تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام دښمنان ولي د اسلام سپکاوی کوي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 17, 2021
  0

 ليکوال:مولوي عصمت الله عزام 

بسم الله الرحمن الرحيم 
نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم  امابعد:
 
دا لړۍ له پخوا راروانه ده چي تل د اسلام دُښمنانو د انسانيت د ستر لارښود جناب محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم سره داسي د خپلي دُښمنۍ او عداوت څرگندونه په داسي سپکو حرکاتو سره کړې ده. (تقریباً د ټولو انبیاوو علیهم السلام سره باطل پرست همدغسي کوي).
 
د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم په زمانه کي هم داسي د خامو فکرونو خاوندان وو چي خپله مدعی يې په دلائلو ثابتولی نه شوی، له دې امله به يې توهين او سپکاوي ته مخه کوله.
 
د نبي کریم عليه السلام په صداقت، رسالت، ديانتدارۍ او امانتدارۍ سره ټوله دُنيا او تاريخ شاهد دی خو د خامو فکرونو خاوندانو (چي د حق له مقابلي عاجزه شوي دي) تل يې هڅه کړې څو د دلائلو د نشتوالي خلاء په دغسي سپکو حرکتونو سره ډکه کړي (لکه څنګه چي د قرانکریم په مقابله کي ناکامه سوه بالاخره د هغه مقدس کتاب سوځولو ته یې مخه کړه).
 
په اوسنۍ زمانه کي هم د اسلام دُښمنان چي د بيان د آزادۍ ترعنوان لاندي غواړي د اسلام سره خپله دُښمني پر مخ يوسي، د دلائلو په ميدان کي  څرگنده ماته خوړلې او له دې عاجز دي چي د نبي عليه السلام د دين او ويناوو مقابله په دلائلو سره وکړي، له دې امله يې سپکاوي او گستاخۍ ته مخه کړې ده.
 
دوی د اسلام په وړاندي د ډېري سختي ماتي خوړلو له امله اوس وار خطاء شوي دي چي دا دی دا خواسلام زموږ سيمو ته راورسېد!! زموږ ټولنه د اسلام په لور روانه ده، اوس غواړي د خپلي ټولني د اسلام په لور متوجه خلگ په داسي پوچو کارو سره له اسلام څخه راوگرزوي.
 
دوی پوهېږي چي په دلائلو سره په قانع کولو موږ څوک له اسلام څخه نه شو راگرزولی ځکه داسي څه نه لري چي هغه دي چا ته د قناعت وړوي.
 
له  بلي خوا اسلام د خپل کردار او عمل په سبب او د خپل حقانيت د دلايلو پر بنياد په ټوله دنيا يرغل کړی دی.
 
د اسلام حقانيت اوس يوازي معقولي مسئله نه ده چي په فکر او سوچ سره ئې حقانيت  معلومېږي بلکي اسلام اوس داسي شو چي حقانيت ئې په خارج کي په سترگو ليدل کېږي.
 
او دا وجه ده چي بې شمېره د عيسايانو او يهوديانو کليساوي او عبادتخانې په مساجدو بدلي شوې او اسلام اوس په امريکا، اروپا، هندوستان او د نړۍ په اکثرو کفري هيوادونو کي  تر ټولو چټک خپرېدونکی دين دی چي لامل ئې يوازي او يوازي د اسلام حقانيت او قوي دلائل دي.
 
د ساينس په ذريعه نړۍ ته جوته شوه چي د اسلام هر حکم پر ځای دی، له حکمته ډک دی او داسي څه په دې دين کي نشته چي د واقعيت خلاف وي.
 
پخوا ډېر داسي اعتراضات او نيوکي پر مسلمانانو کېدې چي له امله به ئې کافرانو پر مسلمانانو خنداوي کولې خو نن هغوی په خپلو اعتراضو پښېمانه او شرمېږي.
 
اوس هم چي څوک اسلام نه راوړي، پرته له سرټمبگۍ او ازلي بدمرغۍ بل لامل نه لري.
 
نو ځکه دوی اوس خپله غصه او حسد په داسي سپکو کارو سره څرگندوي.
 
د دوی په دغسي سپکو کارونو کي د مسلمانانو لپاره امتحان هم دی چي د ايمان دعوه لرونکي خو ډېر دي خو اوس به معلومه شي چي څوک په رښتيا سره ايمان لرونکي او د جناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم سره رښتيني مينه لرونکي دی.
 
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته