تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نوی استعماريت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 4, 2023
  0

لیکنه: اسامه جوهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


نوی استعماريت


نوی استعماريت ( neo-colonialism ) د دوهمي نړيوالي جګړې وروسته په نړۍ کي استعمارونه پای ته ورسېدل او د دې پاي ته رسېدلو لوی لامل دا وو چي استعماري هیوادنو کي قوت پاته نه وو، دوهمه دا چي مستعمره هيوادونه تر ډېره کچه د ازادۍ په قدر او قيمت پوه سوي وه، له دې امله اکثره مستعمره قومونو کي داسي تحريکونه راپورته سول چي د استعمار په شومو اهدافو پوه سول او د خپلو وينو په قيمت يې مبارزې ته غاړه کېښوده. 


 دا خبره غرب ته ډېره ټکان ورکوونکې وه، له همدې امله غرب کوښښ وکړ، چي په يو نوي پلان او ستراتيژي په نړۍ کي خپل تسلط او حاکميت باقي پاته کړي، دا نوی پلان موږ د (نوي استعماريت ) په شکل کي په اسلامي نړۍ واکمن لیدلای سو.


د افريقايي هيواد (ګهانا)  پخوانی ولسمشر کوامي نکروما ( kwame Nkrumah ) په کال ۱۹۶۵ ميلادي کي د ( نوي استعماريت: د امپراتوری اخري حد) ( neo-colonialism: the last stage of Imperialism ) په نوم يو کتاب وليکه، نوموړی وایي چي نوی استعمار په اصل کي د پخواني استعمار يو نوی شکل دی، هغه ليکي:


د نوي استعماريت جوهري ځانګړتيا دا ده چي د دې ښکار سوي هيواد په ښکاره ازاد وي او په نړۍ کي د يو خود مختاره هيواد په څېر پېژندل کيږي؛ ليکن په حقيقت کي د دې هيواد اقتصادي او سياسي نظام د کوم بل هيواد تر اثر لاندي وي .
په معاصره  نړۍ کي د انساني آزادۍ، مساوات، حقوق او شعور اوازې دي، نو لهذا د کوم هيواد ازادي په ښکاره سلب کول او په ښکاره يې لوټل مهذب عمل نه بلل کېږي؛ نو ځکه غرب کوښښ کوي چي  خپل مورثي عزايم د انسانيت، همدردۍ، انساني حقوق  او ابادي تر نامه لاندي سر ته ورسوي، بيا يو هيواد تر داسي کچي ورسوي چي هغه هيواد اقتصادي، سياسي، تهذيبي، داخلي او خارجي پاليسيانو کي خپل تابع کړي .


د نوي استعماريت طريقه کار


په دې فلسفه کي غرب کوښښ کوي چي يو هيواد په غير مستقيم ډول تر خپل اثر لاندي راولي او تر ټولو مهم رول دا لوبوي چي په مستعمره هيواد کي يوه اشرافیه طبقه ( elite class ) جوړه کړي ، اشرافيه د يو هيواد ځواکمني طبقې ته ویلای سي، چي په دې کي لوی سياسيون، تجاران او قوت لرونکي خلک  شامل وي او د دې لپاره د کمپراډور (comprador) اصطلاح هم کارول کيږي. 


 د نوي استعماريت په ښکاره مستعمره هيواد عوام په ظاهره خپل ځان ازاد بولي او د ازادۍ ورځي په خوشحالۍ لمانځي خو په دوی باندي داسي طبقه حاکمه وي چي هغه کاملاً د خپل قام او ملت په قصه کي نه وي بلکه غرب ته وفادار وي. 

 

هر کله چي غرب يو هيواد تر خپل اثر لاندي راولي نو په هغه ځای کي له مخکي ګوري چي کوم خلک حاکم دي؟ ايا هغه خلک غرب ته وفادار دي او کنه؟ که حاکمه طبقه وفاداره نه وي نو کوښښ کوي چي هلته خپل مقصودي او وفادار خلک تقويه کړي، په هغوی مصارف وکړي ، شهرت ورکړي او د يوې نړيوالي څېرې په حيث يې خلکو ته وروپېژني او بالاخره دا خلک په اشرافيه طبقه کي ورګډ کړي.


بيا په ظاهره يو شخص ډېر وطن دوست، هوښيار او ملت ته ژمن ښکاري خو په حقيقت کي د خپلو بادارانو وظيفه مخ پر وړاندي وړي، عجيبه خبره لا دا ده چي غرب په مستعمره هيوادونو کي کومي مرستي يا پروژې مخ پر وړاندي بوزي نو هغه هم د خپلو وفادارو په لاسونو مخ ته وړي،  دا وفاداران بيا دغه درنې مرستي په خپلو جېبونو کي اچوي او ډېره کمه حصه يې په عوامو مصرف کېږي، اوس سوال دا دی چي ايا غرب په دې نه پوهيږي چي په مستعمره هيواد کي دا دونه مرستي او پيسې په کوم ځای ولګېدلې؟ ولي هغوی د دې پيسو پوښتنه نه کوي؟ واضحه خبره ده چي غرب غواړي دا پيسې د داسي خلکو جېبونو ته ولاړي سي چي غرب ته وفادار وي، په دې عمل سره به د نړيوالو په سترګو کي خاوري هم وشيندل سي او د غرب وفاداره اشرافيه طبقه به هم تقويه سي، کوامي نکروما وایي چي همدا مرستي بيا د يو هيواد په محکوم ساتلو کي غير مستقيم مرسته کوي .


 بل اشکروف ( bill Ashcroft ) يو استراليايي مفکر دی، هغه په خپل کتاب ( the post-colonial studies reader ) کي د اشرافيه طبقې په اړه ۵۸ صفحه کي ليکي چي په دې اشرافيه طبقه  کي علمي اشرافيه، مصنفين او فنکاران شامل وي، د دوی انحصار په استعمارچيانو وي، دوی خپله ازادي د استعمارچيانو سره ګرو ایښې وي. 


ليکوال په ۷۴ صفحه کي ليکي: استعماري قوتونو د خپلو مستعمرينو د ازادۍ اعلان تر هغه وخته پوري ونه کړ ترڅو چي دوی د متعصبه او استبدادي تعليم په ذريعه داسي اشرافيه طبقه ونه روزي، تر څو  سبا دا طبقه د دوی عزايم مخ پر وړاندي بوځي، په دې سره به د دنيا څخه د استعمار نوم هم ختم سي او د غرب مقاصد به هم پوره کيږي .


همدا لامل وي، چي يو فرد به د هيواد د عوامو په قامي تاريخ کي شامل وي خو سترګي به يې بدلي وي. 


که چیري په يو مستعمره هيواد کي امن سي او د پرمختګ په لور روان سي نو استعمارچيان يا غرب کوښښ کوي چي د اشرافيه طبقې په منځ کي اختلافات پيدا کړي، چي هر کله اختلاف پيدا سي نو لازماً به دواړه جوانب قوت او اقتصاد ته اړتيا لري، د خپلي دغه اړتيا پوره کولو لپاره هر فريق کوښښ کوي چي يو خارجي هيواد څخه مرسته وغواړي او خارجي هيواد په هغه صورت کي مرسته ورکوي چي ترڅو د هغوی مفادات (ګټي) پکښي خوندي وي. 


د نوي استعماريت اهداف


د نوي استعماريت اهداف ډېر واضح دي او هغه دا چي په نړۍ او د نړۍ په وسايلو حاکميت !


د امريکا مشهور سياسي ليکوال سميول هنټنګټن ليکي: د ۱۹۴۰ څخه وروسته پر نړۍ باندي د امريکا حاکميت شروع سو، د نړيوالو جنګونو څخه وروسته د اروپا قوت کم سو، د دې کمي پوره کولو لپاره امريکا د سيميزي امپراتورۍ پر ځای نړيوالي امپراتورۍ ته پر مختګ ورکړ .


مير بابر مشتاق ليکي: امريکا د نورو هيوادونو د وسايلو ترلاسه کولو لپاره د بې صبری، بې ايمانی او د ناشکری څادر پر ځان اچولی .


خصوصاً غرب د اسلامي نړۍ په استعمار کي ډېره دلچسپي لري او د دې اول لامل دا دی چي د اسلامي نړۍ څخه د حاکميت په مسئله کي خطر لري، ځکه چي له دې مخکي اسلامي نړۍ په زياتره نړۍ د خپل منظم سياسي او تهذيبي حاکميت تاريخ لري ، دوهم لامل يې دا دی چي اسلامي نړۍ له جغرافيايي اړخه ډېره مالداره ده ، معدنونه ، اب و هوا او مهمي  تجارتي لاري د اسلامي نړۍ له مهمو امتيازاتو څخه دي، د(نوم چومسکي) په آند د اولي نړيوالي جګړې وروسته په فلسطین باندي د برطانيې واکمني ستر لامل د فلسطين جغرافيايي geostrategic position موقعيت اهميت وو.


نو لهذا په معاصره نړۍ کي د اسلامي امت د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو مشکلاتو لوی لامل دا دی، چي اکثره اسلامي هيوادونه د نوي استعماريت ښکار سوي خو ډېر کم خلک په دې پوه دي، اکثره ځوانان سرګردانه دي او زړه خوري چي په کومه لار دې امت ته او خپل هيواد ته خدمت وکړي خو بيا هم اقدام نه سي کولای.


زما په فکر که د نوي استعماريت څخه خلک اګاه (خبر) سي او يو ټولنيز شعور رامنځته سي نو ډېر امکانات دي چي ياد هيواد د نوي استعماري منګولو څخه خلاص سي .


مأخذ: تعلیم الاسلام مجله اته ویشتمه ګڼه، ۱۴۰۲ کال، ۴ - مخونه. 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته