د ځاني ولي مسؤليت
د قاصر يعني لېوني ، معتوه او کوچني د جسماني ودي ، د ښووني او روزني ، د صحي او اخلاقي او د واده او نکاح مسؤليتونه د ځاني سرپرست پر غاړه دي . قاصر که ناروغ سو ولي به يې د مريضي علاج کوي ، ولي به و قاصر ته ښه ادب او اخلاق ورښوي ، په مدرسه کي به يې د تعليم د پاره شاملوي ، د واده غم به يې خوري . البته که قاصر نجلۍ وي نو بيا يې ولي حق نه لري چي د نرو سره ګډ ځاى تعليم يا ښځينه کسب په زده کړي .
تړون کونکي تړو ن کونکو ته مُتَعَاقِدَيْن وايي ، تړون کونکي څلور ډوله دي. (١) اصيل (٢) وكَيْل (٣) ولي (٤) فضولي .
اصيل
اصيل هغه عاقد ته وايي چي تړون د خپل ځان د پاره کوي مثلاً : خپل شى پر بل چا خرڅوي ، يا يې په کرايه ورکوي ، يا د خپل ځان د پاره نکاح تړي .
وكَيْل
وكَيْل هغه چاته وايي چي بل څوک د تړون دنده وروسپاري او دى بيا د هغه په نمائندګي د هغه د پاره تړون کوي .
مثال : زيد بکر ته وکالت ورکړى چي د خالد موټر ورته رانيسي ، بکر همداسي وکړه د خالد سره يې د هماغه موټر سودا وکړه ، پدې تړون کي خالد اصيل بلل کيږي ځکه خپل موټر يې خرڅ کړى او بکر بيا وكَيْل بلل کيږي ځکه موټر يې د زيد د پاره د هغه په وکالت رانياوه .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات