تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د خپلي ښځي شیدې رودل؟
 
  February 17, 2012
  0

 سوال: که يو خاوند د خپلي ښځي شيدي وروي نو څه پيښيږي؟ او که دواړه همدغه شيدي وروي نو په دې اړه شريعت څه وايي؟

جواب : سړي ته پکار نه ده چي د خپلي ښځي شيدې وروي د داسي کار څخه بايد په کله ډډه وسي خو که څوک د خپلي ښځي شيدې وروي نو پدې سره رضاعت نه ثابتيږي ځکه د ښځي د شيدو په رودلو د رضاعت حکم هغه مهال ثابتيږي چي د کوچنى عمر دوه کاله يا تر دوو کلونو څخه کم وي په دې وړکتوب کي که کوچنى د يوې ښځي لږ يا ډېري شيدې وروي نو دا ښځه يې رضاعي مور ګرځي هيڅکله يې هم نکاح نه ورسره صحيح کيږي البته د ابوحنيفه رحمة الله عليه په آند د رضاعت مده دېرش مياشتي ده 

امام سرخسي وايي:اخْتَلَفَ الْعُلَمَاءُ فِي الْمُدَّةِ الَّتِي تَثْبُتُ فِيهَا حُرْمَةُ الرَّضَاعِ، فَقَدَّرَ أَبُو حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى بِثَلَاثِينَ شَهْرًا وَأَبُو يُوسُفَ وَمُحَمَّدٌ- رَحِمَهُمَا اللَّهُ تَعَالَى - قَدَّرَا ذَلِكَ بِحَوْلَيْنِ وَزُفَرُ قَدَّرَ ذَلِكَ بِثَلَاثِ سِنِينَ، فَإِذَا وُجِدَ الْإِرْضَاعُ فِي هَذِهِ الْمُدَّةِ تَثْبُتُ الْحُرْمَةُ وَإِلَّا فَلَا ، (المبسوط ). 
 
 ژباړه : علماء په هغه مده کي چي د رضاعت حرمت پکښي ثابتيږي بېل بېل دي ابوحنيفه رحمة الله عليه د رضاعت مده دېرش مياشتي ګڼي او ابويوسف او محمد رحمة الله عليهما يې اندازه دوه کلنونه ګڼي او زفررحمة الله عليه يې درې کلونه ګڼي نو که په همدې مده کي کوچني ته شيدې ورکول سي نو د رضاعت حرمت په ثابتيږي او که تر دې مدې وروسته وي نو بيا د رضاعت حرمت نه په راځي .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته