د رهن څلورم حکم د رهن پالنه او خوراکه ده ، د رهن د پالني او خوراکې خرڅ په رَاهِن پوري اړه لري .
مثلاً : که رهن باغ وو د باغ د اوبولو ، پيوند ، پوجۍ ، د ميوو شکولو ، انبارو او داسي نور د باغ پالني مصرفونه په رَاهِن اړه لري .
دغه ډول که مُرْتَهِن ته حيوان په ګروي کي ورکول سي نو د شپانه او واښو خرڅ يې په رَاهِن پوري اړه لري .
د حيوانانو څر او پيونه د پالني او جسماني ودي لکبله کيږي ، نو ځکه د شپانه تنخوا هم په رَاهِن پوري اړه لري .
د رهن پيدا وار
د رهن پنځم حکم د رهن نماء يا حاصلات دي ، د رهن نماء او حاصل په رَاهِن اړه لري او د هغه ملکيت بلل کيږي .
که رهن باغ وو د باغ ميوه د هغه نماء او حاصل دى او ټول د رَاهِن حق او ملکيت دي ، که رهن پسونه وه د پسو وړۍ ، شيدې او وريان ټول د رَاهِن دي .
مُرْتَهِن د رهن په نماء او حاصلاتو کي هيڅ حق نه لري ، البته د رهن نماء او حاصل د رهن سره يو ځاى په ګروي کي پاتيږي .
رَاهِن چي هر وخت د مُرْتَهِن ټوله پور ادا کړي هلته بيا رهن او د هغه ټول حاصلات رَاهِن ته سپارل کيږي .
که د رهن نماء او حاصل پخپله له منځه ولاړ او ضايع سي د هغه تاوان پر مُرْتَهِن نه راځي ، خو که د مُرْتَهِن د تيري او نيمګړتيا لکبله ضايع او له منځه ولاړ سي نو بيا يې د رهن په شان ټوله تاوان پر مُرْتَهِن راځي .
دريم ګړى
د رهن شپږم حکم دريم ګړي ته د رهن ايښودل دي ، د رَاهِن او مُرْتَهِن په موافقه او خوښي رهن دريم عادل نفر ته هم ايښودل کېدلاى سي .
رهن چي د رَاهِن او مُرْتَهِن په موافقه دريم نفر ته کښېښول سي نو د هغه څخه يې د اخيستلو حق نه رَاهِن او نه مُرْتَهِن لري .
رهن به دريم نفر ته تر هغه وخته پروت وي چي رَاهِن د مُرْتَهِن ټوله پور ادا کوي او د پور د ادا کولو وروسته رَاهِن خپل ګروي اخيستلاى سي .
رهن چي د رَاهِن او مُرْتَهِن په خوښي دريم نفر ته کښېښول سي د هغه ضمان هم پر مُرْتَهِن راځي نو که د دريم نفر په لاس کي هلاک او ضايع سي تاوان يي پر مُرْتَهِن راځي ، ليکن که د رهن قيمت تر پور زيات وو نو د اضافي قيمت تاوان يې پر مُرْتَهِن نه راځي بلکي خپله پر رَاهِن راځي .
که رهن د دريم نفر د تيري لکبله ضايع سو نو بيا يې ټوله تاوان پر همدغه دريم نفر راځي .
------------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات
مخکنۍ ليکنه: