تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت :د هجرت شروع
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 3, 2020
  0

(نبوي سیرت (۱۱۵ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


د هجرت شروع

 

پسله هغه څخه چي د عقبې سره دوهم بيعت پاى ته ورسېدى او اسلام په دې سره کاميابه سو چي د ځان دپاره د يوې داسي منطقې او صحرا په منځ کي وطن جوړکړي چي په هغه ټوله منطقه کي د کفر او جهالت موجو څپې وهلې او دا هغه تر ټولو لويه ګټه ده چي اسلام د دعوت د شروع څخه بيا تر اوسه پوري لاس ته راوړل، 


نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ټول مسلمانان و دغه وطن ته په هجرت کولو سره امر کړه، 
دا د هجرت اجازه نه وه بلکه په هجرت  کولو سره امر ؤ، پر هر مسلمان دا واجب او لازمه وه چي مدينې منورې ته هجرت وکړي. 
تاسي پوهېږى چي دا څنګه هجرت ؤ؟ تاسي به فکر کوى چي مسلمانان د زحمتو څخه و نعمتو ته تله، يا! والله، دا هجرت د دنيوي کاروبار نړول او عبثول وه، د مسلمانانو د مالو قرباني کول وه، يواځي او په خالي لاس يې خپل ځانونه مدينې منورې ته رسول،او په دغه سفر کي په دغه هم پوهېدل چي د کفارو د طرفه د دوى سر او مال مباح ګرځول سوي دي، ممکن د لاري په اول کي هلاک سي يا په آخرکي او دوى د يوه نا معلوم او مبهم مستقبل و طرف ته حرکت کاوه، نه پوهېدل چي نور به څه غمونه او تکليفونه ورته پيښ سي، مسلمانان خپل کورونه او مالونه پريږدي په پټه او خالي لاس زموږ په اصطلاح (په يوه پټوکي) د خپل ښار او وطن څخه ځي، مسلمانان په دغو ټولو مشکلاتو پوهېدل او په هجرت يې شروع وکړه، مسلمانانو د دغه هجرت په لار کي رنګارنګ تکاليف زغملي او تحمل کړي دي.


 خو د مکې مکرمې مشرکانو بيا دوى د دغه هجرته څخه منعه کول ځکه مشرکانو د دغه هجرت څخه خطرونه حسول، اوس راسى چي د دغه هجرت په لار کي د ځينو مسلمانانو ځيني تکليفونه او زحمتونه د نمونې پر قسم تر نظر وباسو.
د هجرت کونکو اول سړئ ابو سلمه رضی الله عنه  ؤ، ابو سلمه رضی الله عنه  چي نوم يې عبدالله بن عبدالاسد بن هلال دى، قريش او د بني مخزوم څخه دى، ابو سلمه رضی الله عنه  هغه څوک دى چي حبشې ته يې هم هجرت کړى ؤ، کوم وخت چي د حبشې څخه مکې مکرمې ته راغلى قريشو ډير آزار ورکاوه، اوس چي و مدينې منورې ته په هجرت سره امر وسو نو يې خپله ښځه اُم سلمه رضی الله عنها  او خپل کوچنئ زوى پر يوه بوده سپاره کړل د هجرت په نيت مخ پر مدينه منوره رهي سو، مګر د بني مخزوم د قبيلې نور خلك چي د ده د ښځي وروڼه او اقرباء وه پسي را و وتل، ويل: ته خو يې ته، ستا اختيار که نه لرو مګر دغه ښځه او کوچنئ موږ نه پرېږدو چي ته يې پر وطنو ګرځوې، نو يې د هغه بوده قيضه چي د ده ښځه او کوچنئ زوى پرسپاره وه د ده څخه واخستل او هغه بوده يې را وګرځاوه، دئ يې يواځي پرېښاوه او دئ په زخمي زړه د مدينې منورې پرطرف يواځي رهي سو. 


تاسي فکر وکړی چي د يو چا څخه ښځه او کوچنئ زوى وګرځول سي او دئ بيا هم د دين او عقيدې د ساتلو دپاره تر هرڅه تېر وي او په خپله خوښه هغه هجرت ته چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه په امر کړه سوی دی دوام ورکوي.

 
اوس نو دغه د بني مخزوم خلك پر دوه قسمه يا دوې ډلي وه، يا د ابو سلمه وروڼه يا ډېر نژدې اقرباء دي يا د اُم سلمه وروڼه او ډېر نژدې اقرباء دي، د دوى بيا پر هلک چي (سَلَمَه) نومېدى دعوه سوه، د هلک اکاګان وايي چي موږ خپل وراره د ماماګانو سره نه پريږدو تاسي چي د هغه ښځه را وګرځول موږ بيا هلک د دې سره نه پرېږدو.


هلک د دوو ډلو په مابین کي سو چي يو یې يوه طرف ته کشوي او بل يې بل طرف ته کشوي په دغه کشمکش کي يې د هلک لاس د اوږې څخه ور وکښى، په نتيجه کي هلک اکاګانو بوتلى او ښځه خپلو اقرباوو بوتله او ابو سلمه رضی الله عنه  يواځي مدينې منورې ته ولاړى.
اوس به ام سلمه رضی الله عنها  ته غوږ ونيسو چي دا د خپل هجرت قصه راته بيان کي، 


ام سلمه رضی الله عنها  وايي: اول خو يې زه او زما خاوند سره جلا کړو هغه يواځي مدينې منورې ته ولاړى او بيا يې زه او زما کوچنئ زوى سره جلا کړو ځکه هلک د ابو سلمه اقرباوو بوتلى او زه خپلو اقرباوو بوتلم، نو هره ورځ به سهار و أبطَح ته را وتلم او تر ماښامه به مي ژړل (أبطح! په مکه مکرمه کي د يو ځاى نوم دى) او تقريبًا يو کال مي دغه حال ؤ، څو يوه ورځ زما د اکا د زامنو څخه يو نفر دلته تېرېدى او زه يې پر دغه غمجن حال وليدم زړه يې را باندي وسو، نو يې و هغه نور قوم ته و ويل: دغه مسکينه پرېږدى چي ولاړه سي دا او خاوند مو سره جلا کړل، دا او د دې زوى مو سره جلا کړل څه په کوى؟ اجازه ورکړی چي ولاړه سي، نو قوم را ته و ويل:که غواړې چي خپل خاوند ته ولاړه سې ولاړه سه، د تګ اجازه يې را کړه. 


پسله دغي اجازې څخه د ابو سلمه قوم هم هغه زما کوچنئ زوى راکړى، ما هم د سفر دپاره بوده تيارکړی زوى مي را سره واخستى او رهي سوم غواړم چي مدينې منورې ته ولاړه سم، تاسي فکر وکړی يواځي يوه ښځه چي يو کوچنئ ور سره دى په وچ دښت او صحراء کي يې د پنځه سوه کېلو متره لار إراده ده، نو دا وايې د لاري هيڅ ملګرى هم نه لرم، خو دا مي د ځان سره و ويل: که مي پرلار يو څوک وليدى هغه ته به و وايم چي ما ترخپل خاونده پوري ورسوه، څو و تنعيم ته (چي اوس مسجد عمره هم ورته وايي)ورسېدم او هلته مي عثمان بن طلحه چي د بني عبدالدار څخه دى وليدى، دا هغه عثمان دى چي د کعبې شريفي کِلۍ ور څخه وې او په دغه وخت کي پر شرک ؤ (د مسلمانېدلو قصه به يې بيا وروسته راسي) عثمان را ته و ويل: د خيره يا بنت ابي اميه؟ ما ويل: نيت مي دى چي مدينې او خپل خاوند ته ولاړه سم، ويل: بل څوک در سره سته؟ ما ويل: يا والله بېله الله او دغه کوچني زويه بل ملګرى نه لرم، ويل: والله دغسي يواځي دي بايد پرې نږدم، نو يې د اوښ مهار يا تناو ونيوى او د مدينې منورې پر لار رهي سو.


 ام سلمه  رضی الله عنها  وايي، په والله د عربو د هيڅ داسي سړي سره نه يم ملګرې سوې چي ما دي هغه سړئ تر عثمان کريم او شريف ليدلى وي يعني: د هرڅو نه خلكو سره چي ما په سفرو کي ملګرتيا کړې ده تر هغو ټولو دئ کريم او شريف ؤ او اوس هغه د ده د شرافت بيان کوي او وايي: هر وخت چي به منزَل يا د اړولو ځاى ته ورسېدلو اوښ به يې چوک کړی او دئ به ګوښه ولاړى، زه چي به د اوښه څخه کښته سوم اوښ به يې را څخه ليري کړی سامان به يې ځني را کښته کړی اوښ به يې په يوه ونه پوري وتړى او دئ به ولاړى تر بلي وُني لاندي به يې څنګ واچاوه او بيا چي به د بارېدلو وخت راغلى اوښ ته به ور ولاړ سو سامان به يې پر بارکړی او بيا به دئ ګوښه سو ما ته به يې و ويل: سپره سه، کوم وخت چي به زه سپره سوم او ځان به مي سم کړی نو به دئ راغلى د اوښ مهار يا تناو به يې ونيوى او رهي به سو تر څو چي بيا به مو اړول، تر هغه وخته چي مدينې منورې ته رسېدلو د ده دغه کار ؤ، کوم وخت چي د بني عمرو بن عوف کلى يې وليدى هغه چي په قُباء کي ؤ نو ويل: ستا خاوند  په دغه کلي کي دى ور داخله سه (علْى برکة الله) او عثمان بن طلحه بيرته مکې مکرمې ته رهي سو، عثمان بن طلحه رضی الله عنه  دغه وخت پر شرک ؤ او د حديبيې تر صلحي وروسته مسلمان سو. 

 

ام سلمه رضی الله عنها  وايي: والله په مسلمانانو کي داسي کورنۍ نه ده را معلومه چي دومره تکليف دي ور رسېدلى وي لکه د ابو سلمه رضی الله عنه  وکورنۍ ته او هيڅکله مي تر عثمان بن طلحه کريم او شريف ملګرى نه دى ليدلى.

بيا عامر بن ربيعه د خپلي ښځي سره يو ځاى هجرت وکړی، بيا عبدالله بن جحش هجرت وکړی خو د ټولو مسلمانانو هجرت په پټه ؤ، د مکې مکرمې څخه په پټه وتل، د مهاجرينو په جمله کي يو هم صُهيب الرومي رضی الله عنه  ؤ، کوم وخت چي ده د هجرت إراده وکړه د قريشو کفارو ورته و ويل: ته دلته فقير او دربدره راغلې بيا دي دلته پيسې وګټلې او د غنْى و دغه درجې ته ورسېدې چي دا رسېدلى يې اوس غواړې چي ته ولاړ سې او مال هم در سره يوسې؟ هجرت ته يې نه پرېښاوه، صُهيب رضی الله عنه  ورته و ويل: که مال تاسي ته درکړم ما پرېږدى؟ قريشو ويل هو، صهيب رضی الله عنه  و ويل: زما کور او مال يې ټول ستاسي او مال مي په فلاني ځاى کي پروت دى او بيا يې هجرت وکړی، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدى اوله خبره يې دغه ورته وکړه: رَبِحَ صُهَيب، رَبِحَ صُهَيب، صهيب ګټه وکړه، صهيب ګټه وکړه، يعني: دا چه مال يې د دې دپاره ورکړی چي دﺉ هجرت ته پرېږدي په دغه سودا او معامله کي یې ګټه وکړه، د صهيب رضی الله عنه  د دغه معاملې او سودا په باره کي قرآن مجيد هم نازل سو چي د قيامت تر ورځي به ويل کيږي، الله جل جلاله   فرمايي:
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ ﴿البقرة: ٢٠٧﴾ 
  يعني: د خلكو څخه ځيني هغه څوک دي چي خپل نفس د الله د رضاء غوښتلو دپاره خرڅوي، يعني: د الله دپاره ترځان او مال تيريږي او الله جل جلاله  پر خپلو بندګانو ډير مهربان دى. 


بيا نو عمر فاروق بن الخطاب رضی الله عنه  هجرت وکړى او د ده هجرت په ښکاره سره ؤ په ښکاره سره بل هيچا هجرت نه دى کړى بېله عمر بن الخطاب رضی الله عنه  څخه، هر چا چي به هجرت کاوه قريشو به منعه کاوه او را ګرځاوه مګر حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  چي د هجرت إراده وکړه خپل ځان يې د هجرت او سفر دپاره تيار کړى، هغه بوده چي د ده د هجرت دپاره ؤ پر هغه يې اوبه او خواړه بار کړل خپله اسلحه يې ور سره واخستل نو کعبې شريفي ته ورغلى غواړي چي طواف پر وکړي، قريش هم شا وخوا د خپلو مجلسو په ځایو کي ناست دي حضرت عمر رضی الله عنه  چي د طواف په وخت کي د قريشو پر مجلس ورسي نو ورته وايي: مخان مو پرته سه زه په هجرت رهي يم، 
هر څوک چي غواړي چي ښځه يې کُنډه او اولاد يې يتيم سي د دغي شېلې شا ته دي پسي راسي، هغه چي په تاسي کي قوت او طاقت لري هغه دي پسي را سي، هيڅوک نه سو پسي رهي، دا هغه عمر ؤ چي الله جل جلاله  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دعاء په سبب په ده سره اسلام قوي او معززه کړى، حضرت عمر رضی الله عنه  هغه يواځنئ شخص دى چي په ښکاره سره يې هجرت کړى دى.  
وروسته اصحاب کرامو يو په بل پسي هجرت کاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د هجرت دپاره ځان آماده کړى ؤ خو د الْهي امر انتظار يې کاوه چي کله به په هجرت سره امر ورته وسي، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او د هجرت اجازه يې غوښتل خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: انتظار وکه ښايي الله جل جلاله  تا لره ملګرى پيدا کي، ابوبکر رضی الله عنه  هم انتظار کوي  مګر نه پوهيږي چي ملګرى به يې څوک وي خو د زړه خواهش او غوښتنه يې دا ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې ملګرى وي مګر متأکِّد او يقيني نه دى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر دغه خبري د مخه ابوبکر رضی الله عنه  يواځي د خپل ځان دپاره بوده، خواړه او د سفر لوازم برابر کړي وه مګر اوس ولاړى يو  بل بوده او د دوهم نفر د سفر سامان يې هم برابر او تيار کړل، د خپل ځان او د ملګري د سفر آمادګي يې ونيول او د زړه غوښتنه يې هم دا ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې ملګرى وي، پسله څه مو دې څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر اصحاب کرامو تلوار کاوه چي ژر هجرت وکړی ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  بيا و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او د هجرت اجازه يې وغوښتل، بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: انتظار وکه ښايي الله عزوجل  تا لره ملګرى پيدا کي، پسله څه وخته د درېیم وار دپاره بيا و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او د هجرت اجازه غواړي مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم بيا هم ورته و ويل: انتظار وکه ښايي الله جل جلاله  تا لره ملګرى پيدا کړي.


اوس نو د هر چا په وسه چي پوره وه چي هجرت وکړي هغو ټولو هجرت وکړی بېله هغو کسانو څخه چي د خپل قوم او اقرباوو د طرفه څخه منعه کړه سوي وه، تر  بَيعَةُ العَقَبَةِ الکُبرْى دوې مياشتي او څو ورځي وروسته په مکه مکرمه کي د مسلمانانو څخه هيڅوک نه سوه پاته چي هجرت دي يې نه وي کړى بېله رسول الله صلی الله علیه وسلم  ابوبکر الصِدِّیق او حضرت علي رضي الله عنهما  څخه چي دوى دوه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امر سره پاته وه او ځيني نور هم هغه کسان پاته وه چي مشرکانو په زور را ګرځولي وه، څرنګه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  کورنۍ پاته وه او حضرت علي رضی الله عنه  هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د کورنى او اهل بيت څخه ؤ او د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  کورنۍ هم پاته وه. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته