تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مور او پلار لویه هستي ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 31, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مور او پلار لویه هستي ده


د هر ښه ژوند او خوشاله ژوند شا ته یو دلیل شته. خوشاله او ښه ژوند څنګه منځ ته راځي او دا له کوم ځایه شروع کیږي او تر شا یې د چا لاس دی؟.


ګرانو او قدرمنو لوستونکو د یوه تعمیر د آبادولو لپاره یو قوي او دقیق تهداب ته اړتیا ده که د تعمیر تهداب قوي وي؛ نو تعمیر هم قوي وبوله.  نو زموږ او ستاسو د قوت، قدرت او پرمختګ لوی دلیل زموږ او ستاسو مور او پلار دي، زموږ همدا قوي تهداب چي څوک انجینران دي څوک ‌‌‌‌‌‌ډاکټران او څوک پاچاهان دي زموږ او ستاسو میندي او پلارونه دي، چي د دوی قدر او عزت زموږ اساسي او مهمه وظیفه ده. چي زموږ کامل دین چي اسلام دی د مور او پلار په هکله واضح ارشادات او مطالب بشریت ته وړاندي کړي دي.


مور د الله جل جلاله  له ډیرو لویو نعمتونو څخه یو لوی نعمت دئ، چي هغه یې په موږ او تاسو باندي پیرزو کړی دئ، دا لوی نعمت په هره ثانیه، د قیقه او هرساعت کي زموږ د خوښیو لپاره زیار باسي او تل په دې هڅه کي وي چي د خپل اولاد د خدمت کولو او خوشاله ساتلو جوګه وګرځي خو هغه مهربانه مور چي نهه میاشتي یې موږ او تاسي په خپله مبارکه ګیډه کي ګرځولي یو او له هغه وروسته یې بیا هم زموږ لپاره شپه او ورځ یوه کړی ده .


مور او پلار ته الله جل جلاله  ډیر لوړ مقام ورکړی دئ، چی په دې هکله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  فرمایي ( جنت د میندو تر پښو لاندي دی ) که چیرته موږ غواړو چي جنت تر لاسه کړو او په دې د نیا اویا په هغه دنیا کي کامیاب واوسو نو موږ باید د پورته حدیث مطابق د خپل ګران خوږ پلار او د شاتو په څیر خوږې او مهرباني مور خدمتونه وکړو چي په دې کار سره الله جل جلاله هم له موږ څخه راضي کیږي.
له چا سره چي د مور او پلار دعاګاني شتون ولري، هغه په خپلو کارنوکي بریالي وي؛ خو ترټولو به هغه څوک زیات خوش چانس وي چي مور او پلار یی ژوندي وي او دهغو خدمت کوي که موږ اوتاسي د مور د خدمت کولو له اجرونو څخه خبرشو بیا به همېشه د خپل پلار او مور خدمت کوو.


پدې هکله یوه ورځ نبي کریم صلی الله علیه وسلم  خپلو اصحابو ته داسي وفرمایل: له هغه اولادونو چي مور او پلار را ضي وي له هغه څخه الله جل جلاله هم راضي وي او له هغو کسانو څخه چي مور او پلار نا راضه وي له هغو څخه الله جل جلاله هم ناراضه وي. نا څاپه یوکس له مجلس نه را ولاړ شو او له حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم نه یې پوښتنه وکړه چي یا رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه چا چي مور په کوچینوالې کي مړه شوې وي، هغه باید څه وکړي. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  یی په ځواب کي وویل چي هغه باید د مور د خور(خاله) خدمت وکړي چي له دې اجرونو څخه برخمن شي.


په یو بل حدیث کي راځي، چي جناب نبي کریم صلی الله علیه وسلم  ته یو کس راغی چي ماته نصیحت وکړه. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  هغه ته ۳ ځلي و فرمایل چي د مور خدمت وکړه، د مور خدمت وکړه، د مورخدمت وکړه او په څلورم ځل یې ورته وویل چي د پلار خدمت وکړه او که د چا پلار وفات شوی وي نو د پلار د ملګرو خدمت دي وکړي چي له دې اجرونو څخه برخمن شي.


زما د ښه ژوند او پرمختګ لوی او قوي دلیل زما مور او پلار دي، هغه مور او پلار چي په ماشومتوب کي به یې زما په ژړا خپل خوږ خوب څخه به پاڅيدل تر څو زه آرام خوب وکړم. او هغه مور او پلار چي په لړزانو لاسو به یې زما د اړتیا توکي تیارول تر څو زه د کومي ستونزي سره مخ نه شم.


ګرانو لوستونکو! زما د پرمختګ او ښه ژوند دلیل هغه مور او پلار دي چي بې له ما به یې یوه ګوله ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ له ستوني نه تیرېده، همېش به یې هغه ښه خواړه زما لپاره ساتل او خپله به یې په وچه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ وخت تيروه.


ماته به یې ویل: زویه! موږ غواړو ته پرمختګ وکړې او ارام ژوند ولرې، کوشش وکړه خپل تعلیم او تحصیل مه پرېږده. له هري ستونزي سره یې زما په خاطر مقاومت او مبارزه وکړه تر څو زه یو شخصیت شم.


ایا له دې نه لویه هستي شته؟ زه خو وایم نشته زما همدا مور او پلار لویه هستي ده، داسي هستي چي همېش یې ماته خوشالۍ او خوښۍ را په برخه کړې ده، الله جل جلاله دې ماته توفیق راکړي چي زه د دوی هره غوښتنه ښه په خوشالۍ پوره کړم، تر څو د الله جل جلاله او د هغه رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم را څخه راضي شي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته