لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
خپلو اولادونو ته داسي غوره ډالۍ ورکړئ
وَعَنْ أَيُّوبَ بْنِ مُوسَى، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ جَدِّهِ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَا نَحَلَ وَالِدٌ وَلَدَهُ مِنْ نُحْلٍ أَفْضَلَ مِنْ أَدَبٍ حَسَنٍ.[التِّرْمِذِيُّ]
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: د پلار لخوا و خپل اولاد ته تر ښه ادب بله هيڅه ښکلې ډالۍ نسته.
يعني که پلار خپل اولاد ته غواړي ډالۍ ورکړي نو تر ټولو غوره ډالۍ ښه ادب دی؛ لومړی دي ښه ادب ورکړي بيا دي ورته نور مادي ډالۍ ورکړي.
خپلو اولادونو ته ادب او ښه اخلاق ورکړئ تر څو مو غوره ډالۍ هم ورکړې وي او د اولادونو روزنه هم ښايسته سوې وي.