ډاکټر ماګزویل مالټز  لخوا سوې. ډاکټر مالټز و موندل هغه کسان چي د بدن یو غړی ئې پرې سي، هغوی په ۲۱ ورځو کي د پرې سوي غړي د نه شتون سره عادت کېږي. دی دلیل وایي، چي د یو چا له پاره ۲۱ ورځي کافي دي، ترڅو د ژوند هر بدلون و مني. ایا رښتیا داسي ده؟ ډاکټر مالټز وايي: که د یو کس راسته لاس پرې سي، نو هغه به په یویشتو ورځو کي د دا بل لاس سره په کار کولو عادت و نیسي. خو زه وایم چي په ۲۱ ورځو کي د بدن د پرې سوي غړي سره عادت نیول او هره ورځ د ډېرو اوبو څېښل عادت کول توپیر سره لري. هره ورځ ۱۵۰ ځله سینه کشي کول بیا ددې دواړو څخه بېل دي. 


دا چي یو عادت په څومره وخت کي جوړيږي، پردې موضوع تر ټولو یوه منل سوې څېړنه په ۲۰۰۹ کال کي د اروپا د ټولنیزي ارواپوهني په ژورنال کي خپره سوې. ”هر ګډونوال د ۱۲ اونیو له پاره یوخوراک، یو څېښاک یا یو فعالیت انتخاب کړ، تر څو هره ورځ ئې عملي کړي.“  د څېړني څخه په لاس راغلل: یو کړنه، چي په عادت بدليږي په اوسط ډول و ۶۶ ورځو ته اړتیا لري. د عادت بدلولو دغه اوږدوالی خورا نابلده وو؛ له ۱۸ څخه تر ۲۵۴ ورځو پوري. له دې څخه ښکاري، چي د عادت د خپلولو وخت په انسانانو کي ښه ډېر توپیر لري او په ځینو حالاتو کي خو بيخي ډېر وخت ته اړتیا لري. ۲۱ او ۳۰ ورځي وخت ورته ټاکل یوازي مشهوره سوي دي. هره ورځ یو ګیلاس اوبه څېښل کېدای سي په ۲۱ ورځو کي عادت وګرځي، خو سخت کارونه لکه هره ورځ سل ځله د نس حرکت کول و ۱۰۰-۲۰۰ ورځو یا تردې هم ډېرو ورځو ته اړتیا لري.


ددې په کېسه کي مه کېږه، چي د نوي عادت جوړول به څومره وخت ونېسي، ځکه تاسو بغیر له هغه هم ددې اراده کړې ده، چي نوي مثبت عادتونه خپل کړی. کوچني ګامونه واخلی، مخ ته ولاړ سئ، عادتونه خامخا بدلیږي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته