١: عقل د دنيا بنياد دى ، اوعقل دعلم بنياد دى، اوعلم د صبر بنياد دى.
٢: خادم جوړ شه ، مخدوم مه جوړيږه ، ځکه چي خادم جوړېدل د سعادت وجه ده.
٣: په زهد او رضا کي فضليت په دي حاصل دي ، چي څوک په رضا راضي شي ، هغه له خپل حق نه زيات نه غواړي.
٤ : څنگه چي په جنت کي ژړا عجيبه خبره ده، په دنيا کي خندا عجيبه خبره ده ، ځکه ، چي جنت د ژړا ځاى نه دى، او دنيا بيا د خندا ځاى نه دى.
٥ : درې خاصيتونه پرناپوهي بالادي .
اول : بي له کومي وجي خندل .
دوهم : د ورځي او شپې له بيدارۍ نه تېښته کول .
دريم : پخپله عمل نه کول نورو ته نصيحت کول .
٦ : الله جله جلا له فرمايي ، څوک چي ما ياده وي ، زه هم هغه ياده وم . او څوک چي ماهېره وي ، زه هم هغه هېره وم .