بسم الله ا لر حمن الرحيم
آيا په همدې مسلماني؟
رالېږونکي: یوه خورکۍ
ګرانه وروره او درنې خوري څه فکر کوی چي آيا دا ډول مسلماني به له ما او تا څخه ياسر ، سميه او عمار (رضي الله عنهم ) جوړ کړي؟ آيا پدې اسلام به د محمد بن قاسم او قتيبه تاريخ را ژوندي کړای شو؟ آيا په همدې با ورکولای شو چی د خبيب په څېر د دار کړۍ ته خاندو؟ آيا پدې ايمان د بلال، سلمان او صهيب (رضي الله عنهم) خاطرې او تجربې کولای شو؟ آيا عجيبه نده که مو ځوان د ختيځ او لوېديځ په فلسفو پوه شي خو د قرآن او سنتو له سپېڅلو سرچينو څخه ناخبره وي؟
که مو زده کونکي د چنګېز او ناپېليون تاريخ ولولي خو د خاليد بن وليد (رضي الله عنه) او صلاح الدين ايوبی رحمة الله علیه د فتوحاتو په هکله معلومات و نه لري، که مو ځوان د هندي فلم بازيګر د ځان لپاره بېلګه وټاکي خو د هدايت ستوري لکه: ابوبکر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم ونه پېژنو.
د حل لاره څه ده؟ کله چي مو د ټولني دا حال سي آيا اړينه نده چی په پوره بصيرت سره په خپل دين منګولي ټينګي کړو؟