تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي په جُعرانه کي د غنيمتو وېشل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 4, 2021
  0

 

سیرت نبوي (۲۷۴برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په جُعرانه کي د غنيمتو وېشل


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طائف محاصره پرېښوول نو جُعرانې ته ولاړى، جُعرانه هغه ځاى دى چي د حنين غنيمتونه پکښي يو ځاى سوي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دلته په جعرانه کي اوسيږي او غنيمتونه نه تقسيموي انتظار کوي چي ښايي د ثقيف او هوازن خلک راسي او مسلمانان سي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د دوى بنديان او مالونه بيرته ورکړي، يا هغه خلک به لږ تر لږه د دغه خپلو ښځو او کوچنيانو طلب وکړي، رسول  الله صلی الله علیه وسلم  د پنځلسو ورځو په شا وخوا کي دلته د دوى د را تګ انتظار وکړی چي ګوندي يو څوک راسي، خو بيا هم د ثقيف او هوازن د طرفه څخه هيڅوک نه راغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د شوال پر شپږمه د مکې مکرمې څخه را وتلى ؤ د شوال مياشت پاى ته ورسېدل حتّْی ذو القعده هم پر تېرېدلو  ده تقريبًا دوې مياشتي کيږي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مکې مکرمې څخه را وتلى دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليده چي کفار د خپلو ښځو او اولادو دپاره هم نه راځي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي غنيمتونه دي و وېشل سي، ښځي، کوچنيان، زر، اوښان، پسونه، دا ټول وېشل کيږي. 


د غنيمتو څخه يې اول و هغو کسانو ته تقسيم ور شروع کړی چي په عربي کي (مُؤَلّـفَةَ قُلُوبُهُم) ورته ويل کيږي، (مُؤَلّـفَةَ قُلُوبُهُم) څوک دي؟ دوى د عربو هغه اشراف او رئيسان دي: چي نوى يې ايمان راوړى دى تازه مسلمانان سوي دي خو اسلام يې تر اوسه ضعيفه دى د تزلزل په حالت کي دي، دا امکان يې سته چي په لږه خواشیني سره دي د اسلامه څخه واوړي، نو د دغو غنيمتو څخه په دې سبب و هغو ته خاصه برخه ورکول کيږي چي زړونه يې و اسلام ته راجذب سي، پر اسلام ټينګ سي او اسلام يې قوي سي، يا خو هغه څوک دي چي تر اوسه مشرکان دي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغو د اسلام اميد لري، نو ځکه و دوى ته هم په غنيمتو کي حصه ورکوي.  


د مؤلفة قلوبهم په جمله کي اول هغه څوک چي ډيره لويه حصه ورکول سوه ابوسفيان ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله د دغو غنيمتو تقسيم کوي او اول هغه څوک چي حصه ورکول سوه ابوسفيان ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: سل اوښه ورکړی، د سرو او سپينو زرو سل اوقيه ورکړی، دا ډير زيات مال ؤ، سل اوښه پوره سرمايه وه، حتّْی نن ورځ هم سل اوښه ډير مال بلل کيږي، يو اوښ په څو دى؟ په سل کي يې ضرب که نو په هغه وختو کي به څومره زيات مال ؤ، ابوسفيان ډير خوشاله سو چي دا څنګه سخا او ورکړه ده؟ ابوسفيان پټو آوارکړی د زرو سل اوقيه يې پکښي ور واچول.


ابوسفيان ويل: يا رسولَ الله! زما د زوى معاويه حصه؟ ويل د معاويه دپاره هم سل اوښه او سل اوقيه د زرو دي، د زرو دغه سل اوقيه هم په هغه پټو کي ور واچول سوه، ابوسفيان بيا و ويل: زما د زوى يزيد حصه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هغه لره هم سل اوښان او سل اوقيه د زرو دي، دغه سل اوقيه هم په هغه پټو کي ور واچول سوه، ابوسفيان چي اوس خپل پټو سره را ټول کړی او غواړي چي په شا يې کي نه يې سي پورته کولاى ډير درانه وه، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عطاء او ورکړه وه، فکر وکړی دا څومره زر وه چي يواځي ابوسفيان ته ورکول سوه؟ چي ابوسفيان يې په شا کولاى نه سي، نو ابوسفيان و ويل: مرسته راسره وکړی را پورته يې کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل يا! په خپله يواځي به يې پورته کوي او وړې، ابوسفيان مجبوره سو زورونه زورونه څو اوږه يې تر لاندي کړه او پورته يې کړه دباره سره رهي سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په تعجب سره سر وښوراوه چي دغه مال او پيسې څنګه د انسان و زړه ته ننوزي، دا هغه اوله ورکړه او حصه وه.

 

بيا يې و حکيم بن حزام ته سل اوښه ورکړه، هغه سل نور وغوښتل، سل يې نور هم پسي ورکړه، صفوان بن اميه ته يې سل اوښه ورکړه، بيا يې سل اوښه ورکړه، بيا يې سل اوښه ورکړه، حارث بن الحارث بن کلده ته يې سل اوښه ور کړه، بيا يې عُیینه بن حصن ته ور ږغ کړه (عُیینه هغه سړئ دى چي هغه ټول مخالف کارونه يې کړي وه) بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: و ده ته سل اوښه او سل اوقيه د زرو ورکړی، ده ته هم ورکول سوه، اقرع بن حابس ته سل اوښه او سل اوقيه د زرو ورکول سوه، دغه رنګه و نورو مشرانو ته سل اوښه او سل اوقيه د زرو ورکول سوه، چي دغه خلک د تاريخ او سيرت په کتابوکي د (اهلُ المِئِين) په نامه سره ياديږي، يعني: په دغه غنيمت کي يې په سوو حصه اخستې ده.


 دغه رنګه و نورو مشرانو ته پنځوس پنځوس څلوېښت څلوېښت، اوښان ورکول سوه، حتّْی په خلکو کي دا خبره نشر سوه چي محمّد صلی الله علیه وسلم  دا سي ورکړه کوي چي د فقره څخه نه بيريږي.


کوم وخت چي مشران خلاص سوه په نورو عامو خلکو يې شروع وکړه و هغو ته حصې او مالونه ورکول کيږي، په دغه وخت کي د عربو د نورو قبائلو څخه خلک را شروع سوه چي په دغه غزاءکي يې اشتراک هم نه ؤ کړى او مالونه غواړي،يو اعرابي راغلى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه يې يو څه مال و غوښتى، رسول الله و فرمايل: دغه شېله چي په پُسو ډکه ده دا و ده  ته ورکړی، خلکو ورته و ويل: واخله دغه پسونه يې ستا، ډير پسونه وه اعرابي ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  پُسخند را وهې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: پسخند نه دى ورسه بويېزه، اعرابي هم ورغلى پسونه بيايي خو په دغه انتظار کي دى چي اوس به ږغ راباندي وسي چي چيري يې بيايې؟ يو څوک به مي د پُسو د بېولو څخه منعه کړي، خو هغه نه چا منعه کړی نه يې څه ورته و ويل، ده پسونه رهي کړي دي او تر شا ګوري چي اوس به مي يو څوک را وګرځوي، خو نه څوک سته او نه چا څه ورته و ويل، څو و خپل قوم ته ورسېدى او قوم ته نارې ور وهي وايي: ورسى مسلمانان سى! ورسى مسلمانان سى! محمّد صلی الله علیه وسلم  د هغه چا ورکړه کوي چي د فقره څخه نه بيريږي، يعني: داسي ورکړه يې ده چي و ځان ته هيڅ شئ نه پرېږدي او هيڅ دا فکر نه کوي چي زه به يوه ورځ محتاج سم. 


وروڼو! هر څوک چي هر څومره سخي هم وي د ځان د ضرورت دپاره يو څه مال را ګرځوي يا لږ تر لږه د خپل احتياج د وخت فکر ور سره وي، مګر اعرابي وايي: د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره د فقره څخه هيڅ بېره نسته، قوم چي دا د ده رمه او پسونه وليدل هغه هم مسلمانان سوه، دغه هغه د زړو را جذبول دي (مُؤَلّفَةُ القُلُوب) چي په دغو مالو سره يې و اسلام ته را جذب کړه.


 اوس نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د غنيمت مالونه ويشي او ويشي، اعراب پر را ټوليږي څو چور او ازدحام جوړ سو او هر يو، يو څه غواړي، حتّْی رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ډير ازدحام په سبب د خپله ځايه څخه نه سي ښورېدلاى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپله ځايه څخه يو څه پر شا ولاړى هلته بيا خلک پر راټول سوه هر يو زور او نارې وهي:

 

يا رسولَ الله! ما ته يې راکه، ما ته يې راکه، څو رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې په دغه پوري وهلو کي و يوې وُني ته ورساوه، د ډير چور او پوري وهلو په سبب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اوږو پټو يا خو په ونه پوري بند سو يا د خلکو د چور په سبب کش سو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مبارک بدن ښکاره سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ناري کړه: «اَيّـهَا الناس! رُدّو عَلَىّ رِدائى رُدّو عَلَىّ رِدائى» اې خلکو! زما پټو راکړی، زما پټو راکړی، په والله که زما سره د تهامې د وُنو په شمېر حيوانات وي ټوله به درباندي تقسيم کړم، تاسي به ما نه بخيل نه بې زړه او نه درواغجن و وينى، يعني: زه نه بخيل يم چي شی درنه کړم او نه د فقره څخه بېرېږم چي و ځان ته یې کښېږدم او نه درواغ وايم په والله هيڅ شئ نه درڅخه ګرځوم، هلته و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته نژدې يو اوښ ولاړ ؤ د هغه پر بوک يې لاس تېرکړی د اوښ يو څه وړۍ په لاس ورغلې هغه وړۍ يې په لاس کي پورته کړې او وې فرمايل:

 

اې خلکو! په والله په دغه غنيمتو کي د دغو وړيو پر اندازه شئ زما نه دى بېله خُمسه څخه (يعني: پنځمه حصه) او هغه خُمس ټوله پر تاسي وېشم ځان ته هيڅ شئ نه پرېږدم. 


په دغه وخت کي يو اعرابي راغلى، اعرابي خو پيژنى؟ هغه صحرايي عرب ته ويل کيږي کوم چي په خېمو او قبيلوکي اوسيږي، اعرابي راغلى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې ترکالي ونيوى او کالئ يې په زوره کش کړی، چي د دغه کشېدلو په سبب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر مبارکه غاړه سور داغ پاته سو او ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  ما ته يې هم راکه او عدل وکه قريش ظالم قوم دى، حضرت عمر رضی الله عنه  د دې خبري تحمل نه سواى کولاى اجازه يې وغوښتل چي دغه سړئ و وژني، ځکه دغه خِطاب يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ؤ او رسول الله صلی الله علیه وسلم  قريش دى، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: پرې يې ږده يا عمر! او دغه اعرابي ته يې مالونه ورکړه او ورکړه څو په آخر کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: راضي سوې؟ اعرابي ويل هو راضي يم.


 دا د خلکو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژوند، اخلاق، معامله او ورکړه وه، دغه وېش تر اوسه په خُمس يا د غنيمتو په پنځمه حصه کي ؤ چي د هغه د مصرفولو اختيار د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لاس کي ؤ او د غنيمتو هغه پاته څلور حصې پر لښکر تقسيميږي، پسله هغه څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خُمس د وېشلو څخه فارغه سو نو يې زيد بن ثابت رضی الله عنه  امر کړى چي نور غنيمتونه او خلک دي را حاضر سي او بيا يې هغه پاته غنيمتونه پر لښکر و وېشل، چي و هر سړي ته څلور اوښه او څلوېښت پسونه ور و رسېدل او هغه څوک چي آس به ور سره ؤ و هغه ته دوولس اوښه! يوسل او شل پسونه ور ورسېدل. 


اوس به د دغه ورکړي په باره کي د امام غزالي رحمة الله عليه  قول درته را نقل کړم.


امام غزالي رحمة الله عليه  وايي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د مالو وېشل پر يوه حکيم سياست جوړ او بناوه، ځکه په دنيا کي ډير داسي قومونه سته چي و حق ته په نس سره ور وستل کيږي نه په عقل سره، (يعني: نس يې ور چاغ که نو يې حق ته ور وله) لکه څرنګه چي حيوانات په يوه مټ شپشتو سره خپلي لاري ته را وستل کيږي، دغه شپشتي به دي ورته نيولي وي او هغه حيوان درپسې وي څو يې هغه د ده وکوټې ته په أمن او امان ور ولې،دغه رنګه ځيني انسانان و دې ته اړ او محتاجه دي چي يو قسم فن به ور سره کاروې ترڅو د ايمان سره اُلفت پيدا کي او ورته را جذب سي، يعني: په عقل سره و سمي لاري ته نه راوستل کيږي، بلکه نس يې ور موړ  که او حق ته يې را وبوله، بيا نو دئ د حق متابعت کوي.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته