رالېږونکی: قاري ذبيح الله ذهين له کابل څخه
ارمان چي وروستی عقل لومړی وای
ازمويلی څوک نه ازمويی
آس که ټکنی دی ميدان لڼد دی
اصل خطا نه لري ، کم اصل وفا نه لري
آموخته خور، بلا خور
اوبه چي تر غاړي ورسيږي ، زوی تر پښو لاندي کيږي
اوړه يو موټ نه لري ، تنور ئې پر بام جوړ کړی
اوګره په تلوار نه سړيږي
اول ځان پسې جهان
بابا دي خدای وبخښي مګر د سهار په لمانځه کي سُست و
باغ که خرابه وې ، الو پکښي ږده
پردی کټ تر نيمو شپو وي
بد په بلا اخته ښه دی
پر ښو تلوار پر بدو تاْمل
پړ مي که ، مړ مي که
په جنګ کي يو ګام د سلو کالو لاره ده
پيشي ته دي خدای وزر نه ورکوي ، کې ور کۍ نو د چغوکو تخم به وباسي
پښتون له غيرته ځان اور ته اچوي
پښې هلته ځي چي زړه ځي
پوره ! ورک دي کړه دوه کوره
په پردي کور کي سل مېلمانه هيڅ نه دي
په زحمت پسي راحت دی
په ستړي مشي د چا څه شي ، زړه ئې ښه سي