تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کور اړوند اداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 2, 2024
  0

راټولونه: فیض الله فیضان/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د کور اړوند اداب


۱. کورته د داخلېدو په وخت کي دالله (ج) ذکرکوئ (علیکم بسنتي)


۲. کورته دننوتلوپه وخت کي دادعا ویل هم سنت طریقه ده: اللهم إني أسألك خير المولج، وخير المخرج، باسم الله ولجنا، وباسم الله خرجنا، وعلى الله ربنا توكلنا (سنت حبیب)


۳. په کورکي چي څوک موجود وي که هغه مو مېرمن وي او یا کوچنیان پرهغوی سلام کوئ (علیکم بسنتي بحواله ابوداود). 


۴. کله چي دکور څخه وزی دا دعاووایاست: بسم الله توکلت علی الله لاحوله ولاقوة الابالله (شاه راه سنت به حواله ترمذي). 


۵.که په کورکي څوک نه وو، په لاندي ډول سلام وکړئ: اسلام علینا وعلی عبادلالله الصالحین (شاه راه سنت).


۶. دکور د غړو سره دکور په کار کي مرسته کول سنت طریقه ده. (شاه راه سنت)


۷. په کور کي د اړتیا اوضرورت پرته سپی مه ساتئ. (ترمذي -دوهم ټوک)


۸. په کورکي د ژوندیو شیانو انځورونه مه ساتئ، همدارنګه د کور پردېوالونو باندي د ژوندیو شیانو انځورونه مه جوړوئ. (ترمذي -دوهم ټوک). 


۹. کله چي دکور دکم غړي دبې پردې والي بېره اویا غالب ګومان وي، نوکور او اطاق ته دداخلېدلو څخه مخکي هغوی ته خبر ورکئ (علیکم بسنتي ). 


۱۰. دکور غړوته دغاړي په تازه کولو سره اویا دپښو او قدمونو په آواز سره دخپل راتګ په اړه خبر ورکئ (علیکم بسنتي). 


۱۱. ځني وخت دچا ورور، مور، لور اونور... په کورکي دننه په داسي حالت کي وي چي يه هغه حالت کي په لیدلو سره دواړه لوري شرمنده کيږي، نو باید تر څو موتوان کيږي د خپل راتګ په اړه په څه طریقه هغوی خبرکئ. (علیکم بسنتي).


۱۲. کله چي دکم اوږده سفر څخه ورسته کورته راځئ، نو په ناڅاپي ډول کورته مه داخلېږئ، بلکي له مخکي څخه په څه توګه خپل کورته لومړی دخپل راتګ په اړه خبر ورکئ او بیا دڅه وخت ورسته ورسئ. (شاه راه سنت). 


۱۳.په کورکي د لمانځه لپاره یو خاص او ځانګړی ځای معلومول غوره کار اوسنت طریقه ده. (بخاري).


۱۴. په کورکي هم باید څو رکعته لمونځ وکئ که هغه دسهار اویا ماپښین سنت لمونځ وي اویا نورنفل لمونځونه وي. (مشکوة).


۱۵. د ضرورت څخه پرته فرض لمونځ په کورکي مه کوئ، بلکي په مسجد کي یې په جماعت سره ادا کړئ. (البدائع الصنائع). 


۱۶. کوم ځای چي په چاپوري خاص نه وي؛ لکه: مسجد، مدرسه، ښوونځی، هوټل او داسي نور هلته د اجازې اخیستلو پرته ننوتل صحي دي. (اداب ملاقات) 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته