تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
چیکډیمونو رغول د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي
  تعلم الاسلام ویب پاڼه
  June 3, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلم الاسلام ویب پاڼه

 

د چیکډیمونو رغول د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي


د کندهار خاکرېز ولسوالۍ د باغکي کلي ته پر لاري و، د لاري په اوږدو کي مو د خاکرېز د غرونو ننداره کوله او د وطن د ښکلا څخه مو خوند اخیستئ، په کندهار کي وروستیو بارانونو د خاکرېز دا وچ دښتونه تک شنه کړي وه، هغوی چي تازه يې د انځرو باغونه ایښي وه، د آباد کال له امله د خوشحالۍ څخه په کالو کي نه ځايېدل، موږ د لاري په اوږدو کي د سوزني علاقې ته ورسېدلو، هلته موږ یو چیکډېم ولیدئ، چي تازه د اسلامي امارت د مسئولینو په هلو ځلو جوړ سوی و، په دغه بند کي بیخي زیاتي اوبه راجمع سوي وې.


د خاکرېز اوسېدونکو ویل، چي د دغه چیکډېم د جمع سوو اوبو له برکته به د دوی زراعتي مځکي لا سمسوري او آبادي سي، د دوی په وینا د دغه چیکډېم په جوړېدو سره نور د سوزني سیمه د وچکالۍ له خطره ډېره خوندي سوه.


کله چي باغکي ته ورسېدو، هلته مو ولیدل، چي ډېرو خلکو د انځرو باغونه ایښي وه، په خپلو مځکو يې غنم، توره او سپينه ځېره او نور رنګارنګ سبزیجات کرلي وه، د باغکي دا وچ دښت اوس دومره سمسور او تک شین اوښتی و، تا به ویل، چي ارغنداب ته راغلی یم، آن تر ارغنداب لا ډېر جذاب ځکه و، چي دا لوړه سیمه ده، د چا روح پکښي تازه کیږي.


د خاکرېز سفر پر مهال څو موضوعاتو ته زما ور فکر سو، یو دا چي د سوزني چیکډېم په لیدو سره مي دا احساس کړه، چي دا څومره یو ستر کار دئ او د اوبو د زېرمه کولو له پاره څومره بهترینه طریقه ده او بل دا چي که موږ وغواړو، کولای سو د دغسي اقداماتو په ترسره کولو سره د وچکالۍ له خطراتو خوندي پاته سو.


مثلا: د سوزني د دې چیکډېم په جوړېدو سره سږکال چي څومره بارانونه سوي دي، مخکي به يې اوبه بېځایه وبهېدلې او ولاړې؛ اما اوس د دې بند په جوړېدو سره دومره زیاتي اوبه زېرمه سوي دي، چي د خاکرېزوالو په وینا که احیانا درې کاله پرله پسې باران ونه سي، نو همدا اوبه به د مځکي لاندي اوبو سطحه ثابته ساتي او د کښته کېدو مخه به يې نیسي.


له ښه مرغه اسلامي امارت د چیکډيمونو جوړېدو ته ډېره ښه پاملرنه کوي، د افغانستان حکومت غواړي، چي د افغانستان په ټولو ولسوالیو کي یو – یو چیکډيم جوړ کړي، د دې سره په څنګ کي د مرستندویه مؤسساتو له لوري هم په بېلابېلو ولسوالیو کي د چیکډیمونو جوړولو چاري رواني دي، چي دا به ډېري مثبتي پایلي ولري.

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته